• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د دوو وسله‌والو ډلو ترمنځ نښته کې ۱۸ وسله‌وال وژل شوي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا ایالت په کورمې ولسوالۍ کې د دوو وسله‌والو ډلو ترمنځ په سختو نښتو کې لږترلږه ۱۸ وسله‌وال وژل شوي دي. ځایي چارواکي وایي، په دغه نښته کې دواړه خواوو درنې وسلې کارولې او یادې جګړې څو ساعته دوام وکړ.

د پولیسو په وینا؛ دغه نښته د منځنۍ کورمې اړوند د مناتو کامران کلي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د کاظم او ممتاز امتي په نوم د دوو وسله‌والو ډلو ترمنځ وسله‌واله جګړه پیل شوه.
د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ په وژل شویو کسانو کې د ممتاز امتي ډلې مشر هم شامل دی. د پاکستان امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت کړي او د نورو وسله‌والو د موندلو لپاره یې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

ترویج لرونکی

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه
۱

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۲

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی

۳

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۴

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

۵

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له پاکستاني چارواکو د لادرکه شویو او بندي افغانانو د وضعیت په اړه معلومات غوښتي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۰ GMT+۱
طالبانو له پاکستاني چارواکو د لادرکه شویو او بندي افغانانو د وضعیت په اړه معلومات غوښتي
100%

په بلوچستان کې د طالبانو کونسلګرۍ خبر ورکړی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له استازو سره یې په ناسته کې د لادرکه شویو او بندي افغانانو د وضعیت ارزونې او څار لپاره د رسمي‌ مېکانیزم د جوړېدو غوښتنه کړې.

طالب استازو زیاته کړې، په دې اړه یې څو ځلې پاکستان ته لیکونه هم لېږلي؛ خو لا یې مثبت ځواب نه‌دی ترلاسه کړی. په کوټه کې د طالبانو کوسنلګرۍ مرستیال انورشاه ملنګیار وايي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره یې د لادرکه شویو او بندي افغانانو د موضوع په اړه خبرې کړې او د هغوی په اړه یې د معلوماتو پر ورکولو ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان کونسلګرۍ په تېرو میاشو کې څو ځله د رسمي لیکونو له لارې په بلوچستان کې د ورکو شویو او بندي افغانانو په اړه معلومات غوښتي، چې قناعت بښونکی ځواب یې نه‌دی ترلاسه کړی».

نوموړي ویلي، په یاده ناسته کې یې ټینګار کړی چې د افغانانو د نیونې او لادرکه کېدو په اړه باید په رسمي ډول له دوی سره معلومات شریک شي؛ ترڅو د هغوی کورنۍ او خپلوان له روان وضعیت څخه باخبره شي.

ملنګیار زیاته کړې، چې دوی د بلوچستان زندانونو ته د لاسرسي پر برابولو هم تینګار کړی؛ تر څو د افغان بندیانو د وضعیت ارزونه، کونسلي مرستې او د هغو افغانانو د خوشې کېدو هڅه وکړي چې د کوچنیو جرمونو په تور نیول شوي.

پاکستان له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د جبري اېستلو پراخه څپه پيل کړې او په یاده موده کې ګڼې کورنۍ په جبري توګه نیول شوې او د ناروښانه لاملونو له کبله زنداني شوې دي.

پر همدې مهال د یوشمېر کورنیو غړي د یادو نیونو له کبله لادرکه شوي؛ خو د پاکستان حکومت وخت ناوخت په خپلو څرګندونو کې د افغان کډوالو پر اېستلو ټینګار کوي.

مولانا فضل‌الرحمن: د اسلام‌اباد تګلارو طالبان له ملاتړو څخه په دښمنانو بدل کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱
مولانا فضل‌الرحمن: د اسلام‌اباد تګلارو طالبان له ملاتړو څخه په دښمنانو بدل کړي
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د سې‌شنبې په ورځ کراچۍ ښار کې د افغان طالبانو د ادارې په اړه د پاکستان د حکومت پر تګلارو سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې اسلام‌اباد د خپلو سیاستونو له امله طالبان چې «د پاکستان ملاتړي» وو، د دغه هېواد په دښمنانو بدل کړي دي.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د ناسمو سیاسي او امنیتي پرېکړو له امله له جدي کړکېچونو سره مخ شوې دي. د هغه په وینا، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته قومي او جغرافیایي اړیکو د دې لامل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول ترینګلتیا مستقیمې ټولنیزې او اقتصادي پایلې ولري.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد په بېلابېلو دورو کې هڅه کړې چې په افغانستان کې خپل پلوى حکومت رامنځته کړي، خو دا تګلاره نه یوازې ناکامه شوې، بلکې کړکېچونه یې لا پېچلي کړي او بې‌باوري یې زیاته کړې ده.

