د بشري حقونو کمېسیون: د فریدالله اپریدي جبري نادرکه کول «ناقانونه او غیرانساني» کړنه ده

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د دغه هېواد له فدرالي حکومت او د خیبر پښتونخوا له ځایي ادارې غوښتي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال فریدالله اپریدي د ژر تر ژره موندلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي. فریدالله اپریدی څلور ورځې وړاندې په پېښور کې نادرکه شوی.
