• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په فاریاب کې پر کرنیزو ځمکو او د خلکو پر کورونو غنم خوړونکو حشرو یرغل کړی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۵ GMT+۱

د افغانستان د لوېدیځو او شمال‌لوېدیځو ولایتونو اوسېدونکو پر خپلو کروندو د «کشفک» یا «کفشک» په نوم د یوې غنم خوړونکې حشرې د یرغل له امله اندېښنه ښوولې. هغوی وایي، هره ورځ د دې افت ناورین پراخېږي او د دې حشرې پر وړاندې د مبارزې لپاره د امکاناتو نشتوالي وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

ځینې سیمه‌ییز اوسېدونکي وایي چې دا افت معمولاً د کرنې په موسم کې د منځنۍ اسیا له پولو، په ځانګړي ډول له ترکمنستان، افغانستان ته ننوځي. دغه حشره اوس له کرنیزو ځمکو اوښتې او د خلکو کورونو ته هم داخل شوې ده.

د فاریاب اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویډیوګانې او انځورونه استولي او وضعیت یې بحراني بللی دی. د دوی په وینا، کورونه یې له دغو حشرو ډک شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا غنم خوړونکې حشرې د فاریاب په ګرزیوان، کوهستان، قیصار، شیرین‌تګاب، دولت‌اباد او یو شمېر نورو سیمو کې خورې شوې دي.

همداراز، په هرات او بادغیس کې یو شمېر بزګرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د کشفک حشرې یرغل د دغو ولایتونو په ځینو سیمو کې د غنمو کروندې د له‌منځه تلو له خطر سره مخ کړې دي.

د دوی په وینا، دغو حشرو د هرات د کشک کهنه، کشک رباط سنګي او ګلران ولسوالیو او د بادغیس د اب‌کمري ولسوالۍ پر کروندو برید کړی دی.

د غنموخوړونکي «سن» حشره (Eurygaster integriceps)، چې په افغانستان کې د کشفک یا کفشک په نوم پېژندل کېږي، د غلو دانو، په ځانګړي ډول د غنمو او وربشو لپاره یو له تر ټولو ویجاړوونکو کرنیزو افتونو څخه ګڼل کېږي.

دغه افت د نبات د ودې په بېلابېلو پړاوونو کې د بوټو شیره زبېښي، چې له امله یې بوټي کمزوري او وچېږي. سربېره پر دې، دا حشره د غنمو په دانو کې ځانګړي انزایمونه پرېږدي چې د اوړو کیفیت سخت خرابوي او د ډوډۍ پخولو لپاره یې نامناسب ګرځوي.

د افغانستان په لوېدیځ او شمال‌لوېدیځ کې پر کروندو د کشفک پراخ او بې‌ساری یرغل، د کافي امکاناتو او د افت ضد درملو د نشتوالي له امله، د بزګرانو لپاره په یوه جدي بحران بدل شوی او د هغوی د کلني حاصلاتو او خوراکي امنیت لپاره یې ستر ګواښ رامنځته کړی دی.

د بزګرانو په وینا، دا حشره په ډېر چټکۍ سره ډېرېږي او له کرنیزو محصولاتو تغذیه کوي. دغه حشره ډېر بد بوی لري او پر نباتاتو او سبزیو یې کېناستل د زهري دوا د پاشلو په څېر اغېز کوي.

د دې افت زیان تر دې کچې رسېدلی چې پاتې محصولات ان د څارویو د خوراک لپاره هم بې‌ګټې شوي دي.

د فاریاب یوه زیانمن شوي بزګر افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغې حشرې بد بوی د چینو او څاه‌ګانو اوبه هم د څښلو وړ نه دي پرېښې. زیانمنو بزګرانو د خپلو حاصلاتو د بشپړ له‌منځه تلو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د افت ضد درملو د بېړنۍ مرستې او وېش غوښتنه یې کړې ده.

بل‌خوا، د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې له دې وضعیت خبر دي او د افت پر ضد یې تخنیکي ډلې د مبارزې لپاره سیمو ته استولې دي.

خو بزګران ټینګار کوي چې د دغې حشرې د خپرېدو چټکتیا د ترسره شویو اقداماتو په پرتله ډېره زیاته ده.

افغانستان یو پر کرنې متکي هېواد دی او د دې هېواد ډېری خلک د خپلې معیشت او بقا لپاره پر کرنیزو محصولاتو تکیه لري.

د کشفک یرغل په داسې حال کې رامنځته شوی چې د هېواد کرنیز سکتور لا له وړاندې د پرله‌پسې وچکالیو، ویجاړوونکو سېلابونو او نورو طبیعي افتونو له امله سخت زیانمن شوی دی.

