• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۹ GMT+۱

د بشري حقونو سازمان «پرو ازول» د جرمني له حکومت نه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په کتو له جرمني نه د افغان کډوالو اېستل باید سملاسي ودروي. د یاد بنسټ د شمېرو له مخې؛ د مجرده نارینه‌ پناه غوښتونکو د ملاتړ او منلو کچه له شاوخوا ۶۶ سلنې ۱۶ ته راټیټه شوې ده.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د افغان کډوالو د غوښتنلیکونو پر وړاندې د جرمني حکومت پر چلند، په ځانګړي ډول د مجرده نارینه‌و د منلو کچې پر کمېدو سختې نیوکې وکړې. پرو ازول په جرمني کې یو پېژندل شوی د بشري حقونو سازمان دی، چې د پناه غوښتونکو، کډوالو او هغو کسانو د حقونو دفاع کوي چې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

دغه بنسټ ویلي، چې په تېر یوه کال کې د مجردو افغان نارینه‌و د پناه غوښتنې د منلو کچه په څرګند ډول راکمه شوې؛ خو په افغانستان کې وضعیت لاهم کړګېچن دی. پرو ازول ویلي، چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې «بامف» اداره «د طالبانو خپل‌سری چلند» له پامه غورځوي او داسې انګیري، چې د یادې ډلې قضايي چلند منطقي دی. دغه سازمان یاده تګلاره «شرموونکې» بللې ده.

د افغانستان د وضعیت نوې ارزونه

دغه بنسټ همداراز ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن دی؛ د جرمني د کډوالۍ اداره په ډېری مواردو کې د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو مخه نه نیسي. ورته مهال طالبانو خپله «ناقانونه، خپل‌سرې او تاوتریخجنه واکمني» نوره هم پراخه کړې ده.

خو د دغه سازمان شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۶کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو عمومي کچه شاوخوا ۸۹ سلنه وه. داسې ښکاري، چې د دغه توپیر لامل د اروپا د عدالت محکمې پرېکړه ده، چې له مخې یې افغان ښځې او د هغوی د کورنۍ غړي باید د جرمني حکومت د کډوالۍ ملاتړ څخه برخمن شي.

د پرو ازول اجرایوي مشرې هلن رزنه ویلي، چې د جرمني حکومت باید د افغانستان وضعیت له سره وارزوي. د هغې په وینا؛ په افغانستان کې د بشري حقونو او انساني وضعیت خرابوالی باید تحریف یا کم‌ارزښته ونه ښودل شي.

پرو ازول اندېښنه لري، چې د پناه غوښتونکو د اېستلو په اړه د جرمني او طالبانو همکاري ان که د امنیت په پلمه هم وي؛ د طالبانو د ډیپلوماتیک دریځ د لوړولو لامل به شي. مېرمن رزنه وویل، جرمني د پناه غوښتونکو د اېستلو لپاره داسې یو رژیم عادي کوي چې ښځې یې په بشپړ ډول له خپلو حقونو محرومې کړې دي او مخالفین په سیستماتیک ډول څاري. هغې دغه کار د بشري حقونو له نظره ویجاړوونکی او د بهرني سیاست له پلوه ناسم وباله.

دغه سازمان ویلي، چې طالبان باید د څار او ځورونې د عامل په توګه جدي وپېژندل شي او له دې ډلې سره هر ډول همکاري باید ودرول شي. پرو ازول همداراز غوښتنه کړې، هغه افغانان چې په جرمني کې د «دولدونګ» سند لري؛ باید د اغېزمنې استوګنې حق او د کار اجازه ترلاسه کړي.

«دولدونګ» په جرمني کې هغه سند دی، چې یو کس ته د دایمي استوګنې اجازه نه ورکوي؛ خو د لنډمهال لپاره یې اېستل ځنډوي.

بامف ادارې کې د طالبانو د استازي د حضور پر سر لانجه

په دې وروستیو کې د جرمني «زد ډي اف» شبکې راپور ورکړی، جرمن چارواکو د افغانانو د اېستلو بهیر په تړاو څو ځله د طالبانو د یوه استازي کوربه‌‌توب کړی چې دغه ناستې د بن په ښار کې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې (بامف) په ودانۍ کې ترسره شوې دي.

د راپور له مخې؛ په بن کې د طالبانو کونسل سید مصطفی هاشمي (د وري میاشتې په ۲۹مه) د بامف ادارې په دفتر کې حاضر شوی و. زد ډي اف لیکلي، دغه حضور د هغو کسانو د پېژندنې او د پاسپورټ اسنادو د برابرولو د بهیر په چوکاټ کې ترسره شوی چې د اېستلو له شرایطو سره برابر دي.

