• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا برادر په بلخ کې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت استوګنیز کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښوده

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په بلخ ولایت کې د لاجورد استوګنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښوده. پر دغه۱۴۴۸ اپارتمان لرونکي کمپلېکس خصوصي سکټور شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي.

نوموړي ویلي، طالبان د اقتصادي خپلواکۍ، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب او د زیربنایي پروژو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه کوي او د لاجورد کمپلیکس پروژه یې د دې سیاست یوه مهمه بېلګه وبلله.

ملا برادر د دغې پروژې د پرانیستې مراسمو کې وویل، لکه څنګه چې د قوش‌تېپې کانال، صنعتي فابریکې، د لویو لارو جوړول او د برېښنا تولید پروژې روانې دي، همدارنګه د ښاري پراختیا لپاره د ماسټر پلانونو د نهایي کېدو او عملي تطبیق چارې هم دوام لري.

د هغه په وینا، طالبان ځان مکلف ګڼي چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د ساختماني پروژو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي د دولت او خصوصي سکټور ګډ کار د اقتصادي ثبات او بیارغونې لپاره مهم وباله او له پانګوالو یې وغوښتل چې د ساختماني سکټور ترڅنګ په نورو برخو کې هم پانګونه وکړي.

ملا برادر همداراز وویل چې بلخ ته د خپل سفر پر مهال به له سوداګریزو بندرونو لیدنه وکړي، څو د بندرونو خدمات ۲۴ ساعته فعال شي او صادراتي او وارداتي چارې له ځنډ پرته ترسره شي.

هغه زیاته کړه چې د بېلابېلو سکټوري ادارو مسوولین هم ورسره مل دي، څو په بلخ کې د اقتصادي فعالیتونو، بندري چارو او شته ستونزو ارزونه وکړي او د حل لارې ورته پیدا کړي.

په دې کمپلیکس کې به ۱۴۴۸ عصري اپارتمانونه جوړ شي او نږدې ۷ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

دغه معاونیت وایي ، دغه کمپلیکس به پر ۲۱ جریبه ځمکه جوړ شي او د استوګنیزو ودانیو ترڅنګ به پکې ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، سوداګریزې برخې، شنې ساحې، جومات، د تفریح او ورزش ځایونه او نورې اړینې اسانتیاوې هم موجودې وي.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

ساها ایراني هوايي شرکت د مزار او مشهد ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړې

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د ایران «ساها» هوایې شرکت د مشهد او مزار شریف تر منځ مستقیمې الوتنې پیل کړې. د یاد شرکت مسوول علي حیدري وایي، په لومړنۍ الوتنه کې ۱۳۵ مسافر له مزارشریف څخه مشهد ته لېږدول شوي او د ټکټونو بیې هم تر پخوا ۵۰ سلنه راټیټې شوې دي.

د طالبانو اړوند حریت راډیو د راپور له مخې، د مولانا جلال الدین بلخي نړیوال هوايي ډګر مرستیال عبدالغفار فاروقي د دغو الوتنو پیل د ایران او افغانستان ترمنځ نه یوازې د مسافرو لپاره اسانتیا بللې بلکې ویلي یې دي، چې د سوداګرۍ په برخه کې به هم د خلکو ستونزې راکمې کړي.

نوموړي له نورو نړیوالو هوايي شرکتونو هم غوښتي چې افغانستان ته خپلې الوتنې زیاتې کړي او له بېلابېلو ولایتونو سره مستقیمې الوتنې پیل کړي.

د راپور له مخې په مزار شریف کې د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې مسوول حامد صمیم د ایران او افغانستان ترمنځ مستقیمې الوتنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټولنیزو اړیکو لپاره مهمې وبللې.

مشهد، چې د ایران له مهمو مذهبي او اقتصادي ښارونو څخه شمېرل کېږي، هر کال ډېر افغانان د سوداګرۍ او سیاحت لپاره ورځي.

د یادونې وړ ده چې د ایران د معراج په نوم یوه بل هوايي شرکت الوتکه هم پرون کندهار ته رسېدلې وه.

د طالبانو لوی درستیز د بدخشان له ناراضه طالبانو سره د خبرو لپاره نسي ولسوالۍ ته تللی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په دغه ولایت کې د محلي طالبانو ترمنځ د سرو زرو د کانونو د کنټرول پر سر د راولاړې شوې شخړې د هواري لپاره په چورلکه کې نسي ولسوالۍ ته تللی.

سیمه‌ییزو سرچینو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په لېږلو سره ویلي، چې د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د بدخشان ولایت نسي ولسوالی ته سفر کړی دی.

د فصیح‌الدین فطرت د سفر موخه په یاد ولایت کې د سیمه‌ییزو طالبانو تر منځ د سرو زرو کانونو پر سر د راولاړې شوې شخړې هواری ښودل شوی دی.