د دغو بحرانونو هم‌مهاله کېدو په شمال او لوېدیځ افغانستان کې د خوراکي ناامنۍ او بې‌وزلۍ د لا زیاتېدو اندېښنې تر ټولو لوړې کچې ته رسولې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي تر اوسه یې پر څه باندې ۳۱ زره راستنو شویو کډوالو د استوګنې نمرې وېشلي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱

د میلیونونو افغان کډوالو له بېرته ستنېدنې سره طالبانو تر اوسه یوازې پر څه باندې ۳۱ زره ستنو شویو کورنیو د استوګنې نمرې وېشلي دي. له دې سربېره طالبانو د کابل په خاک‌جبار ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د نوي استوګنیز ښارګوټي د تفصیلي پلان له تاییدېدو هم خبر ورکړی دی.

د طالبانو له بیا واکمنېد راهیسې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د یو مخیزې اېستنې په لړ کې شاوخوا ۵ میلیونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. په دې کې ډېری یې داسې کورنۍ دي، چې په افغانستان کې هېڅ ډول سرپناه نه‌لري او سمدستي له سرپناه سربېره بشري مرستو ته هم اړتیا لري.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، راستنو شویوکډوالو ته د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۳۱۰۲۵ ته ورسېد او په وینا یې، دا لړۍ لا هم په «چټکۍ» سره دوام لري.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د ځمکو د وېش بهیر به د منظور شویو طرزالعملونو، شفافو معیارونو او عادلانه میکانېزم له‌مخې دوام ومومي، څو مستحقو راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې مناسب فرصتونه برابر شي».

له دې سره سم،د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت په یوې جلا خبرپاڼه کې وايي، د کابل د خاک‌جبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدنې او باعزته ژوند په موخه د نوي استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان تایید او د یاد وزارت د وزیر له لوري لاسلیک شوی دی.

د یاد وزارت د مسوولینو په وینا، په دې ښارګوټي کې ټولې ۴۶۵۲ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوي، چې د اړمنو او راستنو شویو کډوالو کورنیو لپاره به په منظم او شفاف ډول ووېشل شي.

په خاک‌جبار کې د کډوالو ښارګوټی
100%
په خاک‌جبار کې د کډوالو ښارګوټی

د یادونې وړ ده، چې ستنې شوې کورنۍ له طالبانو او نورو مرستندویه بنسټونو په لومړي سر کې د سرپناه غوښتنه لري او بیا د ژوند د دوام لپار مرستو ته سترګې په لاره دي، خو د کډوالو په چارو کې نړۍوال بنسټونه هم په ځلونو ویلي، چې د بودجې د کمښت له امله نه‌شي کولی د ټولو ستنو شویو کډوالو لاسنیوی وکړي.

په سمنګان کې یو ۲۷ کلن ځوان په مرموز ډول وژل شوی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱

د سمنګان ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې یو ۲۷ کلن ځوان د ناپېژاندو کسانو له‌خوا وژل شوی دی.

د سمنګان د امنیه قوماندانۍ طالب ویاند حشمت الله رحیمي ویلي، چې د یاد ځوان جسد پرون د چهارشنبې په ورځ، د غويي په ۳۰مه، د سیمې اوسېدونکو له‌خوا د یوه باغ له دننه موندل شوی دی.

د نوموړي په وینا، تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او د وژنې اصلي انګېزه هم لا نه ده روښانه شوې.

طالب چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او هڅه کېږي چې د عاملانو څرک وموندل شي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې طالبان د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو په وروستیو ورځو کې یو شمېر اوسېدونکو د ناامنۍ، غلاوو او ورته پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن بروکسل ته د طالب پلاوي له ورتګ سره مخالفت څرګند کړی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن د کډوالو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته د طالبانو د بللو پرېکړه سخته غندلې ده. نوموړې ویلي چې اروپايي ټولنه د طالبانو د بشري حقونو د پراخو سرغړونو پر وړاندې د جدي ګامونو اخیستو پر ځای، هغوی ته د خبرو بلنه ورکوي.

مېرمن نیومن پر ایکس خواله رسنۍ کې د ملګرو ملتونو شمېرو ته په اشارې سره لیکلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه میندې او ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. د هغې په وینا، میندې د درملنې لپاره کلینیکونو ته ځي، خو هلته د خوړو د نشتوالي له امله بېرته تش لاس ستنېږي.

د اروپايي پارلمان دې غړې د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې په افغانستان کې خبریالان نیول کېږي، مدني ټولنه ځپل شوې او ښځې په بشپړ ډول له عامه ژونده حذف شوې دي. نیومن ټینګار کړی چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال هغه ټول معیارونه تر پښو لاندې کړي چې اروپايي کمیسیون د بشري حقونو په برخه کې ټاکلي وو.

