دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د افغان کډوالو د غوښتنلیکونو پر وړاندې د جرمني حکومت پر چلند، په ځانګړي ډول د مجرده نارینهو د منلو کچې پر کمېدو سختې نیوکې وکړې. پرو ازول په جرمني کې یو پېژندل شوی د بشري حقونو سازمان دی، چې د پناه غوښتونکو، کډوالو او هغو کسانو د حقونو دفاع کوي چې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
دغه بنسټ ویلي، چې په تېر یوه کال کې د مجردو افغان نارینهو د پناه غوښتنې د منلو کچه په څرګند ډول راکمه شوې؛ خو په افغانستان کې وضعیت لاهم کړګېچن دی. پرو ازول ویلي، چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې «بامف» اداره «د طالبانو خپلسری چلند» له پامه غورځوي او داسې انګیري، چې د یادې ډلې قضايي چلند منطقي دی. دغه سازمان یاده تګلاره «شرموونکې» بللې ده.
د افغانستان د وضعیت نوې ارزونه
دغه بنسټ همداراز ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن دی؛ د جرمني د کډوالۍ اداره په ډېری مواردو کې د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو مخه نه نیسي. ورته مهال طالبانو خپله «ناقانونه، خپلسرې او تاوتریخجنه واکمني» نوره هم پراخه کړې ده.
خو د دغه سازمان شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۶کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو عمومي کچه شاوخوا ۸۹ سلنه وه. داسې ښکاري، چې د دغه توپیر لامل د اروپا د عدالت محکمې پرېکړه ده، چې له مخې یې افغان ښځې او د هغوی د کورنۍ غړي باید د جرمني حکومت د کډوالۍ ملاتړ څخه برخمن شي.
د پرو ازول اجرایوي مشرې هلن رزنه ویلي، چې د جرمني حکومت باید د افغانستان وضعیت له سره وارزوي. د هغې په وینا؛ په افغانستان کې د بشري حقونو او انساني وضعیت خرابوالی باید تحریف یا کمارزښته ونه ښودل شي.
پرو ازول اندېښنه لري، چې د پناه غوښتونکو د اېستلو په اړه د جرمني او طالبانو همکاري ان که د امنیت په پلمه هم وي؛ د طالبانو د ډیپلوماتیک دریځ د لوړولو لامل به شي. مېرمن رزنه وویل، جرمني د پناه غوښتونکو د اېستلو لپاره داسې یو رژیم عادي کوي چې ښځې یې په بشپړ ډول له خپلو حقونو محرومې کړې دي او مخالفین په سیستماتیک ډول څاري. هغې دغه کار د بشري حقونو له نظره ویجاړوونکی او د بهرني سیاست له پلوه ناسم وباله.
دغه سازمان ویلي، چې طالبان باید د څار او ځورونې د عامل په توګه جدي وپېژندل شي او له دې ډلې سره هر ډول همکاري باید ودرول شي. پرو ازول همداراز غوښتنه کړې، هغه افغانان چې په جرمني کې د «دولدونګ» سند لري؛ باید د اغېزمنې استوګنې حق او د کار اجازه ترلاسه کړي.
«دولدونګ» په جرمني کې هغه سند دی، چې یو کس ته د دایمي استوګنې اجازه نه ورکوي؛ خو د لنډمهال لپاره یې اېستل ځنډوي.
بامف ادارې کې د طالبانو د استازي د حضور پر سر لانجه
په دې وروستیو کې د جرمني «زد ډي اف» شبکې راپور ورکړی، جرمن چارواکو د افغانانو د اېستلو بهیر په تړاو څو ځله د طالبانو د یوه استازي کوربهتوب کړی چې دغه ناستې د بن په ښار کې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې (بامف) په ودانۍ کې ترسره شوې دي.
د راپور له مخې؛ په بن کې د طالبانو کونسل سید مصطفی هاشمي (د وري میاشتې په ۲۹مه) د بامف ادارې په دفتر کې حاضر شوی و. زد ډي اف لیکلي، دغه حضور د هغو کسانو د پېژندنې او د پاسپورټ اسنادو د برابرولو د بهیر په چوکاټ کې ترسره شوی چې د اېستلو له شرایطو سره برابر دي.
بامف ویلي، چې د طالبانو د استازي بلنه د فدرالي پولیسو د اقدام په چوکاټ کې شوې وه او خپله اداره پهکې ښکېله نه وه. د بامف په وینا؛ دغه ډول اقدام سږکال د بن ښار په دفتر کې درېیم ځل ترسره شوی دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، د بامف هغه ودانۍ چې له عامو مراجعینو جلا ده، د دغه ډول غونډو لپاره مناسبه وه او د فدرالي او ایالتي ادارو ترمنځ د داسې ځای برابرول یوه عادي چاره ده.
یاد وزارت زیاته کړې، د بامف په ودانۍ کې د دغه غونډې جوړول په دې معنا نهده چې په دغه اداره کې د افغانستان استازولي جوړه شوې ده. د جرمني حکومت له ډېر وخت راهیسې د طالبانو د دوو استازو د منلو له امله له نیوکو سره مخ دی.
جرمني ویلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نهلري؛ بلکې د کونسلګرۍ د چارو د ترسره کولو او د ځینو افغانانو د اېستلو د بهیر پرمخ وړلو لپاره شوې ده. د بشري حقونو سازمان پرو ازول هم پر یادې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په جرمني کې مېشت افغانان باید د پاسپورټ او کونسلګرۍ اسنادو ترلاسه کولو لپاره د طالبانو استازو ته ونه لېږل شي.
دغه سازمان د جرمني له حکومته غوښتي، چې افغانانو ته بدیل اسناد صادر کړي؛ څو هغوی اړ نهشي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې استازولیو سره اړیکه ونیسي. تېره اوونۍ (د غویي ۲۵مه) یوشمېر افغانانو د جرمني په بن ښار کې د بامف ادارې مخې ته لاریون وکړ. د یاد لاریون تنظیموونکو د جرمني له حکومته وغوښتل، چې له طالبانو سره همکاري ونه کړي.
هغوی د بامف په دفتر کې د طالبانو د استازي حضور طالبانو ته د رسمیت ورکولو یوه بڼه وبلله. زرغون ګوند د بن ښار څانګې هم د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو د استازي حضور د اندېښنې وړ بللی دی.
دغه ګوند ویلي، چې د بن په کونسلګرۍ کې د طالبانو د استازي حضور بشري حقونه کمزوري کوي او کولای شي د افغان پناه غوښتونکو لپاره ګواښونه رامنځته کړي. د جرمني د پارلمان یو غړی او سیاستوال مارسل امرېش وویل، چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر طالبان د هېواد دولتي چارو ته دننه کړي او له مستقیمو اړیکو سره داسې یو رژیم عادي کوي، چې «د ترهګرۍ استازیتوب کوي، بشري حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کوي او ښځې په سخت ډول ځپي».
مارسل امریش همداراز خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د استازو حضور د جرمني په دولتي جوړښتونو کې «لوی امنیتي ګواښونه» لري. هغه د اېستلو له ګواښ سره مخ کسانو د وېرولو او د معلوماتو د افشا کېدو احتمال یاد کړ او دغه اقدام یې له سیاسي پلوه «نامسوولانه» وباله.