بامف ویلي، چې د طالبانو د استازي بلنه د فدرالي پولیسو د اقدام په چوکاټ کې شوې وه او خپله اداره په‌کې ښکېله نه وه. د بامف په وینا؛ دغه ډول اقدام سږکال د بن ښار په دفتر کې درېیم ځل ترسره شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، د بامف هغه ودانۍ چې له عامو مراجعینو جلا ده، د دغه ډول غونډو لپاره مناسبه وه او د فدرالي او ایالتي ادارو ترمنځ د داسې ځای برابرول یوه عادي چاره ده.
یاد وزارت زیاته کړې، د بامف په ودانۍ کې د دغه غونډې جوړول په دې معنا نه‌ده چې په دغه اداره کې د افغانستان استازولي جوړه شوې ده. د جرمني حکومت له ډېر وخت راهیسې د طالبانو د دوو استازو د منلو له امله له نیوکو سره مخ دی.

جرمني ویلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه‌لري؛ بلکې د کونسلګرۍ د چارو د ترسره کولو او د ځینو افغانانو د اېستلو د بهیر پرمخ وړلو لپاره شوې ده. د بشري حقونو سازمان پرو ازول هم پر یادې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په جرمني کې مېشت افغانان باید د پاسپورټ او کونسلګرۍ اسنادو ترلاسه کولو لپاره د طالبانو استازو ته ونه لېږل شي.
دغه سازمان د جرمني له حکومته غوښتي، چې افغانانو ته بدیل اسناد صادر کړي؛ څو هغوی اړ نه‌شي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې استازولیو سره اړیکه ونیسي. تېره اوونۍ (د غویي ۲۵مه) یوشمېر افغانانو د جرمني په بن ښار کې د بامف ادارې مخې ته لاریون وکړ. د یاد لاریون تنظیموونکو د جرمني له حکومته وغوښتل، چې له طالبانو سره همکاري ونه کړي.

هغوی د بامف په دفتر کې د طالبانو د استازي حضور طالبانو ته د رسمیت ورکولو یوه بڼه وبلله. زرغون ګوند د بن ښار څانګې هم د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو د استازي حضور د اندېښنې وړ بللی دی.
دغه ګوند ویلي، چې د بن په کونسلګرۍ کې د طالبانو د استازي حضور بشري حقونه کمزوري کوي او کولای شي د افغان پناه غوښتونکو لپاره ګواښونه رامنځته کړي. د جرمني د پارلمان یو غړی او سیاست‌وال مارسل امرېش وویل، چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر طالبان د هېواد دولتي چارو ته دننه کړي او له مستقیمو اړیکو سره داسې یو رژیم عادي کوي، چې «د ترهګرۍ استازیتوب کوي، بشري حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کوي او ښځې په سخت ډول ځپي».

مارسل امریش همداراز خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د استازو حضور د جرمني په دولتي جوړښتونو کې «لوی امنیتي ګواښونه» لري. هغه د اېستلو له ګواښ سره مخ کسانو د وېرولو او د معلوماتو د افشا کېدو احتمال یاد کړ او دغه اقدام یې له سیاسي پلوه «نامسوولانه» وباله.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

هند په امنیت شورا کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید وغانده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پارواتانیني په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په اړه ویلي، پاکستان د ملکیانو پر وړاندې د نسل وژنې او تاوتریخوالي اوږد تاریخ لري. هغه وایي، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله ۷۵۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پرواتانېني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کلنۍ غونډې پرمهال «په وسله‌والو شخړو کې د ملکیانو ساتنې» په اړه وویل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپلو اسنادو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې له ۹۵ پېښو څخه ۹۴ د پاکستاني ځواکونو له‌خوا بللې دي.

د نوموړي په خبره؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یومانا راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۶کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د نښتو له امله په افغانستان کې ۷۵۰ ملکیان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

هغه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون وروستي برید ته په اشارې وویل: «پاکستان په کابل کې د امید د روږدو د درملنې پر مرکز وحشیانه هوايي برید وکړ، چې له امله یې ۲۶۹ ملکیان وژل شوي دي».

د هند استازي همدارنګه پاکستان تورن کړ، چې د ملکیانو د ساتنې او د بشري مسوولیتونو د پوره کولو په اړه نړۍوالې غوښتنې له پامه غورځوي. پرواتانېني زیاته کړه: «دا منافقت دی، چې یو هېواد د نړۍوال قانون له اصولو خبرې کوي؛ خو په توره شپه بې‌ګناه ملکیان په نښه کوي».

طالبانو په جوزجان کې یو مېلیون جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۱

په جوزجان کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي په یوې غونډه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تثبیت او استرداد کمېټې له یو مېلیون څخه ډېره ځمکه د طالبانو د مرکزي کمېسیون له پرېکړې وروسته د دولتي‌ ملکیت په توګه تثبیت کړې ده.

هغه دارنګه د ځمکو د تثبیت بهیر کې پر روڼتیا، د اصولو او مقرراتو پر مراعتولو، امانتدارۍ او د هر ډول تعصب او تبعیضي چلند پر مخنیوي ټینګار کړی. هغه د کمېټې له غړو وغوښتل، چې خپلې دندې په دقت، روڼتیا او مسوولیت‌ پالنې سره ترسره کړي.

