د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته بلل شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د چارشنبې په ورځ ویلي، ټاکل شوې دغه غونډه د راتلونکې سېشنبې په ورځ په نیویارک کې د نړیوالې سولې او امنیت په اړه جوړه شي.
د نوموړي په وینا، عراقچي ته دا بلنه په داسې حال کې ورکړل شوې چې چین د روانې میاشتې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري پر غاړه لري.
تر اوسه په غونډه کې د عباس عراقچي د ګډون یا نه ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

ایران د چارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې که متحده ایالات پر دغه هېواد برید وکړي، نو جګړه به یوازې د منځني ختیځ تر حدودو محدوده پاتې نه شي، بلکې نورو سیمو ته به هم وغځېږي.
دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون وویل چې نږدې یو ساعت مخکې یې د نظامي عملیاتو د بیا پیل پرېکړه کړې وه، خو په وروستۍ شیبه کې یې د ډیپلوماسۍ لپاره وځنډوله.
د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو خبرې له تېرو شپږو اونیو راهیسې په لویه کچه بېپایلې پاتې شوې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم یوځل بیا تهران ته سفر کړی، څو د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې دوام ومومي.
اسلام اباد تر دې وړاندې هم د خبرو اترو یو پړاو کوربه توب کړی و.
د بلوچستان د بار وړونکو موټرو ټولنې په دغه ایالت کې پر بار وړونکو لاریو د بریدونو په غبرګون بشپړ کاربندیز اعلان کړی دی. د یادې ټولنې مشر حاجي نورمحمد شاهواڼي ویلي، چې پر بار وړونکو لاریو پرلهپسې بریدونو او د امنیت نشتوالي د ټرانسپورټ سکتور ته درانه مالي زیانونه اړولي.
شاهواڼي ویلي، هغه لارۍ چې د کرومایټ او مرمرو په څېر ګران بیه کاني ډبرې لېږدوي؛ پر لویو لارو په وار، وارپه نښه شوې دي. د نوموړي په وینا؛ وسلهوالو ګڼې لارۍ سوځولې، ټایرونه یې خراب کړي او ټرانسپورټي شرکتونو ته یې مېلیونونه کلدارې زیان اړولی دی.
هغه زیاته کړه: «په بلوچستان کې د کاني توکو لېږد اوس د عذاب بڼه خپله کړې ده. نه ایالتي حکومت، نه د کانونو څښتنان او نه هم قراردادیان زموږ همکاري کوي او نه زموږ د زیان جبران کوي».
د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې؛ په وروستیو ورځو کې د مستونګ، خاران، واشک او خضدار په ګډون په بېلابېلو سیمو کې پر لاریو بریدونه شوي دي. دوی وایي، په دغه بریدونو کې شاوخوا ۱۲ لارۍ په نښه شوې، چې اته یې په بشپړه توګه سوځېدلې او پاتې نورو ته سخت زیان اوښتی دی.
د بار وړونکو لاریو ټولنې پرېکړه کړې، چې له دالبندین، نوکنډي، مسلم باغ او لورلایي سیمو څخه به هېڅ لارۍ کرومایټ او مرمر نه باروي. شاهواڼي خبرداری ورکړی، که هر شرکت یا د لارۍ مالک د کاربندیز پرېکړه ماته کړي او کاني توکي ولېږدوي؛ نو د هر ډول زیان پړه به یې پر خپله غاړه وي.
هغه ټینګار وکړ، چې د خوراکي توکو او نورو عامو مالونو لېږد به په عادي ډول روان وي او کاربندیز به یوازې د کاني توکو پر ټرانسپورټ تطبیقېږي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان خبر ورکړی، چې دوی به د شانګهای همکاریو سازمان او د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنې سره د منځنۍ اسیا د امنیت او د افغانستان د وضعیت په اړه ګډه غونډه جوړه کړي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي طالق بېک ماسادیکوف وویل، چې دغه ګډه غونډه به د روان زېږدیز کال په دویمه نیمایي کې ترسره شي. د روسیې ټاس خبري اژانس د سېشنبې په ورځ (د غویي په ۲۹مه) د ماسادیکوف په حواله راپور ورکړی، چې دغه درې سازمانونه په منظم ډول د لوړې کچې لیدنې کوي او د راتلونکې غونډې اصلي تمرکز به د سیمې د امنیتي بدلونونو او د افغانستان د وضعیت ارزونه وي.
