د روسیې سفیر: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا سیمهییزه سوداګري زیانمنوي

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ پي خیروف ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ترینګلتیا نه یوازې سیمهییزه سوداګري زیانمنه کړې؛ بلکې مهمې اقتصادي او د انرژۍ پروژې یې هم له ځنډ سره مخامخ کړې دي.