هغه وویل: «موږ تل هڅه کوله چې په افغانستان کې داسې حکومت واک ته ورسېږي چې د پاکستان پلوی وي. پر برهان‌الدین رباني مو نیوکې کولې، وروسته مو طالبان خپل ملاتړي ګڼل. کله چې هغوی واک ته ورسېدل، موږ هم په رسمیت وپېژندل او هم مو ورته ډیپلوماټیک حیثیت ورکړ».

دغه مذهبي او مشهور پاکستاني سیاستوال چې د طالبانو له کلکو ملاتړو څخه ګڼل کېږي، وویل: «د سپټمبر له یوولسمې وروسته موږ د امریکا ترڅنګ ودرېدو، هغوی ته مو اډې ورکړې، خپله فضا مو ورته پرانیسته او افغانستان څو ځله د بریدونو هدف وګرځېد. له دې سره هم‌مهاله د طالبانو ځینو کسانو ته په پاکستان کې پناه هم ورکړل شوه».

فضل‌الرحمن د پاکستان امنیتي تګلارې باندې په نیوکې سره زیاته کړه چې یوازې پر پوځي لارو چارو تکیه نه یوازې د ستونزو په حل کې ناکامه شوې، بلکې پښتونخوا کې پر ډیورنډ کرښه پرتو سیمو کې یې ناامني نوره هم زیاته کړې ده. هغه د وزیرستان، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان وضعیت د پوځي تګلارې د پایلو بېلګې وبللې.

هغه دا پوښتنه هم وکړه چې څنګه پاکستان په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو مرکزونه پېژندلی شي، خو په خپل هېواد کې د هغوی په پېژندلو کې پاتې راځي.

فضل‌الرحمن زیاته کړه چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره ناکامه شوې او د پوښتنې په ډول یې زیاته کړه چې ولې د افغانستان په اړه ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شوې دي.

دغه پاکستاني سیاستوال د هېواد د بهرنۍ تګلارې د ارزونې لپاره د پارلمان د تړلو دروازو تر شا د ځانګړې غونډې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د پارلمان غړي باید د سیمې له وضعیت څخه خبر کړل شي.

مولانا فضل‌الرحمن د طالبانو یو پیاوړی ملاتړی ګڼل کېږي. هغه کلونه د افغانستان د پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د طالبانو له جګړې ملاتړ کړی دی. فضل‌الرحمن د طالبانو «معنوي پلار» هم بلل کېږي.

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱
د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي
100%

د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د زیاتېدونکو سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو په دوام سره د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د طالبانو پر ضد د «غضب‌للحق» په نوم پوځي عملیات به په بشپړ قاطعیت دوام ولري.

شهباز شریف د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې په یوه پوځي پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل، پاکستان به د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد خپل عملیات روان وساتي چې د ده په وینا په افغانستان کې فعالیت کوي او د پاکستان امنیت ته ګواښ جوړوي.

هغه ادعا وکړه، چې دا عملیات د پاکستان د خلکو د ژوند او شتمنیو د ساتنې، د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي.

شهباز شریف د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د «مسلکي وړتیا، عملیاتي چمتووالي او قربانیو» ستاینه وکړه او ویې ویل چې پوځ د دغه هېواد د ملي حاکمیت، سولې او ثبات په ساتنه کې اساسي رول لري.

د پاکستان حکومت تل پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستان ضد وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او بریدونه تنظیموي، خو طالبانو په بیا ځلې دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې دوی به هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د بې‌ساري امنیتي او سیاسي فشارونو شاهدې دي. که څه هم دواړو لورو څو ځله د اوربند او خبرو هڅې کړې، خو د راپورونو له مخې تر اوسه دغو هڅو د اړیکو په ښه کېدو کې د پام وړ پایله نه ده لرلې.

