• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سهیل اپریدی: اډیاله زندان مخې ته پر احتجاج کوونکو ډزې شوې دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپريدي او د عمران خان خور عليمه خان ادعا کړې ده، چې د اډیاله زندان مخې ته د احتجاجي ناستې پر ګډونوالو ډزې شوې او یوشمېر کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

اپريدي د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۳۰مه) یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال ویلي، هغه کاروان چې د عمران خان سره د لیدنې لپاره اډیاله زندان ته روان و؛ اسلام‌اباد ته تر ننوتو وروسته ودرول شو او وروسته ګډونوالو د چونګي نمبر ۲۶ په سیمه کې احتجاجي ناسته وکړه.

هغه ادعا وکړه، چې د ناستې د ختمولو لپاره پر ګډونوالو ډزې وشوې. نوموړي وویل، په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا ټول پاکستان ته ګاز ورکوي؛ خو په بدل کې یې د دوی له استازو سره ناسم چلند کېږي.

اپريدي زیاته کړه، دوی یوازې دا غوښتنه لري چې عمران خان ته دې په شفا نړۍوال روغتون کې درملنه ورکړل شي. هغه ادعا کړې، چې عمران خان د ښۍ سترګې د لید پراخه کچه له لاسه ورکړې ده.

بل لور ته عليمه خان وویل، چې د هغه پر ضد قضیې په خپلواکه توګه نه اورېدل کېږي او نوموړی له میاشتو راهیسې په انفرادي خونو کې ساتل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزېسیون ټلوالې او تحریک انصاف ګوند د جمعې په ورځ په ټول پاکستان کې د عمران خان د خلاصون، د بیو لوړوالي او نورو ستونزو په اړه د پراخو احتجاجونو اعلان کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني پولیسو په بلوچستان کې ۲۸ افغان کډوال نیولي دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۱

د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ اړوند په سنګۍ سیمه کې پولیسو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۲۸ افغان کډوال نیولي دي. پولیسو ویلي، نیول شوي کسان په پټه توګه په سیمه کې مېشت وو او د عملیاتو پرمهال له کرنیزو ځمکو څخه نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا؛ په دغه کسانو کې د بېلابېلو عمرونو وګړي شامل دي. پولیسو ویلي، تر لومړنیو قانوني پړاوونو وروسته به ټول نیول شوي کسان د نورو قانوني اقداماتو لپاره د پاکستان د څېړنې فدرالي ادارې ته وسپارل شي.

پاکستاني پولیسو تېره ورځ هم د بلوچستان ایالت د تربت، دښتې، سري کهن او شاوخوا سیمو په بېلابېلو برخو کې ۷۰ افغانان نیولي وو. پاکستاني چارواکي وایي، دغه کسانو غوښتل د ایران له لارې په ناقانونه توګه اروپا ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده، چې کیچ ولسوالۍ ایران پولې ته څېرمه پرته ده او د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو لارو افغان وګړي هڅه کوي چې ایران ته په ناقانونه توګه سفر وکړي.

د چین ولسمشر ښايي راتلونکې اونۍ شمالي کوریا ته سفر وکړي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۲:۱۴ GMT+۱

د سویلي کوریا د «یونهاپ» خبري اژانس وايي، د چین ولسمشر شي جین پینګ ښايي راتلونکې اونۍ شمالي کوریا ته سفر وکړي. د سویلي کوریا د چارواکو په وینا، پینګ به په دې سفر کې د شمالي کوریا د مشر او ټرمپ تر منځ د منځګړيتوب هڅه وکړي.

رویترز خبري اژانس د پنجشنبې په سهار وختي د سویلي کوریا د یوې دولتي سرچینې له قوله ویلي، چې د چین د امنیتي خدماتو او تشریفاتو د چارواکو یو ټیم په دې وروستیو کې د شمالي کوریا په پلازمېنه پیانګ‌یانګ کې وو او په وینا یې، دغه سفر به ښايي د مې په پای یا د جون په لومړیو کې ترسره شي.

سرچینې زیاته کړې، شي جین پینګ چې تېره اونۍ یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوربه توب کړی، هڅه به وکړي چې د ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون ترمنځ د یوه منځګړي په توګه رول ولوبوي.

چین او شمالي کوریا لا تر اوسه په دې تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

چین د شمالي کوریا یو مهم اقتصادي او سیاسي متحد دی او د شمالي کوریا مشر تېر کال له بیجینګ څخه لیدنه کړې وه او په یوه لوی نظامي رسم ګذشت کې د شي جین پینګ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترڅنګ ولاړ وو.

