د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۵ کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

د بلوچستان ایالت د ژوب ولسوالۍ د کاکړ خراسان په سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې ښځې او دوه ماشومان مړه او د یوې کورنۍ څلور نور غړي ټپیان شوي دي. د ځایي چارواکو په وینا؛ د یادې پېښې مړي او ټپیان د ژوب ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي.
