• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تحریک انصاف ګوند او د پاکستان حکومت اپوزېسیون د جمعې په ورځ د پراخو احتجاجونو اعلان کړی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۹ GMT+۱

تحریک انصاف ګوند او د پاکستان حکومت اپوزېسیون اعلان کړی، چې د جمعې په ورځ به د عمران خان د خلاصون، د لوړو بیو، د سون توکو بیو پر زیاتوالي او د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو لپاره په ټول هېواد کې پراخ احتجاجونه وکړي.

دغه اعلان د پارلمان مخې ته د اپوزېسیون تر پارلماني ناستې وروسته په یوې خبري ناسته کې شوی. د ملي اسمبلۍ پخواني مشر اسد قیصر ویلي، د تحریک انصاف ګوند او د پاکستان خلک د عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي‌بي د روغتیا په اړه سخت اندېښمن دي.
هغه وویل، احتجاجونه به د لوړې بیې، د پټرول او ډیزلو د بیو زیاتوالي، د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو او د بنسټیزو بشري حقونو د بېرته ټینګښت لپاره ترسره شي. اسد قیصر تور پورې کړ، چې حکومت د اپوزېسیون پر غړو سیاسي فشارونه زیات کړي او منتخب استازي له دندو ګوښه کېږي.
هغه خبرداری ورکړی، که په پارلمان کې له اپوزېسیون سره اوسنی چلند دوام وکړي؛ نو اپوزېسیون به د اسمبلۍ د عادي چارو د مخنیوي هڅه وکړي. د تحریک انصاف مشرانو راتلونکې بودجه «د بې‌وزلو ضد بودجه» وبلله او ویې ویل، حکومت پر خلکو د نویو مالیو لګولو ته چمتووالی نیسي؛ په داسې حال کې چې ولس له سخت اقتصادي فشار سره مخ دی.
اسد قیصر د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلارې هم نیوکه وکړه او ویې ویل، له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې په سمه توګه نه اداره کېږي او د ناسمو تګلارو له امله ناامني پراخېږي.
بلخوا د پاکستان حکومت اپوزېسیون هم په جلا اعلامیه کې ویلي، چې د جمعې په ورځ به د پاکستان په ټولو ښارونو کې احتجاجي غونډې جوړې شي. د پاکستان حکومت اپوزېسیون ویلي، راتلونکې بودجه به د نړۍوال وجهي صندوق تر اغېز لاندې جوړه شي او پر خلکو به نور اقتصادي بار واچوي.
دوی د عمران خان د روغتیا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې، چې نوموړی دې سملاسي روغتون ته ولېږدول شي او له کورنۍ او دوستانو سره دې د ملاقات اجازه ورکړل شي.
د پاکستان حکومت اپوزېسیون د ټولو سیاسي بندیانو په ګډون د عمران خان، علي وزیر او ډاکټر ماهرنګ بلوڅ د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد جګړه به ډېر ژر پای ته ورسوو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې وینا پر مهال ویلي، چې د ایران پر ضد روانه شخړه به «ډېر ژر» پای ته ورسوي او ټینګار یې کړی چې تهران د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره جدي لېوالتیا ښيي.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې وویل: «موږ به د ایران جګړه ډېر ژر پای ته ورسوو. هغوی په شدت غواړي هوکړه وکړي. له اوسني وضعیت څخه ستړي شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې د ده په باور دا موضوع باید څو لسیزې وړاندې حل شوې وای او تر دې وړاندې باید پرې جدي اقدام شوی وای.

ټرمپ وویل: «دا موضوع باید ۴۷کاله مخکې حل شوې وای. یو چا باید پرې کار کړی وای، او اوس به دا کار وشي او ډېر ژر به وشي.»

د امریکا ولسمشر د نړیوالو اقتصادي اغېزو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په نږدې راتلونکي کې به د نفتو بیې راټیټې شي.

