• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هوا پوهنې ادارې خبرداری؛ په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل شوی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه بیړنی خبرداری ورکړی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، اټکل شوې چې سبا په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، پروان، کاپيسا، لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې سخت بارانونه وشي.

د راپور له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو اټکل شوې کچه له ۱۰څخه تر ۳۵ملي‌مترو پورې ښودل شوې ده، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال هم شته.

هوا پوهنې ادارې زیاته کړې چې د هېواد په مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو د الوتو اټکل هم شوی دی. د معلوماتو له مخې، په ځینو سیمو کې د بادونو چټکتیا په یوه ساعت کې له ۵۰تر ۹۵کیلومترو پورې رسېدلی شي.

یادې ادارې له هېوادوالو، په ځانګړي ډول له موټر چلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي او د سېلابونو د خطر پر مهال له سیندونو، خوړونو او نورو خطرناکو سیمو څخه لرې پاتې شي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

نوراحمد اسلام‌جار: تازه مېوې باید له ځنډ پرته په ګمرکونو او سرحدونو کې صادرې شي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار د تازه میوو د صادراتو د بهیر د ښه‌والي په موخه غونډه کې وویل، تازه مېوې باید له ځنډ پرته په ګمرکونو او سرحدونو کې صادرې شي، څو د محصولاتو له ضایع کېدو او سوداګرو او دهاقینو ته له زیان رسېدو مخنیوی وشي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، نوراحمد اسلام‌اجار له اړوند ادارو او د تازه مېوو د صادرونکو ټولنې او یو شمېر سوداګرو سره د تازه مېوو د صادراتو د بهیر د ښه‌والي په موخه غونډه کې وویل، اړوند بنسټونه باید په ګډه هڅه وکړي، څو د تازه مېوو د صادراتو پر وړاندې اداري خنډونه لرې کړي او دغه محصولات په لنډ ممکن وخت کې له ګمرکونو او سرحدونو څخه تېر شي، څو د هغوی له ضایع کېدو مخنیوی وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اسلام‌جار همداراز وړاندیز وکړ، چې سوداګر د صادراتو د اسانتیا او لګښتونو د کمولو لپاره خپل مالونه او محصولات د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې هم ولېږدوي.

د تازه مېوو د صادرونکو ټولنې او سوداګرو د خپلو چارو پر وړاندې د شته ستونزو په بیانولو سره ژمنه وکړه، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د تازه مېوو د لېږد لپاره د واګونونو د پېرلو په برخه کې به همکاري او اړین اقدامات ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان د لارو له بندېدو مخکې د افغانستان تازه میوې او نور محصولات پاکستان او د پاکستان له لارې هند او نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل، خو د یادې لارې له بندېدو وروسته اوس هڅې روانې دي، چې یاد محصولات ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ولیږدول شي.

د کونړ په سرکاڼو کې د کډوالو ښارګوټي پلان؛ مخور وایي ځایي کډوالو ته هم باید نمرې ووېشل شي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ لپاره د استوګنې ښارګوټي پلان په بحث کې دی او د سیمې کډوالو ته د استوګنې د ځمکو د ورکولو وړاندیزونه شریک شوي دي. دا موضوع د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزیر عبدالکبیر سره د سرکاڼو قومي مخورو بحث کړې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو د راستنېدونکو او کډوالو اوسنی وضعیت تشریح کړ او وویل چې ګڼې کورنۍ د دایمي سرپناه اړتيا لري. د هغوی په وینا، په پشد سیمه کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو پلان وړاندې شوی او غوښتنه شوې چې د سیمې کډوالو ته په کې د استوګنې ځمکې ووېشل شي.

مولوي عبدالکبیر ویلي چې راستنېدونکو لپاره په مناسب ځایونو کې ښارګوټي په نظر کې نیول شوي او هڅه روانه ده چې د اړمنو ستونزې هوارې شي. هغه زیاته کړې چې د راستنېدونکو تر څنګ داخلي بې‌ځایه شویو ته هم مرستې لېږل شوي او د لا زیاتو مرستو رسولو لپاره به کار دوام ولري.

د سرکاڼو د قومي مشرانو د وړاندیزونو په تړاو، د طالبانو یاد وزیر زیاته کړې چې موضوع به له اړوندو ادارو سره شریکه کړي او د حل لارې چارې به ولټول شي. وزارت د ځمکو د وېش په اړه د دقیقو میکانېزمونو یا نېټو جزییات نه دي ورکړي.

