• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ننګرهار کې د دوو خیریه بنسټونو او دوه اتحادیو دفترونه تړلي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې په جلال‌اباد ښار کې یې د دوو خیریه بنسټونو او دوو اتحادیو دفترونه تړلي دي. په ننګرهار کې د طالبانو د عدلیې ریاست ویلي، چې دا اقدام د یادو بنسټونو د قانوني کاري جوازونو د مودې د پای ته رسېدو له امله شوی دی.

نګرهار کې د طالبانو د عدلیې ریاست د انسجام امریت مسوولینو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د جلال‌اباد ښار په بېلابېلو برخو کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د چارو نظارت ترسره کړی دی. د چارواکو په وینا، دغو بنسټونو د خپلو جوازونو د نوي کولو لپاره لازم اقدامات نه وو کړي، چې له همدې امله یې فعالیتونه ودرول شول او دفترونه یې وتړل شول.

د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار د عدلیې ریاست تل هڅه کوي چې له اړوندو بنسټونو او اتحادیو څخه منظم او دوامداره نظارت وکړي. چارواکي وایي، د دې څارنې اصلي هدف دا دی چې د خیریه ټولنو او اتحادیو چارې په اصولي او معیاري ډول پرمخ ولاړې شي.

طالب چارواکو ټینګار کړی چې د ورته نظارتونو له لارې غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې خلکو ته باکیفیته خدمات وړاندې کېږي. د خبرپاڼې له مخې، د ټولو خیریه ټولنو فعالیتونه باید د قانوني چوکاټ مطابق تنظیم شي، ترڅو د خدماتو په وړاندې کولو کې روڼتیا او کیفیت تضمین شي.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

د چاپېریال ساتنې نړیواله غونډه؛ طالبان او هند د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع‌الحق خالص د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د هند له یوه پلاوي سره کتلي دي. دا لیدنه د دیارلسم نړیوال ښاري فورم په څنډه کې شوې او پر دوه اړخیزو همکاریو بحث شوی دی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د اقلیمي بدلون، ښاري پراختیا، د کثافاتو مدیریت او پاکې انرژۍ په تړاو خبرې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د معیاري ښارګوټو د جوړولو او د اقلیمي ننګونو د کمولو لپاره د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د اقلیمي زیانمنتیا او پر ښارونو د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو په اړه هم هر اړخیز بحثونه شوي دي. د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره زیاتوي، چې د هند د پلاوي مشر په چاپېریالي او ښاري برخو کې یې د تخنیکي تجربو پر شریکولو ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د هندي پلاوي مشر همداراز د طالبانو د استازو له رغنده نظریاتو مننه کړې او د دوامدارو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه یې هم کړې ده.

د دیارلسم نړیوال ښاري فورم د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د ښاري پراختیا، اقلیمي بدلون او دوامدارو ښارونو اړوند د تجربو د تبادلې لپاره یو مهم نړیوال بحث بلل کېږي.

افغان خبریال پرویز امین‌زاده د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پولیسو نیولی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱

په پاکستان افغان کډوال خبریال پرویز امین‌زاده د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی. دغه افغان خبریال ته نږدې کسانو ویلې، چې پرویز امین زاده اوس مهال د جبري ستنولو له ګواښ سره مخ دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، امین‌زاده د چهارشنبې په ماښام شاوخوا ۶:۴۵ بجې له خپل کور څخه، چې د راولپنډۍ د ایف-۱۸ اړوند سیمه کې موقعیت لري، نیول شوی دی.

نوموړي ته نږدې کسانو ویلي، چې د هغه نیول کېدل په پاکستان کې د استوګنې د ویزې د اعتبار د پای ته رسېدو له امله شوي او احتمال شته چې د ایستلو د بهیر لپاره د ستنولو مرکز «حاجي کمپ» ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه شوې او د راپورونو له مخې، په دې بهیر کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم شامل دي.

راپورونه ښيي چې پاکستان د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو پالیسۍ ته دوام ورکړی، هغه اقدام چې د ګڼو افغان کډوالو او د بشري حقونو د ملاتړو اندېښنې یې راپارولې دي.

د لوبغاړو د ستاینې مراسم؛ د موتای لوبې افغان اتل یوسف جهانګیر سعودي عربستان ته لاړ

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د موی‌تای افغان اتل محمد یوسف جهانګیر د سعودي عربستان د سپورټي چارواکو په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې ریاض ته تللی دی.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، جهانګیر د اسلامي هېوادونو د هم‌غږۍ په لوبو کې د سرو زرو مډال ګټلو له امله، د ستاینې په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره هلته بلل شوی، چې د مډال ګټونکو ورزشکارانو د قدرونې په موخه جوړ شوي دي.

محمد یوسف جهانګیر د افغانستان د موی‌تای ملي لوبډلې غړی دی. نوموړي د اسلامي هېوادونو د هم‌غږۍ په شپږم پړاو لوبو کې، چې د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره شوې، د سرو زرو مډال ګټلی و.

