د پښتونخوا د دته خېلو سیمې زرګونه کورنۍ د احتمالي پوځي عملياتو له وېرې بېکوره شوې دي

د خیبر پښتونخوا د شمالي وزيرستان د دته خېلو سیمې زرګونه کورنۍ د احتمالي پراخو امنيتي عملياتو له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي. ځايي خلک وايي، له تېرو څو ورځو راهيسې په سيمه کې حالت سخت ترينګلی شوی او د کډو د بارېدو لړۍ شپه او ورځ روانه ده.
