• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مېلیونونو کډوالو ستنېدنه؛ طالبان وایي تر دې دمه نږدې ۳۰زره استوګنیزې نمرې وېشل شوې

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې تر دې دمه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر تازه ستنو شویو ۲۹زره او ۹۲۹ کډوالو استوګنیزې نمرې وېشل شوې او دغه لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

دغه وزارت ویلي، یوازې وړمه ورځ یې په شپږو ولایتونو کې پر ۱۱۶۱ راستنو شویو کورنیو استوګنیزې نمرې وېشلې دي. د یاد وزارت په وینا؛ له دې ډلې په ننګرهار کې ۳۰۷، زابل کې ۱۰۰، کندوز کې ۱۶۸، فراه کې ۲۱۷، هلمند کې ۲۸۵ او په غزني کې پر ۸۴ کورنیو نمرې وېشل شوې دي.
ورته مهال د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي، چې دغه لړۍ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو لپاره د مناسبو فرصتونو برابرېدو په موخه چټکه شوې ده.
د هغه په وینا؛ د استوګنیزو نمرو د وېش له پروګرام څخه موخه د راستنو شویو کورنیو بنسټیزو اړتیاوو پوره کول او د منظمې ښاري پراختیا برابرول دي.
له بل پلوه ملګري ملتونه وايي، چې له ۲۰۲۳کال راهیسې نږدې ۶ مېلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې؛ تمه کېږي چې د روان کال تر پایه به ۳ مېلیونه نور افغانان هم افغانستان ته ستانه شي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له پاکستاني چارواکو د لادرکه شویو او بندي افغانانو د وضعیت په اړه معلومات غوښتي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۰ GMT+۱

په بلوچستان کې د طالبانو کونسلګرۍ خبر ورکړی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له استازو سره یې په ناسته کې د لادرکه شویو او بندي افغانانو د وضعیت ارزونې او څار لپاره د رسمي‌ مېکانیزم د جوړېدو غوښتنه کړې.

طالب استازو زیاته کړې، په دې اړه یې څو ځلې پاکستان ته لیکونه هم لېږلي؛ خو لا یې مثبت ځواب نه‌دی ترلاسه کړی. په کوټه کې د طالبانو کوسنلګرۍ مرستیال انورشاه ملنګیار وايي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره یې د لادرکه شویو او بندي افغانانو د موضوع په اړه خبرې کړې او د هغوی په اړه یې د معلوماتو پر ورکولو ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان کونسلګرۍ په تېرو میاشو کې څو ځله د رسمي لیکونو له لارې په بلوچستان کې د ورکو شویو او بندي افغانانو په اړه معلومات غوښتي، چې قناعت بښونکی ځواب یې نه‌دی ترلاسه کړی».

نوموړي ویلي، په یاده ناسته کې یې ټینګار کړی چې د افغانانو د نیونې او لادرکه کېدو په اړه باید په رسمي ډول له دوی سره معلومات شریک شي؛ ترڅو د هغوی کورنۍ او خپلوان له روان وضعیت څخه باخبره شي.

ملنګیار زیاته کړې، چې دوی د بلوچستان زندانونو ته د لاسرسي پر برابولو هم تینګار کړی؛ تر څو د افغان بندیانو د وضعیت ارزونه، کونسلي مرستې او د هغو افغانانو د خوشې کېدو هڅه وکړي چې د کوچنیو جرمونو په تور نیول شوي.

پاکستان له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د جبري اېستلو پراخه څپه پيل کړې او په یاده موده کې ګڼې کورنۍ په جبري توګه نیول شوې او د ناروښانه لاملونو له کبله زنداني شوې دي.

پر همدې مهال د یوشمېر کورنیو غړي د یادو نیونو له کبله لادرکه شوي؛ خو د پاکستان حکومت وخت ناوخت په خپلو څرګندونو کې د افغان کډوالو پر اېستلو ټینګار کوي.

د ازبکستان ۷۰ سوداګر او پانګه‌وال د پانګونې فرصتونو ارزونې په موخه بلخ ته تللي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۱

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال نصیراحمد سلطان زاده ویلي، چې افغان او ازبک سوداګرو د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو رامنځ ته کېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ناستې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ خونې مشر په حواله لیکلي، چې د سفر موخه یې د پانګونې فرصتونو ارزول دي. په بلخ کې افغان سوداګر وایي، چې بهرنیو پانګه‌والو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتوالی لري.

په دغه ناستو کې د ازبکستان صنعت او سوداګرۍ خونې مشر عبدالرحمان ‌اف ویلي، چې د دغه هېواد ۷۰ سوداګرو او پانګه‌والو د تولید، صادراتو، وارداتو او د صنعت د بېلابېلو برخو د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی؛ څو له افغان سوداګرو سره د ګډې همکارۍ او پانګونې فرصتونه وارزوي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته لېواله دی او هڅه کوي چې د دواړه خواوو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه لوړه کړي.

اوچا: د افغانستان زیانمنې سیمې بېړنیو او دوامداره بشري مرستو ته اړتیا لري

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۷ GMT+۱

دملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د افغانستان په زیانمنو سیمو کې د دوامدار ملاتړ او بشري مرستو لپاره بېړنۍ اړتیا موجوده ده.

اوچا د سې‌شنبې په ورځ، د غويي په ۲۹مه، په یوه راپور کې ویلي چې د دې ادارې مشرې د افغانستان ختیځو سیمو ته د خپل سفر پر مهال د سیمې له اوسېدونکو، سیمه‌ییزو چارواکو او بشرپاله همکارانو سره لیدنې ترسره کړې دي.

