د بلوچستان په چاغۍ ولسوالۍ کې د درېيو کسانو جسدونه موندل شوي

د بلوچستان ایالت د چاغۍ ولسوالۍ له سياه جنګ سيمې نه د درېيو کسانو سخت زيانمن شوي جسدونه موندل شوي، چې تر لومړنيو قانوني او طبي چارو وروسته د دالبندين پرنس فهد روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یاد روغتون ادارې ويلي، جسدونه دومره خراب شوي وو چې سملاسي پېژندنه يې ناشونې وه.
د دغه روغتون مشر ډاکټر لونګ خان عیسیٰزي په وینا؛ د مړو شویو کسانو پېژندنه به د عدلي طب معاينو تر بشپړېدو وروسته وشي.
د دالبندين مرستيال کمېشنر طاهرخان سنجراني ويلي، جسدونه به د لا نورو معاينو او پېژندنې لپاره د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ته ولېږدول شي. د ځايي ادارې په وينا؛ جسدونه لومړی د دالبندين ډي اېچ کيو روغتون ته وړل شوي وو؛ خو د نه پېژندنې له امله پرېکړه وشوه، چې د نورو پلټنو لپاره کوټې ته ولېږدول شي.