همداراز، د پاکستان او طالب استازو ترمنځ په قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین کې څو پړاوه خبرې هم ترسره شوې، خو کومه څرګنده هوکړه ترې نه ده ترلاسه شوې.

شنونکي باور لري چې د روانو اختلافاتو دوام کولی شي د سیمې پر امنیتي وضعیت نور اغېز هم وکړي او د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا لا نوره هم کمزورې کړي.

عمران خان له سترې محکمې غوښتي چې د درملنې لپاره دې د شفا نړۍوال روغتون ته ولېږدول شي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۱
عمران خان له سترې محکمې غوښتي چې د درملنې لپاره دې د شفا نړۍوال روغتون ته ولېږدول شي
100%

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د یوې عریضې له لارې د پاکستان له سترې محکمې غوښتي، چې نوموړی دې د درملنې او بشپړو طبي معایناتو لپاره د اسلام‌اباد شفا نړۍوال روغتون ته ولېږدول شي.

عمران خان په خپله عریضه کې غوښتنه کړې، چې د هغه شخصي ډاکټران دې د نوموړي روغتیايي وضعیت وڅېړي. هغه همداراز د درملنې پرمهال خپلې کورنۍ او وکیلانو ته د دوامداره لاسرسي غوښتنه هم کړې ده.

په عریضه کې راغلي، چې د عمران خان روغتیايي وضعیت په ځانګړي ډول د هغه د ښۍ سترګې حالت خورا خراب شوی دی. د محکمې اسناد ښيي، چې د نوموړي ښۍ سترګه یوازې شاوخوا ۱۵ سلنه لید لري او ۸۵سلنه لید یې له لاسه ورکړی دی.

د عمران خان وکیلانو ویلي، چې نوموړي څو میاشتې وړاندې د لید د خرابوالي شکایت کړی و؛ خو د زندان ادارې د هغه ستونزې ته جدي پاملرنه نه‌وه کړې، چې وروسته یې حالت لاپسې خراب شو. په عریضه کې خبرداری ورکړل شوی، چې د عمران خان د سترګې ستونزې له امله د هغه د وینې لخته کېدو ستونزه ښايي زړه یا دماغ ته وغځېږي او د نوموړي ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

عمران خان دامهال په اډیاله زندان کې بندي دی او د «القادر ټرسټ» په نوم قضیه کې په ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی. د هغه مېرمن بشرا بي‌بي هم په یادې قضیه کې په اووه کلن بند محکومه شوې ده.

پولنډ له ۲۰ زیات افغان او پاکستاني وګړي د ناقانونه اوښتو پر مهال نیولي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۲ GMT+۱
پولنډ له ۲۰ زیات افغان او پاکستاني وګړي د ناقانونه اوښتو پر مهال نیولي
100%

د پولنډ سرحدي ځواکونو اعلان کړی، چې له ۲۰څخه زیات افغان او پاکستاني وګړي یې د ناقانونه تګ راتګ د هڅې په تور نیولي دي.

د پولنډ سرحدي ګارډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسانوهڅه کوله دپولنډاوبیلاروسترمنځ له پولې په ناقانونه ډول واوړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د سرحدي پوستو اړوندو سیمو کې پېژندل شوي او وروسته نیول شوي دي.

تر دې وړاندې هم د پولنډ چارواکو د ورته پېښو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې یو شمېر افغان وګړي د همدې پولې د ناقانونه اوښتو پر مهال نیول شوي دي.

په ورته یوه بله پېښه کې، د پولنډ سرحدي ځواکونو اته ناقانونه کډوال نیولي وو چې پکې د افغانستان، بنګله‌دېش، ایتوپیا، اریتریا او پاکستان وګړي شامل وو.

د راپورونو له مخې، دغو کسانو غوښتل د پولنډ له خاورې په ناقانونه ډول تېر شي اووروستی هدف یې جرمني ته رسېدل وو.

په وروستیو کلونو کې د پولنډ او بلاروس پر پوله د ناقانونه کډوالۍ پېښې زیاتې شوې دي او اروپايي هېوادونه د دې لارې د کډوالو د اوښتو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت کړي دي.