طالبان وایي سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ شو

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پرون چهارشنبه (د غویي ۳۰مه) بشپړ شو. د یاد وزارت په وینا؛ سږکال ټول ٣٠زره افغان حاجیان د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو په ٩٧ الوتنو کې سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.
