اغا خان بنسټ وايي د څه باندې ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت به بېلابېلې پروژې عملي کړي

د اغا خان بنسټ مرستیال عبدالضیا نوري وايي، د اسیا له پراختیايي بانک څخه یې ۵۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي او څه باندې ۳۱ میلیونه ډالره به یې په افغانستان کې د پېښو د ګواښونو د مدیریت په برخو کې ولګوي. د نوموړي په وینا، دغه پروژې به د ۱۱ ولایتونو په ۸۰ ولسوالیو کې پلې شي.