د کډوالو د ستنېدو او بې‌ځایه کېدو موضوع په وروستیو میاشتو کې زیاته شوې ده. د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، تېر کال شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې څخه بېرته راستانه شوي چې ډېری یې په زوره ایستل شوي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وایي د پولیسو پراخې چاپې او جبري ایستنې د کورنیو د بېلتون او بشري ستونزو لامل شوې دي.

هم‌مهاله ملګرو ملتونو اندېښنه ښوولې چې دا افغان کډوال خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال د سرپناوو له جدي ستونزو سره مخ کېږي او ان د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ورته د کرایي کورونو موندل هم ستونزمن شوي دي.

طالبانو په ننګرهار کې د دوو خیریه بنسټونو او دوه اتحادیو دفترونه تړلي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې په جلال‌اباد ښار کې یې د دوو خیریه بنسټونو او دوو اتحادیو دفترونه تړلي دي. په ننګرهار کې د طالبانو د عدلیې ریاست ویلي، چې دا اقدام د یادو بنسټونو د قانوني کاري جوازونو د مودې د پای ته رسېدو له امله شوی دی.

نګرهار کې د طالبانو د عدلیې ریاست د انسجام امریت مسوولینو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د جلال‌اباد ښار په بېلابېلو برخو کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د چارو نظارت ترسره کړی دی. د چارواکو په وینا، دغو بنسټونو د خپلو جوازونو د نوي کولو لپاره لازم اقدامات نه وو کړي، چې له همدې امله یې فعالیتونه ودرول شول او دفترونه یې وتړل شول.

د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار د عدلیې ریاست تل هڅه کوي چې له اړوندو بنسټونو او اتحادیو څخه منظم او دوامداره نظارت وکړي. چارواکي وایي، د دې څارنې اصلي هدف دا دی چې د خیریه ټولنو او اتحادیو چارې په اصولي او معیاري ډول پرمخ ولاړې شي.

طالب چارواکو ټینګار کړی چې د ورته نظارتونو له لارې غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې خلکو ته باکیفیته خدمات وړاندې کېږي. د خبرپاڼې له مخې، د ټولو خیریه ټولنو فعالیتونه باید د قانوني چوکاټ مطابق تنظیم شي، ترڅو د خدماتو په وړاندې کولو کې روڼتیا او کیفیت تضمین شي.

د چاپېریال ساتنې نړیواله غونډه؛ طالبان او هند د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع‌الحق خالص د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د هند له یوه پلاوي سره کتلي دي. دا لیدنه د دیارلسم نړیوال ښاري فورم په څنډه کې شوې او پر دوه اړخیزو همکاریو بحث شوی دی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د اقلیمي بدلون، ښاري پراختیا، د کثافاتو مدیریت او پاکې انرژۍ په تړاو خبرې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د معیاري ښارګوټو د جوړولو او د اقلیمي ننګونو د کمولو لپاره د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د اقلیمي زیانمنتیا او پر ښارونو د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو په اړه هم هر اړخیز بحثونه شوي دي. د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره زیاتوي، چې د هند د پلاوي مشر په چاپېریالي او ښاري برخو کې یې د تخنیکي تجربو پر شریکولو ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د هندي پلاوي مشر همداراز د طالبانو د استازو له رغنده نظریاتو مننه کړې او د دوامدارو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه یې هم کړې ده.

د دیارلسم نړیوال ښاري فورم د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د ښاري پراختیا، اقلیمي بدلون او دوامدارو ښارونو اړوند د تجربو د تبادلې لپاره یو مهم نړیوال بحث بلل کېږي.

افغان خبریال پرویز امین‌زاده د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پولیسو نیولی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱

په پاکستان افغان کډوال خبریال پرویز امین‌زاده د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی. دغه افغان خبریال ته نږدې کسانو ویلې، چې پرویز امین زاده اوس مهال د جبري ستنولو له ګواښ سره مخ دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، امین‌زاده د چهارشنبې په ماښام شاوخوا ۶:۴۵ بجې له خپل کور څخه، چې د راولپنډۍ د ایف-۱۸ اړوند سیمه کې موقعیت لري، نیول شوی دی.

نوموړي ته نږدې کسانو ویلي، چې د هغه نیول کېدل په پاکستان کې د استوګنې د ویزې د اعتبار د پای ته رسېدو له امله شوي او احتمال شته چې د ایستلو د بهیر لپاره د ستنولو مرکز «حاجي کمپ» ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه شوې او د راپورونو له مخې، په دې بهیر کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم شامل دي.

راپورونه ښيي چې پاکستان د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو پالیسۍ ته دوام ورکړی، هغه اقدام چې د ګڼو افغان کډوالو او د بشري حقونو د ملاتړو اندېښنې یې راپارولې دي.