ټرمپ، چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه د مذاکرې لپاره درې ځله له کیم جون اون سره لیدلي وو ویلي، چې هغه یو ځل بیا د شمالي کوریا له مشر سره لیدنې ته چمتو دی او له هغه سره ښې اړیکې لري.

انتونیو ګوترېش د اقلیمي عدالت په اړه د نړیوالې محکمې پرېکړه وستایله

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اقلیمي بدلونونو په اړه د نړیوالې محکمې د مشورتي نظر اړوند د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پرېکړه‌لیک هرکلی کړی او هغه یې د اقلیمي عدالت او نړیوال قانون لپاره مهم ګام بللی دی.

ګوترېش په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دغه اقدام «د نړیوال قانون، اقلیمي عدالت، علم او د دولتونو د مسؤلیتونو پیاوړی تایید» دی، په داسې حال کې چې نړۍ له مخ پر زیاتېدونکي اقلیمي بحران سره مخ ده.

هغه زیاته کړې چې هېوادونه مسؤلیت لري څو خپل خلک د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو څخه خوندي وساتي او د دې ستونزې پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې «هغه کسان چې په اقلیمي بدلونونو کې تر ټولو کمه ونډه لري، تر ټولو ډېره بیه پرې کوي» او دا وضعیت یې ښکاره بې‌عدالتي بللې ده.

ګوترېش ویلي چې دې بې‌عدالتۍ ته باید د پای ټکی کېښودل شي او نړیواله ټولنه باید د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کارپوهانو په باور، بې‌وزله او زیان‌من هېوادونه د اقلیمي بدلونونو له اغېزو تر ټولو ډېر زیان ویني، سره له دې چې د دې بحران په رامنځته کولو کې یې ونډه کمه ده.

امریکا د یوه هندي چې د ۲ کسانو پر وژنې تورن دی د نیونې لپاره ۵۰ زره ډالره جایزه اعلان کړه

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۴ GMT+۱

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اېف‌بي‌ای) د نذیر حمید په نوم د یوه هندي د نیونې په تړاو د معلوماتو په بدل کې د ۵۰ زره امریکاي ډالرو جایزه اعلان کړه. پر دغه کس تور دی چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د امریکا په نیوجرسي کې یوه مور له زوی سره وژلې ده.

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې یا اېف‌بي‌ای د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، نذیر حمید د ۲۰۱۷ کال د مارچ د ۲۳مې په ماښام د نیوجرسي په مېپل‌شېډ سیمه کې یوه مور له ۶ کلن زوی سره وژلی دی.

داعلامیې له‌مخې، یاد کس له دغې پېښې وروسته د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر پر لومړۍ نېټه له امریکا څخه وتلی او اوس په هند کې دی. یادې ادارې د هر ډول هغه معلوماتو چې د هغه د نیونې لامل شي د ۵۰ زره امریکايي ډالرو جایزه اعلان کړې ده.

امریکايي محکمو پر یاد کس له قتل تور سربېره، د ناقانونه موخې لپاره د وسلې ساتنې او له محاکمې څخه د تېښتې تورونه لګولي دي.

یادې ادارې ویلي: «دا معلومه شوې ده، چې حمید په هند کې ژوند کوي».

اسرايیلي رسنۍ: د ایران حکومت د سقوط احتمال لا هم مطرح دی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۸ GMT+۱

اسراییلي ورځپاڼې «اسراییل هیوم» د یوه اسراییلي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د ایران حکومت لا هم «نه ده درک کړې چې پر ایران څه تېر شوي» او د تل‌ابیب چارواکي د ایران د حکومت د سقوط احتمال لا هم ممکنه سناریو ګڼي.

د راپور له مخې، یاد اسراییلي چارواکي ادعا کړې چې ایران په تېرو کلونو کې لبنان، عراق او یمن د وروسته پاتېوالي پر لور سوق کړي او اوس خپله هم له ورته وضعیت سره مخ شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې په اورشلیم کې ځینې چارواکي باور لري چې د اوسني پړاو له پای ته رسېدو وروسته، په ایران کې د اعتراضونو د بیا پیل امکان هم شته.

په راپور کې راغلي، چې د وروستیو شخړو له امله ایران ته اوښتي زیانونه د پام وړ دي او اټکل کېږي چې د دوو پړاوونو نښتو پر مهال د ایران اقتصادي زیانونه شاوخوا ۳۰۰میلیارده ډالرو ته رسېدلي وي.

دا څرګندونې او راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې په سیمه کې د امنیتي او سیاسي تحولاتو په اړه اندېښنې زیاتې شوې او د ایران د کورنیو او بهرنیو شرایطو په اړه بېلابېل تحلیلونه وړاندې کېږي.