د راپور له مخې، په دغو لیدنو کې له زلزله‌ځپلو، جګړه‌ځپلو او سېلابونو اغېزمنو کورنیو سره د بشري مرستو پر دوام او پراخېدو ټینګار شوی دی.

اوچا ویلي چې وروستیو طبیعي پېښو او نښتو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړې دي او د بشري اړتیاوو کچه یې لوړه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، ګڼو کورنیو د زلزلو او سېلابونو له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې ځینې نور د ناامنۍ او بریدونو له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اوچا ټینګار کړی چې زیانمنو کورنیو ته پر وخت مرستې او دوامدار ملاتړ کولای شي د بشري وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي او اغېزمنو خلکو ته د ژوند د بېرته عادي کېدو زمینه برابره کړي.

مولانا فضل‌الرحمن: د اسلام‌اباد تګلارو طالبان له ملاتړو څخه په دښمنانو بدل کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د سې‌شنبې په ورځ کراچۍ ښار کې د افغان طالبانو د ادارې په اړه د پاکستان د حکومت پر تګلارو سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې اسلام‌اباد د خپلو سیاستونو له امله طالبان چې «د پاکستان ملاتړي» وو، د دغه هېواد په دښمنانو بدل کړي دي.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د ناسمو سیاسي او امنیتي پرېکړو له امله له جدي کړکېچونو سره مخ شوې دي. د هغه په وینا، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته قومي او جغرافیایي اړیکو د دې لامل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول ترینګلتیا مستقیمې ټولنیزې او اقتصادي پایلې ولري.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد په بېلابېلو دورو کې هڅه کړې چې په افغانستان کې خپل پلوى حکومت رامنځته کړي، خو دا تګلاره نه یوازې ناکامه شوې، بلکې کړکېچونه یې لا پېچلي کړي او بې‌باوري یې زیاته کړې ده.

هغه وویل: «موږ تل هڅه کوله چې په افغانستان کې داسې حکومت واک ته ورسېږي چې د پاکستان پلوی وي. پر برهان‌الدین رباني مو نیوکې کولې، وروسته مو طالبان خپل ملاتړي ګڼل. کله چې هغوی واک ته ورسېدل، موږ هم په رسمیت وپېژندل او هم مو ورته ډیپلوماټیک حیثیت ورکړ».

دغه مذهبي او مشهور پاکستاني سیاستوال چې د طالبانو له کلکو ملاتړو څخه ګڼل کېږي، وویل: «د سپټمبر له یوولسمې وروسته موږ د امریکا ترڅنګ ودرېدو، هغوی ته مو اډې ورکړې، خپله فضا مو ورته پرانیسته او افغانستان څو ځله د بریدونو هدف وګرځېد. له دې سره هم‌مهاله د طالبانو ځینو کسانو ته په پاکستان کې پناه هم ورکړل شوه».

فضل‌الرحمن د پاکستان امنیتي تګلارې باندې په نیوکې سره زیاته کړه چې یوازې پر پوځي لارو چارو تکیه نه یوازې د ستونزو په حل کې ناکامه شوې، بلکې پښتونخوا کې پر ډیورنډ کرښه پرتو سیمو کې یې ناامني نوره هم زیاته کړې ده. هغه د وزیرستان، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان وضعیت د پوځي تګلارې د پایلو بېلګې وبللې.

هغه دا پوښتنه هم وکړه چې څنګه پاکستان په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو مرکزونه پېژندلی شي، خو په خپل هېواد کې د هغوی په پېژندلو کې پاتې راځي.

فضل‌الرحمن زیاته کړه چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره ناکامه شوې او د پوښتنې په ډول یې زیاته کړه چې ولې د افغانستان په اړه ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شوې دي.

دغه پاکستاني سیاستوال د هېواد د بهرنۍ تګلارې د ارزونې لپاره د پارلمان د تړلو دروازو تر شا د ځانګړې غونډې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د پارلمان غړي باید د سیمې له وضعیت څخه خبر کړل شي.

مولانا فضل‌الرحمن د طالبانو یو پیاوړی ملاتړی ګڼل کېږي. هغه کلونه د افغانستان د پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د طالبانو له جګړې ملاتړ کړی دی. فضل‌الرحمن د طالبانو «معنوي پلار» هم بلل کېږي.

سمېع سادات: طالبانو افغانستان د ترهګرۍ په کارخانه او د بشریت لپاره په ستر ګواښ بدل کړی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یوه لوړپوړي پوځي جنرال سمېع سادات ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرۍ په مرکز او د بشریت لپاره په یوه لوی ګواښ بدل شوی دی. سادات زیاته کړې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانانو بشري کرامت تر پښو لاندې شوی دی.

هغه زیاته کړې چې په هېواد کې ورځ تر بلې لوږه زیاتېږي او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

دغه پخواني افغان جنرال همدارنګه ټینګار کړی چې طالبانو پر خلکو خورا سخت قوانین وضع کړي دي. د هغه په وینا، دغو قوانینو د هېوادوالو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.
سمیع سادات د خپل پیغام په پای کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو اوسنۍ واکمني نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطرناکه ده. هغه د طالبانو اداره د ترهګرۍ یوه کارخانه بللې چې انسانیت ته جدي خطر پېښوي.

هم‌مهاله ملګرو ملتونو اندېښڼه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور زیات شوی او همدا راز لوږه په بې سارې توګه زیاته شوې ده. یاد سازمان ویلي چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی او د دغه ناورین د مخنیوي لپاره په کور دننه طالبان هېڅ ډول مدیریت او سرچینې نه لري.