• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

کانګو کې د اېبولا وبا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۳۱ ته لوړ شو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۱

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې د اېبولا وبا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۳۱ ته لوړ شو. ځایي چارواکو ویلي، چې د یادې وبا له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶ نور شکمن کسان مړه شوي دي. لاتراوسه ۵۴۳ شکمنې او ۳۳ تایید شوې پېښې ثبت شوې او دوه پېښې په یوګانډا کې هم موندل شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د یادې ناروغۍ د «بونډيبوګیو» نادره ډول خپرېدا له امله د نړۍوالې عامې روغتیا بېړنی حالت اعلان کړی دی. د یاد سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ویلي، چې د یادې وبا د خپرېدو چټکتیا او پراختیا جدي اندېښنې راپارولې دي.
چارواکي وایي، دغه ناروغي په جګړه ځپلو او ګڼ مېشتو سیمو کې په چټک ډول خپرېږي چې د پېښو تشخیص هم د محدودو لابراتواري امکاناتو له امله سوکه روان دی. د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د پولې بندول د وضعیت د لا کړکېچنېدو لامل کېدای شي او هېوادونو ته یې د همغږۍ سپارښتنه کړې ده.
اېبولا د بدن د مایعاتو له لارې انتقالېږي او د دغه ناروغۍ د مړینې منځنۍ کچه شاوخوا ۵۰ سلنه ده. کارپوهان وایي، چې د وروستي ځنډ او کمزوري چمتووالي له امله د یادې وبا د کنټرول هڅې له ننګونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي
۱

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۲

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۳

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۴

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

۵

د پاکستان دفاع وزیر: له طالبانو سره د «کنټرول وړ همغږۍ» هڅه روانه ده

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان او منځنۍ اسیا د امنیت په اړه د درېیو سیمه‌ییزو سازمانونو غونډه جوړېږي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۹ GMT+۱

د ګډ امنیتي تړون سازمان خبر ورکړی، چې دوی به د شانګهای همکاریو سازمان او د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنې سره د منځنۍ اسیا د امنیت او د افغانستان د وضعیت په اړه ګډه غونډه جوړه کړي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي طالق بېک ماسادیکوف وویل، چې دغه ګډه غونډه به د روان زېږدیز کال په دویمه نیمایي کې ترسره شي. د روسیې ټاس خبري اژانس د سې‌‌شنبې په ورځ (د غویي په ۲۹مه) د ماسادیکوف په حواله راپور ورکړی، چې دغه درې سازمانونه په منظم ډول د لوړې کچې لیدنې کوي او د راتلونکې غونډې اصلي تمرکز به د سیمې د امنیتي بدلونونو او د افغانستان د وضعیت ارزونه وي.

دغه غونډه به د درېیو سیمه‌‌ییزو جوړښتونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شي او موخه یې د ګډو امنیتي ننګونو پر وړاندې د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول دي. د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي زیاته کړه، چې دغه ډول اړیکې به هر کال دوام ولري.

د هغه په وینا؛ دغه ګامونه له سیمه‌ییزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د نړۍوالې همکارۍ د پیاوړتیا په چوکاټ کې اخیستل کېږي. ماسادیکوف دغه څرګندونې د ګډ امنیتي تړون سازمان د هغې غونډې په څنډه کې وکړې، چې «د نړۍوالې سولې او ټیکاو د پیاوړتیا لپاره یوځای» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
دغه غونډه د ویانا په ښار کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان په دفتر کې ترسره شوه. د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي تر دې وړاندې (د غویي په ۵مه) له سرګي شویګو سره هم لیدلي و او د راتلونکو پروګرامونو په اړه یې خبرې کړې وې.
د روسیې د امنیت شورا منشي وړاندې ویلي و، چې اوس‌مهال په افغانستان کې له ۱۸زرو څخه تر ۲۳زرو پورې وسله‌‌وال فعالیت کوي. هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان وضعیت ته پاملرنه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لپاره «ځانګړی اهمیت» لري.

د ګډ امنیتي تړون سازمان چې «روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان په‌کې شامل» دي، د شانګهای همکاریو سازمان چې «چین، روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان او ایران په‌کې ګډون لري» او د ګډو ګټو خپلواک هېوادونه چې «روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، اذربایجان او ارمنستان په‌کې شامل» دي، د سیمې د امنیتي او سیاسي جوړښتونو له مهمو بنسټونو ګڼل کېږي.

دغه درېیو سازمانونو په وروستیو کلونو کې څو ځله د افغانستان له خاورې د ورپېښو ګواښونو لکه «ترهګرۍ، د نشه‌يي توکو قاچاق او سرحدي بې‌ثباتۍ» پر وړاندې د ګډې مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد جګړه به ډېر ژر پای ته ورسوو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې وینا پر مهال ویلي، چې د ایران پر ضد روانه شخړه به «ډېر ژر» پای ته ورسوي او ټینګار یې کړی چې تهران د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره جدي لېوالتیا ښيي.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې وویل: «موږ به د ایران جګړه ډېر ژر پای ته ورسوو. هغوی په شدت غواړي هوکړه وکړي. له اوسني وضعیت څخه ستړي شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې د ده په باور دا موضوع باید څو لسیزې وړاندې حل شوې وای او تر دې وړاندې باید پرې جدي اقدام شوی وای.