هغه وویل: «تاسو به ووینئ چې د نفتو بیې به راولوېږي. په بازار کې ډېر نفت موجود دي او بیې به په چټک ډول راکمې شي.»

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو په اړه نړیوال بحثونه روان دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي تفاهم یا کړکېچ په اړه اټکلونه دوام لري.

مولانا فضل‌الرحمن: د اسلام‌اباد تګلارو طالبان له ملاتړو څخه په دښمنانو بدل کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د سې‌شنبې په ورځ کراچۍ ښار کې د افغان طالبانو د ادارې په اړه د پاکستان د حکومت پر تګلارو سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې اسلام‌اباد د خپلو سیاستونو له امله طالبان چې «د پاکستان ملاتړي» وو، د دغه هېواد په دښمنانو بدل کړي دي.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د ناسمو سیاسي او امنیتي پرېکړو له امله له جدي کړکېچونو سره مخ شوې دي. د هغه په وینا، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته قومي او جغرافیایي اړیکو د دې لامل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول ترینګلتیا مستقیمې ټولنیزې او اقتصادي پایلې ولري.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد په بېلابېلو دورو کې هڅه کړې چې په افغانستان کې خپل پلوى حکومت رامنځته کړي، خو دا تګلاره نه یوازې ناکامه شوې، بلکې کړکېچونه یې لا پېچلي کړي او بې‌باوري یې زیاته کړې ده.

هغه وویل: «موږ تل هڅه کوله چې په افغانستان کې داسې حکومت واک ته ورسېږي چې د پاکستان پلوی وي. پر برهان‌الدین رباني مو نیوکې کولې، وروسته مو طالبان خپل ملاتړي ګڼل. کله چې هغوی واک ته ورسېدل، موږ هم په رسمیت وپېژندل او هم مو ورته ډیپلوماټیک حیثیت ورکړ».

دغه مذهبي او مشهور پاکستاني سیاستوال چې د طالبانو له کلکو ملاتړو څخه ګڼل کېږي، وویل: «د سپټمبر له یوولسمې وروسته موږ د امریکا ترڅنګ ودرېدو، هغوی ته مو اډې ورکړې، خپله فضا مو ورته پرانیسته او افغانستان څو ځله د بریدونو هدف وګرځېد. له دې سره هم‌مهاله د طالبانو ځینو کسانو ته په پاکستان کې پناه هم ورکړل شوه».

فضل‌الرحمن د پاکستان امنیتي تګلارې باندې په نیوکې سره زیاته کړه چې یوازې پر پوځي لارو چارو تکیه نه یوازې د ستونزو په حل کې ناکامه شوې، بلکې پښتونخوا کې پر ډیورنډ کرښه پرتو سیمو کې یې ناامني نوره هم زیاته کړې ده. هغه د وزیرستان، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان وضعیت د پوځي تګلارې د پایلو بېلګې وبللې.

هغه دا پوښتنه هم وکړه چې څنګه پاکستان په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو مرکزونه پېژندلی شي، خو په خپل هېواد کې د هغوی په پېژندلو کې پاتې راځي.

فضل‌الرحمن زیاته کړه چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره ناکامه شوې او د پوښتنې په ډول یې زیاته کړه چې ولې د افغانستان په اړه ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شوې دي.

دغه پاکستاني سیاستوال د هېواد د بهرنۍ تګلارې د ارزونې لپاره د پارلمان د تړلو دروازو تر شا د ځانګړې غونډې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د پارلمان غړي باید د سیمې له وضعیت څخه خبر کړل شي.

مولانا فضل‌الرحمن د طالبانو یو پیاوړی ملاتړی ګڼل کېږي. هغه کلونه د افغانستان د پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د طالبانو له جګړې ملاتړ کړی دی. فضل‌الرحمن د طالبانو «معنوي پلار» هم بلل کېږي.