د طالبانو د سپورټ ادارې زیاته کړې، چې دغه افغان ورزشکار په یادو سیالیو کې د اندونیزیا، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو څخه خپلو حریفانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقام او د سرو زرو مډال خپل کړی و.

طالبان: د ترکیې له لوري افغانانو ته د ۲۰زره کاري ویزو د ورکړې په تړاو خبرونه بې بنسټه دي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې ترکیې ته د افغان کارګرانو د استولو په اړه یې له دغه هېواد سره هېڅ ډول رسمي هوکړه نه ده لاسلیک کړې. دغه وزارت ویلي چې اوسمهال د ترکیې حکومت افغانانو ته د کاري ویزو د ورکړې کوم پروګرام نه لري.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغو اوازو په اړه وضاحت ورکړی، چې ګواکې ترکیه افغانانو ته ۲۰ زره کاري ویزې ورکوي. په اعلامیه کې راغلي چې دا موضوع د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له چارواکو سره د ترکیې د سفیر په لیدنه کې یاده شوې وه، خو دا مهال د کارګرانو د استولو لپاره کوم رسمي تړون شتون نه لري.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ټولو افغانانو څځه په جدي توګه غوښتي چې په دې اړه د خپرو شویو اوازو ښکار نه شي. دغه وزارت ټینګار کړی چې خلک باید د کاري ویزو د ترلاسه کولو په پلمه هېڅ شخص، شرکت او یا کوم بل ادرس ته خپل اسناد او پیسې ورنه کړي.

وزارت په خپله اعلامیه کې روښانه کړې چې د افغان کارګرانو د اعزام مسله یوازې د اوازو تر حده ده او په دې برخه کې هېڅ رسمي پروسه نه ده پیل شوې. د طالبانو حکومت له خلکو غوښتي چې د درغلیو څخه د ځان ساتنې په موخه له هر ډول غیر رسمي معاملو ډډه وکړي او خپلې پیسې او اسناد خوندي وساتي.

تر دې مخکې راپورونه خپاره شوي وو چې ګني ترکیه د مالدارۍ په برخه کې افغانانو ته ۲۰زره کاري ویزې ورکوي.

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د «زوجینو د تفریق اصولنامې» په اړه د نیوکو په غبرګون کې ویلي، چې دغه اصولنامه د کم‌عمره نجونو د ودولو مانا نه لري، بلکې د قضاتو لپاره ده، چې په پخوانیو او پېچلو کورنیو قضیو کې روښانه پرېکړې وکړای شي. هغه ویلي، چې نیوکو ته باید ارزښت ورنه کړل شي.

مجاهد له ملي راډیو ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، دا اصولنامه د اسلامي شریعت له مخې د علماوو له‌خوا جوړه شوې او موخه یې دا ده چې قاضیاند نابالغو د واده په قضیو، د نکاح د صحت، د ماشوم زیږون او مېراث په اړه چې محکمې ته مراجعه کیږي، اسانه او چټکه پرېکړه وکړي.

هغه زیاته کړې چې د حنفي فقهې له مخې پلار او نیکه د نابالغې لور یا لمسۍ په اړه د ولایت حق لري، خو دا صلاحیت شرطونه لري او په وینا یې، پلار یا نیکه باید روغ، مهربان، غیرظالم، له اعتیاد څخه پاک وي او له نجلۍ سره یې روابط خصمانه، نه بلکې دوستانه اوسي.

مجاهد ټینګار کړی چې دا حکم د طالبانو د محاکمو ځانګړې پرېکړه نه، بلکې د اسلامي شریعت موضوع ده خو په خبره یې، دا په دې معنا نه ده چې خلک دې خپلې نجونې په ماشومتوب کې واده کړي.

د طالبانو ویاند ویلي، د هبت‌الله اخوندزاده جلا فرمان شته چې د نجلۍ له رضایت پرته نکاح منع کوي. هغه زیاته کړې، کله چې د نجلۍ اجازه شرط وي، مانا یې دا ده چې نجلۍ باید بالغه وي او د خپل ژوند په اړه د پرېکړې حق ولري.

هغه وویل، « همدا اوس هم چې تاسو افغانستان کې ټلیفونونو ته زنګ ووهئ، له تماس ټینګیدو مخکې به تاسو د هبت الله فرمان واورئ چې وایي هېڅوک حق نه لري چې د نجلۍ له رضایت پرته هغه واده ته مجبوره کړي».

هغه وایي په دې اړه بیل قانون توشیح شوی دی.

مجاهد همداراز ادعا کړې چې د طالبانو محاکمو په تېر کال کې د جبري ودونو، د کم‌عمره ودونو او په بدو کې د نجونو د ورکولو د ګڼو قضیو مخه نیولې ده.

نوموړي ویلي، طالبان د ښځو هغو حقونو ته رسېدنه کوي چې د شریعت له مخې ورکړل شوي، خو د زوجینو د تفریق اصولنامه د عامو خلکو لپاره نه، بلکې د قضاتو لپاره ده، څو په پخوانیو او پېچلو کورنیو قضیو کې روښانه پرېکړې وکړای شي.