• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین او روسیې له کابل سره په ترهګرۍ ضد هڅو کې د همکارۍ ډېرولو غوښتنه کړې

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۴:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۳ GMT+۱

روسیې او چین په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې ترهګر لا هم د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې له کابل سره د ترهګرۍ ضد همکاری پیاوړې کړي.

د روسیې او چین ولسمشرانو تر لیدنې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ترهګري د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ بللی او له نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو یې غوښتي چې له کابل سره د ترهګرۍ ضد دوه اړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ پیاوړې کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دواړو هېوادنو د افغانستان د ترهګرۍ ضد هڅو ملاتړ کړی او ژمنه یې کړې، چې د مسکو فارمټ، د روسیې ـ چین ـ ایران ـ پاکستان څلور اخیزې ډلې او د شانګهای د همکارۍ له لارې به د افغانستان د مسایلو په اړه همغږي زیاته کړي.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: افغان کډوالو ته ډېری داسې ځمکې ورکول کیږي چې د استوګنې لپاره وړ نه دي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام (یو این-هبیتات) مشرې سټیفني لوس په باکو کې د نړیوال ښاري فورم په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې راستنېدونکو او بېځایه شویو کسانو ته ډېری وخت داسې ځمکې ورکول کېږي چې د ژوند لپاره مناسبې نه وي.

لوس چې «له کړکېچ وروسته د راستنېدونکو لپاره د کور جوړونې دایمي حل لارې»تر سرلیک لاندې غونډه کې خبرې کولې، ویلي چې اذربایجان هڅه کوي خپلې ازادې شوې سیمې بشپړې ورغوي او په دې برخه کې د نړۍ لپاره د یوې بېلګې په توګه یادېږي، خو د اذربایجان وضعیت له افغانستان سره ډېر توپیر لري.

هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې راستنېدونکو او بېځایه شویو کسانو ته ډېری وخت داسې ځمکې ورکول کېږي چې د ژوند لپاره مناسبې نه وي.

سټیفني لوس ویلي چې افغانستان یو ښکلی هېواد دی، خو له کلونو راهیسې له بېلابېلو کړکېچونو سره مخ دی. هغې زیاته کړې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په هېواد کې د بشري مرستو اړتیا ډېره شوې ده.

نوموړې همدارنګه له پاکستان سره روانې ستونزې او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو جبري راستنېدل د افغانستان د نفوس د زیاتوالي له مهمو عواملو وبلل.

شهباز شریف: پاکستان له افغانستان سره سوله غواړي خو امنیتي اندېښنې شته

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي اسلام‌اباد غواړي له افغانستان سره، په سوله او ښه ګاونډیتوب کې ژوند وکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو حکومت باید د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد «جدي او عملي اقدامات» وکړي چې دده په وینا، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد بریدونو لپاره کاروي.

شهباز شریف دغه څرګندونې بلوچستان ایالت ته د سفر پرمهال د کوټې «کمانډ اېنډ سټاف کالج» ته په خپله وینا کې کړې دي.

نوموړي ویلي چې ټي ټي پي، داعش خراسان او بي اېل اې هغه ډلې دي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي او باید پر ضد یې اقدام وشي.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو په اړه هم وویل چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ په پایله کې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند ممکن شو او ددوی د هڅو له امله دواړه هېوادونه له ۴۷ کلونو وروسته د مخامخ خبرو مېز ته کښېناستل.

د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ په وروستیو میاشتو کې د امنیتي مسایلو او د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو پر سر پوځي او لفظي ترینګلتیا زیاته شوې ده. پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

هبت‌الله اخوندازه د طالبانو د مخابراتو پخوانی وزیر د هرات ښاروال ټاکلی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د یادې ډلې د مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مخکینی وزیر مولوي حمدالله نعماني د هرات ولایت د ښاروال په توګه ګومارل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چارشنبې په ورځ، د غويي پر ۱۳مه اعلان وکړ، چې د هبت‌الله اخوندزاده د حکم له مخې، د هرات پخوانی ښاروال ملا نعمت‌الله حسن د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د فني او مسلکي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله دوه اونۍ وړاندې د غويي پر ۱۳مه مولوي حمدالله نعماني د مخابراتو له وزارت څخه ګوښه کړ او پر ځای یې د یادې ډلې د فاریاب پخوانی ولي ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وزیر په توګه وټاکه.

د فضلي له ټاکل کېدو وروسته، سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړي هڅې پیل کړي، څو په افغانستان کې انټرنټ ته لاسرسی محدود کړي.

دغه راز پر نوموړي تور دی، چې په هلمند ولایت کې یې ښارولۍ ته څېرمه زرغونه سیمه غصب کړې ده او اوس پرې د دیوال راتاوولو هڅه کوي.

سرچینې: طالبانو بدخشان ته خپل اضافي نظامي ځواکونه استولي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د افغانستان په شمال ختیځ کې لږ تر لږه څلورو سرچینو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د نظامي وسایطو کاروانونه د بدخشان ولایت پر لور روان دي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي، چې دغه کاروانونه د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار ته په حرکت کې دي. تر اوسه د دغو ځواکونو د شمېر او ماموریت په اړه جزییات نه دي خپاره شوي او طالب چارواکو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا پرمختګ داسې مهال کېږي چې تازه هبت‌الله اخوندزاده پرېکړه کړې چې په بدخشان کې پر کانونو د کنټرول د پیاوړتیا لپاره به سیمې ته زر نور سرتیري واستوي.

لا نه ده روښانه شوې چې نوي استول شوي کاروانونه له همغه پلان سره تړاو لري که جلا ماموریت لري.

بدخشان په وروستیو ورځو کې د امنیتي او سیاسي تحولاتو شاهد دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په دې وروستیو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې د دوی کمانډو ځواکونه د بدخشان په څو غرنیو سیمو کې حضور لري.

بل خوا، په دغه ولایت کې د کانونو د استخراج پر ځینو شرکتونو د طالبانو د عملیاتو راپورونه هم خپاره شوي دي. ویل کېږي دغو شرکتونو مخکې د بدخشاني طالبانو له ځینو کړیو سره تړاو درلود.

همداراز، په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو وروستیو اقداماتو د ځینو بزګرانو غبرګونونه هم راپارولي دي.

ځايي سرچینې وایي، د بزګرانو د احتمالي اعتراضونو د کنټرول لپاره هم د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو راپورونه موجود دي.

طالبانو په بلخ او بغلان ولایتونو کې ۸ تنه د غلا په تور نیولي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ د کشفي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه وسله‌وال غله نیولي. د یاد وزارت په وینا، دغو کسانو په بېلابېلو غلاوو کې لاس درلود.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلې، دغه کسان چې د مزارشریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې له وسلو سره نیول شوي تر دې مخکې یې له یوه کور څخه نغدې پیسې او سره زر هم غلا کړي وو.

خبرپاڼه زیاتوي چې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې درې نور کسان هم نیول شوي، چې د ډنډ شهاب‌الدین سیمې څخه یې دوې غواوې غلا کړې وې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.