د امریکا سنا د ایران پر ضد جګړه کې د ټرمپ د واک محدودولو طرحې پرمخ وړلو سره هوکړه وکړه

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱

د امریکا سنا مجلس د هغې طرحې د پرمخ بیولو له بهیر سره موافقه کړې چې موخه یې د ایران پر ضد د جګړې په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړه‌ییزو واکونو محدودول دي.

د امریکا د سنا دیموکرات غړي کوري بوکر د دې طرحې د پرمختګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سنا غړي باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو په پای کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

بوکر ویلي: «موږ باید خپلې هڅې روانې وساتو او خبرو ته دوام ورکړو، څو سنا په پای کې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.»

راپورونه ښيي چې دا طرحه لا هم د تصویب وروستي پړاو ته نه ده رسېدلې او تر اوسه په رسمي ډول نه ده نافذه شوې.

د امریکا په سیاسي کړیو کې د ایران په اړه د احتمالي پوځي اقداماتو او د ولسمشر د جګړه‌ییزو صلاحیتونو په اړه بحثونه په داسې حال کې دوام لري چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم د نړیوالو پام ځانته اړولی دی.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر: د براکه پر اټومي بټۍ برید ګواښونکې پایلې لرلی شي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د متحده عربي اماراتو د براکه پر اټومي بټۍ مستقیم برید کولای شي ګواښونکې او جدي پایلې ولري.

ګروسي ویلي چې د اټومي تاسیساتو پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام نه یوازې د سیمې د امنیت لپاره خطرناک دی، بلکې د نړیوالې سولې او ثبات لپاره هم جدي ګواښ جوړوي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بحرین استازي هم ویلي چې ایران د ترینګلتیا د زیاتولو لاره غوره کړې او د سیمې پر زیربناوو د بریدونو له لارې د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.

هغه زیاته کړې: «د اماراتو د براکه اټومي بټۍ هدف ګرځول یو خطرناک تحول دی چې د سیمې سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کوي.»

د راپورونو له مخې، د امنیت شورا غړو د منځني ختیځ د وروستیو امنیتي ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د اټومي تاسیساتو د خوندیتوب پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

کارپوهان وایي چې د اټومي بټیو پر وړاندې هر ډول برید کولای شي د پراخې سیمه‌ییزې ناامنۍ او بشري ناورین لامل شي، نو له همدې امله د نړیوالو قوانینو له مخې د داسې تاسیساتو خوندیتوب ځانګړی اهمیت لري.

جی ډي وینس: امریکا د ایران پر اټومي وړتیاوو د دوامدارو محدودیتونو غوښتونکې ده

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی ډي وینس ویلي چې واشنګټن هڅه کوي، د ایران پر اټومي وړتیاوو داسې دوامدار محدودیتونه ولګول شي چې تهران ونه شي کولای په راتلونکو کلونو کې خپل اټومي ظرفیت بېرته ورغوي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا غواړي ایران داسې یو بهیر ومني چې دا تضمین کړي، نه یوازې دا مهال بلکې د راتلونکو کلونو لپاره هم د اټومي وړتیا د بیا رغونې هڅه ونه کړي.

هغه وویل: «موږ یوازې دا نه غواړو چې ایران د اټومي وسلو نه لرلو ژمنه وکړي، بلکې غواړو د داسې یوه بهیر منلو ته هم غاړه کېږدي چې ډاډ ترلاسه شي، نه یوازې اوس او نه یوازې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال، بلکې کلونه وروسته هم ایران د خپل اټومي ظرفیت د بېرته جوړولو هڅه ونه کړي.»

د امریکا د ولسمشر مرستیال زیاته کړه چې واشنګټن په روانو مذاکراتو کې همدې موخې ته د رسېدو هڅه کوي.

وینس همداراز ویلي چې د ایران په اړه هره پرېکړه چې د امریکا ولسمشر یې کوي، اوسنی وضعیت به د تل لپاره دوام ونه لري.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام او احتمالي تفاهم په اړه بحثونه او ډیپلوماتیکې هڅې د نړیوالو د پام وړ موضوع ګرځېدلې دي.