په ورته وخت کې د یادې کمېټې منشي فېروز احمد عثماني‌ د یادو ځمکو په اړه وویل: «تر اوسه یو مېلیون ۱۲۲زره او ۲۶۷ جریبه ځمکه تر تثبیت او تشخیص وروسته د مرکزي کمېسیون د وروستۍ پرېکړې له مخې د دولتي ملکیت په توګه ثبت شوې ده».

د نوموړي په وینا؛ له ۱۰۴زره او ۴۷۷ جریبه نوره ځمکه هم د جوزجان په مرکز او ولسوالیو کې تثبیت شوې او دوسیې یې د نورو اجرااتو لپاره مرکزي کمېسیون ته سپارل شوې دي. هغه زیاته کړه، چې ۵۳زره او ۴۰۲ جریبه نوره ځمکه لاهم تر ارزونې او څېړنې لاندې ده.
خو د بېلابېلو ولایتونو ځینو اوسېدونکو تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي و، چې طالبانو د ځینو خلکو شخصي ځمکې دولتي اعلان کړې دي.

په زابل کې د څلورو جلا ټرافیکي پېښو له امله درې کسه مړه او پنځه نور ټپیان دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱

په زابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند قاري ذبیح‌الله جوهر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څلورو جلا ټرافیکي پېښو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا؛ لومړۍ پېښه د کابل ـ کندهار پر لویه لار د نورک په سیمه کې د یوه سراچه او ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، دویمه پېښه د زابل په مرکز قلات او میزانې ولسوالۍ پر عمومي لاره د یوه بایفور ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په‌کې یو ماشوم ژوبل شوی او درېیمه پېښه د میزانې ولسوالۍ پر عمومي سړک د یوه فوربکس موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې له امله یې یوه ښځه ټپي شوې ده.

هغه وایي، څلورمه پېښه د کابل ـ کندهار پر لویه لار د مرکز قلات بازار ته څېرمه د یوه اکوا موټر د چټک مزل له امله رامنځته شوې چې په‌کې یو ۹ کلن ماشوم ټپي شوی دی. نوموړي د دغه پېښو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او چټک مزل ښودلی دی.

سهیل اپریدی: اډیاله زندان مخې ته پر احتجاج کوونکو ډزې شوې دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپريدي او د عمران خان خور عليمه خان ادعا کړې ده، چې د اډیاله زندان مخې ته د احتجاجي ناستې پر ګډونوالو ډزې شوې او یوشمېر کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

اپريدي د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۳۰مه) یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال ویلي، هغه کاروان چې د عمران خان سره د لیدنې لپاره اډیاله زندان ته روان و؛ اسلام‌اباد ته تر ننوتو وروسته ودرول شو او وروسته ګډونوالو د چونګي نمبر ۲۶ په سیمه کې احتجاجي ناسته وکړه.

هغه ادعا وکړه، چې د ناستې د ختمولو لپاره پر ګډونوالو ډزې وشوې. نوموړي وویل، په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا ټول پاکستان ته ګاز ورکوي؛ خو په بدل کې یې د دوی له استازو سره ناسم چلند کېږي.

اپريدي زیاته کړه، دوی یوازې دا غوښتنه لري چې عمران خان ته دې په شفا نړۍوال روغتون کې درملنه ورکړل شي. هغه ادعا کړې، چې عمران خان د ښۍ سترګې د لید پراخه کچه له لاسه ورکړې ده.

بل لور ته عليمه خان وویل، چې د هغه پر ضد قضیې په خپلواکه توګه نه اورېدل کېږي او نوموړی له میاشتو راهیسې په انفرادي خونو کې ساتل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزېسیون ټلوالې او تحریک انصاف ګوند د جمعې په ورځ په ټول پاکستان کې د عمران خان د خلاصون، د بیو لوړوالي او نورو ستونزو په اړه د پراخو احتجاجونو اعلان کړی دی.

پاکستاني پولیسو په بلوچستان کې ۲۸ افغان کډوال نیولي دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۱

د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ اړوند په سنګۍ سیمه کې پولیسو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۲۸ افغان کډوال نیولي دي. پولیسو ویلي، نیول شوي کسان په پټه توګه په سیمه کې مېشت وو او د عملیاتو پرمهال له کرنیزو ځمکو څخه نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا؛ په دغه کسانو کې د بېلابېلو عمرونو وګړي شامل دي. پولیسو ویلي، تر لومړنیو قانوني پړاوونو وروسته به ټول نیول شوي کسان د نورو قانوني اقداماتو لپاره د پاکستان د څېړنې فدرالي ادارې ته وسپارل شي.

پاکستاني پولیسو تېره ورځ هم د بلوچستان ایالت د تربت، دښتې، سري کهن او شاوخوا سیمو په بېلابېلو برخو کې ۷۰ افغانان نیولي وو. پاکستاني چارواکي وایي، دغه کسانو غوښتل د ایران له لارې په ناقانونه توګه اروپا ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده، چې کیچ ولسوالۍ ایران پولې ته څېرمه پرته ده او د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو لارو افغان وګړي هڅه کوي چې ایران ته په ناقانونه توګه سفر وکړي.