• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په شانګله کې د کان کېندنې پرمهال دوه کان کېندونکي مړه او بل ټپي شوی دی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په شانګله ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوه کان کېندونکي مړه او یو بل ټپي شوی دی. لومړۍ پېښه د اخوروال د سکرو کانونو په پنځم کان کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دوه کان کېندونکي د کان دننه د کار پرمهال د خاورو او ډبرو لاندې بند پاتې شول.

ځايي چارواکو ویلي، ژغورنې ډلې، نور کان‌کېندونکي او د سیمې اوسېدونکي سملاسي د ژغورنې لپاره ورغلل او له څه باندې دوو ساعتونو هڅو وروسته یې دواړه کان کېندونکي را واېستل. په یاده پېښه کې یو کان کېندونکی مړ او یو بل ټپي شوی دی.
په دویمه پېښه کې چې د چپرمشتي په سیمه کې شوې، یو کان کېندونکی په‌کې مړ شوی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

اسرايیلي رسنۍ: د ایران حکومت د سقوط احتمال لا هم مطرح دی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۸ GMT+۱

اسراییلي ورځپاڼې «اسراییل هیوم» د یوه اسراییلي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د ایران حکومت لا هم «نه ده درک کړې چې پر ایران څه تېر شوي» او د تل‌ابیب چارواکي د ایران د حکومت د سقوط احتمال لا هم ممکنه سناریو ګڼي.

د راپور له مخې، یاد اسراییلي چارواکي ادعا کړې چې ایران په تېرو کلونو کې لبنان، عراق او یمن د وروسته پاتېوالي پر لور سوق کړي او اوس خپله هم له ورته وضعیت سره مخ شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې په اورشلیم کې ځینې چارواکي باور لري چې د اوسني پړاو له پای ته رسېدو وروسته، په ایران کې د اعتراضونو د بیا پیل امکان هم شته.

په راپور کې راغلي، چې د وروستیو شخړو له امله ایران ته اوښتي زیانونه د پام وړ دي او اټکل کېږي چې د دوو پړاوونو نښتو پر مهال د ایران اقتصادي زیانونه شاوخوا ۳۰۰میلیارده ډالرو ته رسېدلي وي.

دا څرګندونې او راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې په سیمه کې د امنیتي او سیاسي تحولاتو په اړه اندېښنې زیاتې شوې او د ایران د کورنیو او بهرنیو شرایطو په اړه بېلابېل تحلیلونه وړاندې کېږي.

مسعود پزشکیان: د فشار له لارې د ایران تسلیمول یوازې یو خیال دی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د فشار او اجبار له لارې د ایران د تسلیمولو هڅه «یوازې یو خیال» دی او ټینګار یې کړی چې متقابل درناوی د جګړې په پرتله ډېر معقول، خوندي او دوامدار انتخاب دی.

پزشکیان په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې ایران تل خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شوی او د جګړې د مخنیوي لپاره یې بېلابېلې لارې ازمویلې دي.

هغه لیکلي: «اسلامي جمهوریت تل خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شوی او د جګړې د مخنیوي لپاره یې ټولې لارې ازمویلې دي؛ زموږ له لوري لا هم ټولې لارې پرانیستې دي.»

د ایران ولسمشر زیاته کړې، چې د زور او فشار له لارې د ایران تسلیمول ناشونی کار دی او دا ډول تصور له واقعیت څخه لرې دی.

هغه ټینګار کړی: «په ډیپلوماسۍ کې متقابل درناوی د جګړې په پرتله ډېر هوښیار، خوندي او دوامدار انتخاب دی.»

د پزشکیان دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو، احتمالي خبرو او سیمه‌ییزو امنیتي تحولاتو په اړه بحثونه لا هم دوام لري.

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۳ GMT+۱

تاجکستان د مسکو له دونسکوي هدیرې نه د یوه افغان او پښتون اتل نثار محمد او دوو نورو تاجکستاني اتلانو د قبرونو خاورې او ایرې د یولړ مراسمو په ترڅ کې د دوشنبې ښار لُچوب هدیرې ته انتقال کړې. نثارمحمد یوسفزی د تاجکستان د پوهنې بنسټګر او ددغه هېواد د جوړېدو غورځنګ مخکښ غړی بلل کیږي.

په دغو مراسمو کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ګډون درلود.

تاجک چارواکو دا ګام د دولت د هغې پالیسۍ برخه وګڼله، چې هدف یې د تاریخي عدالت بیا رغونه او د ملي حافظې ساتنه ده.

په دغو مراسمو کې روسي چارواکو میخایل ګالوزین او میخایل شفیدکوی په خپلو ویناوو کې وویل چې دغو شخصیتونو د شوروي اتحاد په اډانه کې د تاجکستان د جمهوریت د جوړېدو په بهیر کې مهم رول لوبولی دی.

