• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سعودي عربستان د ایران په تړاو د ټرمپ د ډیپلوماسۍ د پرېکړې هرکلی کړی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۱

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ریاض د ډونالډ ټرمپ دا پرېکړه ستایي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې ډیپلوماسۍ ته د فرصت ورکولو پرېکړه کړې ده. فیصل بن فرحان پر ایران غږ کړی، چې له اوسني فرصت نه د خبرو اترو د پرمختګ په برخه کې ګټه واخلي.

فیصل بن فرحان هیله ښودلې، چې د هرمز تنګي په سیمه کې د سمندري تګ راتګ امنیت او ازادي بېرته پخواني حالت ته وګرځي او ټول مسایل داسې حل شي چې د سیمې امنیت او ثبات ورسره ښه شي.

سعودي عربستان د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو ستاینه هم کړې ده.

ریاض له ایران څخه غوښتنه کړې چې د کړکېچ د زیاتېدو له خطرناکو پایلو د مخنیوي لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او ژر تر ژره د خبرو اترو د پرمختګ لپاره مثبت ځواب ورکړي، څو د ریاض په وینا، یو جامع توافق ته لاره هواره شي او د سیمې او نړۍ لپاره تلپاتې سوله تضمین کړي.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۳

د پاکستان دفاع وزیر: له طالبانو سره د «کنټرول وړ همغږۍ» هڅه روانه ده

۴

کمال ناصر اصولي: د نجات څلي ړنګول د سقاوي دورې د فکر ملاتړ کول دي

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

تهران او واشنګټن د احتمالي توافق وروستي پړاو ته نږدې شوي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۷ GMT+۱

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې اترې د پای مرحلې ته رسېدلې دي، خو خبرداری یې ورکړی چې که تهران د توافق منلو ته غاړه کېنږدي، نو نور بریدونه هم ممکن دي.

په ورته وخت کې الحدث رسنۍ خبر ورکړی، چې د احتمالي هوکړې متن وروستي پړاو ته رسېدلی او امکان شته چې په راتلونکو ساعتونو کې، یا هم تهران ته د پاکستان د پوځ د قوماندان د سفر پر مهال، د هغې د نهايي کېدو اعلان وشي.

د دغو سرچینو په وینا، د واشنګټن او تهران ترمنځ د هوکړې د متن د وروستي کولو چارې په جدي ډول روانې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته بلل شوی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۸ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د چارشنبې په ورځ ویلي، ټاکل شوې دغه غونډه د راتلونکې سې‌شنبې په ورځ په نیویارک کې د نړیوالې سولې او امنیت په اړه جوړه شي.

د نوموړي په وینا، عراقچي ته دا بلنه په داسې حال کې ورکړل شوې چې چین د روانې میاشتې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري پر غاړه لري.

تر اوسه په غونډه کې د عباس عراقچي د ګډون یا نه ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

ایران خبرداری ورکړی چې که برید وشي جګړه به له منځني ختیځ نه نورو سیمو ته هم وغځوي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۱ GMT+۱

ایران د چارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې که متحده ایالات پر دغه هېواد برید وکړي، نو جګړه به یوازې د منځني ختیځ تر حدودو محدوده پاتې نه شي، بلکې نورو سیمو ته به هم وغځېږي.

دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون وویل چې نږدې یو ساعت مخکې یې د نظامي عملیاتو د بیا پیل پرېکړه کړې وه، خو په وروستۍ شیبه کې یې د ډیپلوماسۍ لپاره وځنډوله.

د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو خبرې له تېرو شپږو اونیو راهیسې په لویه کچه بې‌پایلې پاتې شوې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم یوځل بیا تهران ته سفر کړی، څو د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې دوام ومومي.

اسلام اباد تر دې وړاندې هم د خبرو اترو یو پړاو کوربه توب کړی و.

بلوچستان کې پر بار وړونکو لاریو د بریدونو په غبرګون کې ټرانسپورټي شرکتونو کاربندیز وکړ

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱

د بلوچستان د بار وړونکو موټرو ټولنې په دغه ایالت کې پر بار وړونکو لاریو د بریدونو په غبرګون بشپړ کاربندیز اعلان کړی دی. د یادې ټولنې مشر حاجي نورمحمد شاهواڼي ویلي، چې پر بار وړونکو لاریو پرله‌پسې بریدونو او د امنیت نشتوالي د ټرانسپورټ سکتور ته درانه مالي زیانونه اړولي.

