د طالبانو لوی درستیز د بدخشان له ناراضه طالبانو سره د خبرو لپاره نسي ولسوالۍ ته تللی

د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت په دغه ولایت کې د محلي طالبانو ترمنځ د سرو زرو د کانونو د کنټرول پر سر د راولاړې شوې شخړې د هواري لپاره په چورلکه کې نسي ولسوالۍ ته تللی.