هانا نیومن، د اروپايي ټولنې پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د دغو کړنو په غبرګون کې د پایلو او جدي اقداماتو پر ځای، دې ډلې ته د غونډو، لاسرسي او سیاسي اهمیت زمینه برابرېږي. نوموړې خبرداری ورکړی چې بروکسل ته د طالبانو بلل د دې ډلې لپاره د سیاسي مشروعیت رامنځته کولو لامل کېږي.

طالبان: سعودي عربستان ته د روان کال د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر نن (چهارشنبه د غويي ۳۰مه) بشپړ شو. دغه بهیر شاوخوا یوه میاشت مخکې پیل شوی وو. سره له دې چې طالبان افغان حاجیانو ته د ښو خدماتو د وړاندې کولو ادعا کوي، خو افغان حاجیان له کمزوري خدماتو شکایت لري.

د طالبانو د د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د چهارشنبې په ناوخته (د غويي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د افغان حاجیانو د انتقال دغه بهیر په دوو پړاوونو کې ترسره شو؛ چې په لومړي پړاو کې یې ۱۴۹۸۴ تنه حجاج د ۴۸ الوتنو له لارې مستقیماً مدینې منورې تهاو په دویم پړاو کې ۱۵۰۱۶ تنه نور د ۴۹ الوتنو په وسیله د جدې هوايي ډګر له لارې مکې مکرمې ته لېږدول شوي دي.

سږکال د افغانستان ټول ۳۰ زرهحاجیان په ۹۷الوتنو کې سعودي عربستان ته انتقال شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، اوس مهال ټول افغان حاجیان المسجد الحرام ته نږدې د محبس الجن مرکزي سیمې په قرارداد شویو معیاري او عصري استوګنیزو ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي او همداراز ډاډ ورکوي، چې د حاجیانو د خدمت، لارښوونې، روغتیايي اسانتیاوو او لازمې همغږۍ په موخه به خپلې هڅې له اړوندو رسمي ادارو او قراردادي شرکتونو سره لا ګړندۍ وساتي.

خو تر دې مخکې یو شمېر افغان حاجیانو د اسانتیاوو له نشتوالي او کمزورو خدمتونو شکایت کړی او په یوې خپرې شوې ویډیو کې ویلي، چې د اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي او کمزوري خدمتونه ورته وړاندې کېږي. د هغوی په وینا، سره له دې چې طالبانو ترې لوړ لګښتونه اخیستي، خو لازم خدمات ورته نه‌دي برابر شوي.

افغان حاجیان د اسانتیاوو د نشتوالي او کمزورو خدمتونو له وړاندې کېدو شکایت لري | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې وړاندې د سویلي ولایتونو یو شمېر حاجیانو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو د حج فریضې اداکولو لپاره منظم ټرانسپورټ نه‌دی چمتو کړی او له حرم څخه ډېر لرې استوګنځایونه ورته نیول شوي دي.

طالبانو په کابل کې پنځه ټنه ناچاوده توکي له‌منځي وړي دي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې په کابل کې یې پنځه ټنه ناچاوده توکي تر کشف کېدو وروسته له‌منځه وړل شوي دي. یادې ادارې زیاته کړې چې دغه ناچاوده توکي د کابل ښار په ګډون له بېلابېلو ولسوالیو څخه راټول شوي وو.

د طالبانو تر ادارې لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې په یو ویډیوي راپور کې زیاته شوې چې په دغو چاودېدونکو توکو کې بېلابېل ډوله مرمۍ شاملې وې. طالبانو دا نه ده روښانه کړې چې دغه ناچاودې مرمۍ له کومې دورې څخه پاتې وې. همدا راز زیاته شوې چې د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې ۵۲۰ چاودېدونکي توکي حنثی شوي دي.

د طالبانو یادې ادارې له خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې د ناچاوده توکو او ماینونو د لیدلو په صورت کې باید د دوی سیمه‌ییزو ادارو ته خبر ورکړي. پر افغانستان د شوروي یرغل پر مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماینونه ځای پر ځای شوي او همدا راز ناچاوده مرمۍ پاتې شوي دي.

دغه مرمۍ وخت ناوخت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې چاودېږي چې خلکو ته مرګ ژوبلې هم اړوي. د دغو ناچاوده چاودېدونکو توکو اکثریت قربانیان ماشومان ګڼل شوي دي. همدا راز د تېر جمهوري نظام پر مهال هم طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پوځیانو او بهرنیو عسکرو ته ماینونه ښخ کړي او ناچاوده پاتې دي.

امنیتي کارپوهان دغه ماینونه د افغانانو د ژوند پر وړاندې یو بل لوی ګواښ ګڼي.