• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سهیل اپریدي ته یو وار بیا په اسلام‌اباد کې له عمران خان سره د ملاقات اجازه نه‌ده ورکړل شوې

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۸:۰۲ GMT+۱

د اسلام‌‌اباد پولیسو یو وار بیا د سې‌شنبې په ورځ (د غویي ۲۹مه) هغه مهال اډیاله زندان ته د خېبر پښتونخوا د سر وزیر سهیل اپریدي د ننوتو مخه نیولې، چې غوښتل یې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره وګوري.

هغه د عمران خان له خویندو او د تحریک انصاف یوشمېر مشرانو سره یو ځای د نوموړي لیدو ته روان و؛ خو پولیسو د اسلام‌اباد په چونګي نمبر ۲۶ سیمه کې د هغه کاروان ودراوه. وروسته د یاد ګوند پلویانو هلته احتجاجي ناسته هم وکړه.
وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجا، بیرسټر ګوهر علي خان او د بشرا بي‌بي لوڼې هم اډیاله زندان ته ورسېدې؛ خو هغوی ته هم د ملاقات اجازه ورنه کړل شوه. سهیل اپریدي ویلي، دغه ډول چلند له جمهوري اصولو سره په ټکر کې دی او د فدرالي یووالي پر وړاندې تبعیضي چلند ښيي.
په همدې حال کې د اډیاله زندان سرچینو ویلي، د عمران خان طبي معاینه هم شوې او ډاکټرانو یې د سترګې او عمومي روغتیايي وضعیت ارزولی دی.
له بل پلوه تحریک انصاف ګوند او د پاکستان حکومت اپوزېسیون اعلان کړی، چې د جمعې په ورځ به د عمران خان د خلاصون، د لوړو بیو، د سون توکو بیو پر زیاتوالي او د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو لپاره په ټول هېواد کې پراخ احتجاجونه وکړي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