دغه غونډه به د درېیو سیمهییزو جوړښتونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شي او موخه یې د ګډو امنیتي ننګونو پر وړاندې د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول دي. د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي زیاته کړه، چې دغه ډول اړیکې به هر کال دوام ولري.
د هغه په وینا؛ دغه ګامونه له سیمهییزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د نړۍوالې همکارۍ د پیاوړتیا په چوکاټ کې اخیستل کېږي. ماسادیکوف دغه څرګندونې د ګډ امنیتي تړون سازمان د هغې غونډې په څنډه کې وکړې، چې «د نړۍوالې سولې او ټیکاو د پیاوړتیا لپاره یوځای» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
دغه غونډه د ویانا په ښار کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان په دفتر کې ترسره شوه. د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي تر دې وړاندې (د غویي په ۵مه) له سرګي شویګو سره هم لیدلي و او د راتلونکو پروګرامونو په اړه یې خبرې کړې وې.
د روسیې د امنیت شورا منشي وړاندې ویلي و، چې اوسمهال په افغانستان کې له ۱۸زرو څخه تر ۲۳زرو پورې وسلهوال فعالیت کوي. هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان وضعیت ته پاملرنه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لپاره «ځانګړی اهمیت» لري.
د ګډ امنیتي تړون سازمان چې «روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان پهکې شامل» دي، د شانګهای همکاریو سازمان چې «چین، روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان او ایران پهکې ګډون لري» او د ګډو ګټو خپلواک هېوادونه چې «روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، اذربایجان او ارمنستان پهکې شامل» دي، د سیمې د امنیتي او سیاسي جوړښتونو له مهمو بنسټونو ګڼل کېږي.
دغه درېیو سازمانونو په وروستیو کلونو کې څو ځله د افغانستان له خاورې د ورپېښو ګواښونو لکه «ترهګرۍ، د نشهيي توکو قاچاق او سرحدي بېثباتۍ» پر وړاندې د ګډې مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې وینا پر مهال ویلي، چې د ایران پر ضد روانه شخړه به «ډېر ژر» پای ته ورسوي او ټینګار یې کړی چې تهران د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره جدي لېوالتیا ښيي.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې وویل: «موږ به د ایران جګړه ډېر ژر پای ته ورسوو. هغوی په شدت غواړي هوکړه وکړي. له اوسني وضعیت څخه ستړي شوي دي.»
هغه زیاته کړه چې د ده په باور دا موضوع باید څو لسیزې وړاندې حل شوې وای او تر دې وړاندې باید پرې جدي اقدام شوی وای.
ټرمپ وویل: «دا موضوع باید ۴۷کاله مخکې حل شوې وای. یو چا باید پرې کار کړی وای، او اوس به دا کار وشي او ډېر ژر به وشي.»
د امریکا ولسمشر د نړیوالو اقتصادي اغېزو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په نږدې راتلونکي کې به د نفتو بیې راټیټې شي.
هغه وویل: «تاسو به ووینئ چې د نفتو بیې به راولوېږي. په بازار کې ډېر نفت موجود دي او بیې به په چټک ډول راکمې شي.»
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو په اړه نړیوال بحثونه روان دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي تفاهم یا کړکېچ په اړه اټکلونه دوام لري.
د امریکا سنا مجلس د هغې طرحې د پرمخ بیولو له بهیر سره موافقه کړې چې موخه یې د ایران پر ضد د جګړې په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړهییزو واکونو محدودول دي.
د امریکا د سنا دیموکرات غړي کوري بوکر د دې طرحې د پرمختګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سنا غړي باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو په پای کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
بوکر ویلي: «موږ باید خپلې هڅې روانې وساتو او خبرو ته دوام ورکړو، څو سنا په پای کې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.»
راپورونه ښيي چې دا طرحه لا هم د تصویب وروستي پړاو ته نه ده رسېدلې او تر اوسه په رسمي ډول نه ده نافذه شوې.
د امریکا په سیاسي کړیو کې د ایران په اړه د احتمالي پوځي اقداماتو او د ولسمشر د جګړهییزو صلاحیتونو په اړه بحثونه په داسې حال کې دوام لري چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم د نړیوالو پام ځانته اړولی دی.