ټرمپ وویل: «دا موضوع باید ۴۷کاله مخکې حل شوې وای. یو چا باید پرې کار کړی وای، او اوس به دا کار وشي او ډېر ژر به وشي.»

د امریکا ولسمشر د نړیوالو اقتصادي اغېزو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په نږدې راتلونکي کې به د نفتو بیې راټیټې شي.

هغه وویل: «تاسو به ووینئ چې د نفتو بیې به راولوېږي. په بازار کې ډېر نفت موجود دي او بیې به په چټک ډول راکمې شي.»

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو په اړه نړیوال بحثونه روان دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي تفاهم یا کړکېچ په اړه اټکلونه دوام لري.

د امریکا سنا د ایران پر ضد جګړه کې د ټرمپ د واک محدودولو طرحې پرمخ وړلو سره هوکړه وکړه

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱

د امریکا سنا مجلس د هغې طرحې د پرمخ بیولو له بهیر سره موافقه کړې چې موخه یې د ایران پر ضد د جګړې په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړه‌ییزو واکونو محدودول دي.

د امریکا د سنا دیموکرات غړي کوري بوکر د دې طرحې د پرمختګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سنا غړي باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو په پای کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

بوکر ویلي: «موږ باید خپلې هڅې روانې وساتو او خبرو ته دوام ورکړو، څو سنا په پای کې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.»

راپورونه ښيي چې دا طرحه لا هم د تصویب وروستي پړاو ته نه ده رسېدلې او تر اوسه په رسمي ډول نه ده نافذه شوې.

د امریکا په سیاسي کړیو کې د ایران په اړه د احتمالي پوځي اقداماتو او د ولسمشر د جګړه‌ییزو صلاحیتونو په اړه بحثونه په داسې حال کې دوام لري چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم د نړیوالو پام ځانته اړولی دی.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر: د براکه پر اټومي بټۍ برید ګواښونکې پایلې لرلی شي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د متحده عربي اماراتو د براکه پر اټومي بټۍ مستقیم برید کولای شي ګواښونکې او جدي پایلې ولري.

ګروسي ویلي چې د اټومي تاسیساتو پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام نه یوازې د سیمې د امنیت لپاره خطرناک دی، بلکې د نړیوالې سولې او ثبات لپاره هم جدي ګواښ جوړوي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بحرین استازي هم ویلي چې ایران د ترینګلتیا د زیاتولو لاره غوره کړې او د سیمې پر زیربناوو د بریدونو له لارې د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.

هغه زیاته کړې: «د اماراتو د براکه اټومي بټۍ هدف ګرځول یو خطرناک تحول دی چې د سیمې سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کوي.»

د راپورونو له مخې، د امنیت شورا غړو د منځني ختیځ د وروستیو امنیتي ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د اټومي تاسیساتو د خوندیتوب پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

کارپوهان وایي چې د اټومي بټیو پر وړاندې هر ډول برید کولای شي د پراخې سیمه‌ییزې ناامنۍ او بشري ناورین لامل شي، نو له همدې امله د نړیوالو قوانینو له مخې د داسې تاسیساتو خوندیتوب ځانګړی اهمیت لري.

د کانګو ناروغۍ ګواښ؛ د روغتیا نړیوال سازمان افغانانو ته د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د کانګو تبې د مخنیوي لپاره د څارویو د حلالې په اړه نوې روغتیایي لارښوونې خپرې کړي. دغه سازمان له خلکو غوښتي چې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې د څارویو د قرباني کولو پر مهال احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې خلک باید له حلالولو مخکې څاروي د کنو د شتون له پلوه په دقت سره وګوري. همدارنګه دغه سازمان ټینګار کړی چې د څارویو د حلالولو لپاره باید مناسب او داسې ځایونه وکارول شي چې هلته ګڼه ګوڼه نه وي او د قربانۍ پر مهال دې خلک له محافظتي وسایلو څخه کار واخلي.

په دې لارښوونو کې زیاته شوې چې خلک باید غوښې ته له لاس وروړلو مخکې پرېږدي چې د څاروي وینه په بشپړه توګه ووځي. د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې د حلالولو ټول سطوح او وسایل باید په بشپړه توګه پاک شي او د غوښې پاتې شوني دې په تړلو کڅوړو یا ځانګړو کثافت دانیو کې واچول شي.

دغه سازمان د خپلو سپارښتنو په دوام کې له خلکو غوښتي چې د حلالولو د پروسې له بشپړېدو وروسته خپل ځان، جامې او کارول شوي وسایل په سمه توګه ومینځي. د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې خلک باید تل خپل بدن او څاروي د کنو د شتون له پلوه وګوري، ترڅو د کانګو تبې له ګواښ څخه خوندي پاتې شي.

د کانګو تبه یوه شدیده ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره له څارویو څخه انسانانو ته د کنې د چیچلو او یا د اخته څاروي د وینې او غوښې سره د مستقیم تماس له لارې لېږدول کېږي. دغه ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۴ کال کې په کریمیا او وروسته په کانګو کې وپېژندل شوه. په افغانستان کې هر کال د لوی اختر په ورځو کې د څارویو د حلالولو او له غوښې سره د خلکو د زیات تماس له امله د دې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ لوړېږي.