نثارمحمد یوسفزی په ۱۸۹۷ کال کې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ولسوالۍ کې د یوسفزیو پښتنې قبیلې په یوې کورنۍ کې وزېږېد.

په ۱۹۱۹ کال کې، چې په افغانستان کې د امان‌الله خان په مشرۍ د انګریزانو پر ضد درېیمه افغان–انګلیس جګړه پیل شوه، نثار محمد له افغان پوځ سره یو ځای شو. هغه د خپلې زړورتیا له امله د افغانستان د شجاعت نښان ترلاسه کړ.

وروسته پر نثار محمدخان د اعدام حکم صادر شو او د تعقیب له امله افغانستان ته لاړ. هغه لومړی کابل او بیا د امان الله خان په هڅونه تاشکند ته لاړ.

نثار محمد په دوشنبه ښار کې د نظامي پوهنتون استاد و او د «جمهوري خودمختار تاجکستان» له اعلان وروسته، ددغه هېواد د پوهنې معمار ګڼل کېده.

په ۱۹۳۷ میلادي کال کې د ستالین د «لویو تصفیو» پر مهال نثار محمد د شوروي داخلي امنیتي ادارې (NKVD) د سیاسي تورونو پر بنسټ ونیوه او وروسته ووژل شو.

د لنډي کوتل سیمه‌ییزو مشرانو د تورخم لارې تړل پاتې کېدو پرېکړه «اقتصاد وژنه» ګڼلې ده

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل سیمه کې د سیاسي‌ ګوندونو مشرانو، قومي مخورو، سوداګرو او د ترانسپورټي ټولنو غړو په یوې اعتراضي غونډه کې د تورخم لارې تړل پاتې کېدو پرېکړه «اقتصاد وژنه» ګڼلې او له پاکستان حکومت نه یې د ژر پرانیستو غوښتنه کړې ده.

ویناوالو په یاده غونډه کې ویلي، چې د تورخم لارې بندېدو له امله د سیمې اقتصادي وضعیت اغېزمن شوی، زرګونه کسان بې‌روزګاره شوي او کاروبارونه ټکني شوي دي. دوی له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره ټولې تړلې لارې د سوداګرۍ او تګ‌راتګ لپاره پرانیزي؛ ترڅو یادې ستونزې حل شي.

ویناوالو ویلي: «د تورخم لارې دوامداره تړل پاتې کېدو دوه اړخیزه سوداګري سخته اغېزمنه کړې او ملي خزانې ته هم د مېلیاردونو روپیو زیان اوښتی دی. په افغانستان کې ګڼ شمېر پاکستاني موټر چلوونکي او بار وړونکي موټرونه له څو میاشتو راهیسې بند پاتې دي او باید ژر تر ژره پاکستان ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي».

په غونډه کې ټینګار شوی، چې پاکستان دې په دې برخه کې عملي اقدام وکړي او د لارې په خلاصېدو کې دې خپل رول ادا کړي؛ ترڅو په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه عادي حالت ته راوګرځي. د غونډې ګډونوالو خبرداری ورکړی، که د تورخم لاره ژر خلاصه نه‌شي نو پراخ لاریونونه به پيل کړي.

د پښتونخوا د دته خېلو سیمې زرګونه کورنۍ د احتمالي پوځي عملياتو له وېرې بې‌کوره شوې دي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د شمالي وزيرستان د دته خېلو سیمې زرګونه کورنۍ د احتمالي پراخو امنيتي عملياتو له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي. ځايي خلک وايي، له تېرو څو ورځو راهيسې په سيمه کې حالت سخت ترينګلی شوی او د کډو د بارېدو لړۍ شپه او ورځ روانه ده.

راپورونه ښيي، چې یادې سیمې ته غځېدلې مهمې لارې تړل شوې، بازارونه بند دي او خلک د خوراکي توکو، درملو او نورو لومړنيو اړتیاوو له کمښت سره مخ شوي دي. ځايي اوسېدونکي وايي، ښځې، ماشومان او سپين ږېري له ناوړه وضعیت سره مخ دي او ګڼې کورنۍ له سامان پرته په بیړه له خپلو مېنو وځي.

بل لور ته د پاکستان حکومت اړوندو سرچينو اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي، چې د وسله‌والو د احتمالي حضور له امله امنيتي تدابير سخت شوي او دغه اقدامات د ولس د خوندیتوب لپاره اړین دي.

خو ځايي خلک د مرستو د نشتوالي او په وار، وار د بې‌ځايه کېدو له امله اندېښمن دي او له حکومته د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کوي.