پاکستاني پولیسو په بلوچستان کې ۷۴ افغان کډوال نیولي دي

پاکستاني پولیسو په بلوچستان ایالت کې ایران پولې ته څېرمه د کېچ ولسوالۍ په سري کهن سیمه کې د عملیاتو پرمهال تر ۷۰ ډېر افغان کډوال نیولي دي. د پولیسو په وینا؛ په نیول شویو کسانو کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د نورو پلټنو لپاره د تربت ښار د پولیسو مرکز ته لېږدول شوي دي.