شاهواڼي ویلي، هغه لارۍ چې د کرومایټ او مرمرو په څېر ګران بیه کاني ډبرې لېږدوي؛ پر لویو لارو په وار، وارپه نښه شوې دي. د نوموړي په وینا؛ وسله‌والو ګڼې لارۍ سوځولې، ټایرونه یې خراب کړي او ټرانسپورټي شرکتونو ته یې مېلیونونه کلدارې زیان اړولی دی.

هغه زیاته کړه: «په بلوچستان کې د کاني توکو لېږد اوس د عذاب بڼه خپله کړې ده. نه ایالتي حکومت، نه د کانونو څښتنان او نه هم قراردادیان زموږ همکاري کوي او نه زموږ د زیان جبران کوي».

د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې؛ په وروستیو ورځو کې د مستونګ، خاران، واشک او خضدار په ګډون په بېلابېلو سیمو کې پر لاریو بریدونه شوي دي. دوی وایي، په دغه بریدونو کې شاوخوا ۱۲ لارۍ په نښه شوې، چې اته یې په بشپړه توګه سوځېدلې او پاتې نورو ته سخت زیان اوښتی دی.

د بار وړونکو لاریو ټولنې پرېکړه کړې، چې له دالبندین، نوکنډي، مسلم باغ او لورلایي سیمو څخه به هېڅ لارۍ کرومایټ او مرمر نه باروي. شاهواڼي خبرداری ورکړی، که هر شرکت یا د لارۍ مالک د کاربندیز پرېکړه ماته کړي او کاني توکي ولېږدوي؛ نو د هر ډول زیان پړه به یې پر خپله غاړه وي.

هغه ټینګار وکړ، چې د خوراکي توکو او نورو عامو مالونو لېږد به په عادي ډول روان وي او کاربندیز به یوازې د کاني توکو پر ټرانسپورټ تطبیقېږي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا د امنیت په اړه د درېیو سیمه‌ییزو سازمانونو غونډه جوړېږي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۹ GMT+۱

د ګډ امنیتي تړون سازمان خبر ورکړی، چې دوی به د شانګهای همکاریو سازمان او د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنې سره د منځنۍ اسیا د امنیت او د افغانستان د وضعیت په اړه ګډه غونډه جوړه کړي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي طالق بېک ماسادیکوف وویل، چې دغه ګډه غونډه به د روان زېږدیز کال په دویمه نیمایي کې ترسره شي. د روسیې ټاس خبري اژانس د سې‌‌شنبې په ورځ (د غویي په ۲۹مه) د ماسادیکوف په حواله راپور ورکړی، چې دغه درې سازمانونه په منظم ډول د لوړې کچې لیدنې کوي او د راتلونکې غونډې اصلي تمرکز به د سیمې د امنیتي بدلونونو او د افغانستان د وضعیت ارزونه وي.

دغه غونډه به د درېیو سیمه‌‌ییزو جوړښتونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شي او موخه یې د ګډو امنیتي ننګونو پر وړاندې د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول دي. د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي زیاته کړه، چې دغه ډول اړیکې به هر کال دوام ولري.

د هغه په وینا؛ دغه ګامونه له سیمه‌ییزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د نړۍوالې همکارۍ د پیاوړتیا په چوکاټ کې اخیستل کېږي. ماسادیکوف دغه څرګندونې د ګډ امنیتي تړون سازمان د هغې غونډې په څنډه کې وکړې، چې «د نړۍوالې سولې او ټیکاو د پیاوړتیا لپاره یوځای» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
دغه غونډه د ویانا په ښار کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان په دفتر کې ترسره شوه. د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي تر دې وړاندې (د غویي په ۵مه) له سرګي شویګو سره هم لیدلي و او د راتلونکو پروګرامونو په اړه یې خبرې کړې وې.
د روسیې د امنیت شورا منشي وړاندې ویلي و، چې اوس‌مهال په افغانستان کې له ۱۸زرو څخه تر ۲۳زرو پورې وسله‌‌وال فعالیت کوي. هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان وضعیت ته پاملرنه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لپاره «ځانګړی اهمیت» لري.

د ګډ امنیتي تړون سازمان چې «روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان په‌کې شامل» دي، د شانګهای همکاریو سازمان چې «چین، روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان او ایران په‌کې ګډون لري» او د ګډو ګټو خپلواک هېوادونه چې «روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، اذربایجان او ارمنستان په‌کې شامل» دي، د سیمې د امنیتي او سیاسي جوړښتونو له مهمو بنسټونو ګڼل کېږي.

دغه درېیو سازمانونو په وروستیو کلونو کې څو ځله د افغانستان له خاورې د ورپېښو ګواښونو لکه «ترهګرۍ، د نشه‌يي توکو قاچاق او سرحدي بې‌ثباتۍ» پر وړاندې د ګډې مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.