د ازبکستان یو پلاوی د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلی

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ازبکستان جمهوریت وزیرانو شورا د صنایعو پراختیا ادارې مشر ناظم جان خالمرادوف په مشرۍ یو دولتي او خصوصي پلاوی کابل ته رسېدلی. طالبانو ویلي، چې د دغه سفر موخه د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې ګډون او د اړیکو پراختیا ده.
