پاکستان پر هندي الوتکو د خپل هوایي حریم بندیز تر یوې بلې میاشتې پورې وغځاوه

د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۳۰مه) د پاکستان د هوایي ډګرونو ادارې خبر ورکړی، چې د هندي الوتکو پر وړاندې یې د خپل هوایي حریم تړل کېدو موده نوره هم غځولې او (د جون تر ۲۴مې) به دغه بندیز دوام وکړي.
د پاکستان هوایي ډګرونو ادارې زیاته کړې، چې دغه بندیز یوازې د هند سوداګریزو الوتکو پورې محدود نهدی؛ بلکې د هند په ملکیت کې اخیستل شوې ټولې پوځي او ملکي الوتکې هم په دغه بندیز کې شاملې دي. دغه بندیز د نوي ډیلي او اسلاماباد د کړکېچ پرمهال تېرکال (د اپرېل په ۲۴مه) لګول شوی دی.