په ورته مهال سرچینو ویلي، چې د بدخشان لپاره د طالبانو والي محمد اسماعیل غزنوي هم د سرو زرو د کانونو پر سر د راولاړي شوې شخړې د هواري په موخه مایمي، نسي، کوفاب او شکي ولسوالیو ته سفر کړی دی.
د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له‌مخې، ویل کېږي چې طالبانو د خپلو ځینو سیمه‌ییزو قوماندانانو د نیولو لړۍ هم پیل کړې ده، چې په دې کسانو کې د زابل د طالبانو د مرستیال والي جمعه‌خان فاتح نږدې کسان هم شامل دي.

پر همدغه مهال د افغانستان په شمال ختیځ کې لږ تر لږه څلورو سرچینو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د نظامي وسایطو کاروانونه د بدخشان ولایت پر لور روان دي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي، چې دغه کاروانونه د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار ته په حرکت کې دي. تر اوسه د دغو ځواکونو د شمېر او ماموریت په اړه جزییات نه دي خپاره شوي او طالب چارواکو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا پرمختګ داسې مهال کېږي چې تازه هبت‌الله اخوندزاده پرېکړه کړې چې په بدخشان کې پر کانونو د کنټرول د پیاوړتیا لپاره به سیمې ته زر نور سرتیري واستوي.


ملګري ملتونه: افغان کډوالو ته ډېری داسې ځمکې ورکول کیږي چې د استوګنې لپاره وړ نه دي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام (یو این-هبیتات) مشرې سټیفني لوس په باکو کې د نړیوال ښاري فورم په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې راستنېدونکو او بېځایه شویو کسانو ته ډېری وخت داسې ځمکې ورکول کېږي چې د ژوند لپاره مناسبې نه وي.

لوس چې «له کړکېچ وروسته د راستنېدونکو لپاره د کور جوړونې دایمي حل لارې»تر سرلیک لاندې غونډه کې خبرې کولې، ویلي چې اذربایجان هڅه کوي خپلې ازادې شوې سیمې بشپړې ورغوي او په دې برخه کې د نړۍ لپاره د یوې بېلګې په توګه یادېږي، خو د اذربایجان وضعیت له افغانستان سره ډېر توپیر لري.

هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې راستنېدونکو او بېځایه شویو کسانو ته ډېری وخت داسې ځمکې ورکول کېږي چې د ژوند لپاره مناسبې نه وي.

سټیفني لوس ویلي چې افغانستان یو ښکلی هېواد دی، خو له کلونو راهیسې له بېلابېلو کړکېچونو سره مخ دی. هغې زیاته کړې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په هېواد کې د بشري مرستو اړتیا ډېره شوې ده.

نوموړې همدارنګه له پاکستان سره روانې ستونزې او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو جبري راستنېدل د افغانستان د نفوس د زیاتوالي له مهمو عواملو وبلل.

شهباز شریف: پاکستان له افغانستان سره سوله غواړي خو امنیتي اندېښنې شته

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي اسلام‌اباد غواړي له افغانستان سره، په سوله او ښه ګاونډیتوب کې ژوند وکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو حکومت باید د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد «جدي او عملي اقدامات» وکړي چې دده په وینا، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد بریدونو لپاره کاروي.

شهباز شریف دغه څرګندونې بلوچستان ایالت ته د سفر پرمهال د کوټې «کمانډ اېنډ سټاف کالج» ته په خپله وینا کې کړې دي.

نوموړي ویلي چې ټي ټي پي، داعش خراسان او بي اېل اې هغه ډلې دي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي او باید پر ضد یې اقدام وشي.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو په اړه هم وویل چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ په پایله کې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند ممکن شو او ددوی د هڅو له امله دواړه هېوادونه له ۴۷ کلونو وروسته د مخامخ خبرو مېز ته کښېناستل.

د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د امنیتي مسایلو او د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو پر سر پوځي او لفظي ترینګلتیا زیاته شوې ده. پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

هبت‌الله اخوندازه د طالبانو د مخابراتو پخوانی وزیر د هرات ښاروال ټاکلی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د یادې ډلې د مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مخکینی وزیر مولوي حمدالله نعماني د هرات ولایت د ښاروال په توګه ګومارل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چارشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۳مه اعلان وکړ، چې د هبت‌الله اخوندزاده د حکم له مخې، د هرات پخوانی ښاروال ملا نعمت‌الله حسن د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د فني او مسلکي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله دوه اونۍ وړاندې د غويي پر ۱۳مه مولوي حمدالله نعماني د مخابراتو له وزارت څخه ګوښه کړ او پر ځای یې د یادې ډلې د فاریاب پخوانی ولي ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وزیر په توګه وټاکه.

د فضلي له ټاکل کېدو وروسته، سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړي هڅې پیل کړي، څو په افغانستان کې انټرنټ ته لاسرسی محدود کړي.

دغه راز پر نوموړي تور دی، چې په هلمند ولایت کې یې ښارولۍ ته څېرمه زرغونه سیمه غصب کړې ده او اوس پرې د دیوال راتاوولو هڅه کوي.