• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په جوزجان کې یو مېلیون جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۱

په جوزجان کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي په یوې غونډه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تثبیت او استرداد کمېټې له یو مېلیون څخه ډېره ځمکه د طالبانو د مرکزي کمېسیون له پرېکړې وروسته د دولتي‌ ملکیت په توګه تثبیت کړې ده.

هغه دارنګه د ځمکو د تثبیت بهیر کې پر روڼتیا، د اصولو او مقرراتو پر مراعتولو، امانتدارۍ او د هر ډول تعصب او تبعیضي چلند پر مخنیوي ټینګار کړی. هغه د کمېټې له غړو وغوښتل، چې خپلې دندې په دقت، روڼتیا او مسوولیت‌ پالنې سره ترسره کړي.

په ورته وخت کې د یادې کمېټې منشي فېروز احمد عثماني‌ د یادو ځمکو په اړه وویل: «تر اوسه یو مېلیون ۱۲۲زره او ۲۶۷ جریبه ځمکه تر تثبیت او تشخیص وروسته د مرکزي کمېسیون د وروستۍ پرېکړې له مخې د دولتي ملکیت په توګه ثبت شوې ده».

د نوموړي په وینا؛ له ۱۰۴زره او ۴۷۷ جریبه نوره ځمکه هم د جوزجان په مرکز او ولسوالیو کې تثبیت شوې او دوسیې یې د نورو اجرااتو لپاره مرکزي کمېسیون ته سپارل شوې دي. هغه زیاته کړه، چې ۵۳زره او ۴۰۲ جریبه نوره ځمکه لاهم تر ارزونې او څېړنې لاندې ده.
خو د بېلابېلو ولایتونو ځینو اوسېدونکو تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي و، چې طالبانو د ځینو خلکو شخصي ځمکې دولتي اعلان کړې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

په زابل کې د څلورو جلا ټرافیکي پېښو له امله درې کسه مړه او پنځه نور ټپیان دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱

په زابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند قاري ذبیح‌الله جوهر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څلورو جلا ټرافیکي پېښو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا؛ لومړۍ پېښه د کابل ـ کندهار پر لویه لار د نورک په سیمه کې د یوه سراچه او ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، دویمه پېښه د زابل په مرکز قلات او میزانې ولسوالۍ پر عمومي لاره د یوه بایفور ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په‌کې یو ماشوم ژوبل شوی او درېیمه پېښه د میزانې ولسوالۍ پر عمومي سړک د یوه فوربکس موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې له امله یې یوه ښځه ټپي شوې ده.

هغه وایي، څلورمه پېښه د کابل ـ کندهار پر لویه لار د مرکز قلات بازار ته څېرمه د یوه اکوا موټر د چټک مزل له امله رامنځته شوې چې په‌کې یو ۹ کلن ماشوم ټپي شوی دی. نوموړي د دغه پېښو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او چټک مزل ښودلی دی.

پاکستاني پولیسو په بلوچستان کې ۲۸ افغان کډوال نیولي دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۱

د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ اړوند په سنګۍ سیمه کې پولیسو د یو لړ عملیاتو پرمهال ۲۸ افغان کډوال نیولي دي. پولیسو ویلي، نیول شوي کسان په پټه توګه په سیمه کې مېشت وو او د عملیاتو پرمهال له کرنیزو ځمکو څخه نیول شوي دي.

د سرچینو په وینا؛ په دغه کسانو کې د بېلابېلو عمرونو وګړي شامل دي. پولیسو ویلي، تر لومړنیو قانوني پړاوونو وروسته به ټول نیول شوي کسان د نورو قانوني اقداماتو لپاره د پاکستان د څېړنې فدرالي ادارې ته وسپارل شي.

پاکستاني پولیسو تېره ورځ هم د بلوچستان ایالت د تربت، دښتې، سري کهن او شاوخوا سیمو په بېلابېلو برخو کې ۷۰ افغانان نیولي وو. پاکستاني چارواکي وایي، دغه کسانو غوښتل د ایران له لارې په ناقانونه توګه اروپا ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده، چې کیچ ولسوالۍ ایران پولې ته څېرمه پرته ده او د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو لارو افغان وګړي هڅه کوي چې ایران ته په ناقانونه توګه سفر وکړي.

په غور کې یو کس د ۶۱ کیلو ګرامه نشه‌يي توکو د لېږد په تړاو نیول شوی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۲ GMT+۱

د غور ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، یو کس یې د ۶۱ کیلوګرامه نشه‌يي توکو (اېف) د لېږد په تړاو نیولی دی. د دغې قومندانۍ په وینا، یاد کس غوښتل دغه توکي کابل ته ولېږدوي، خو موخې ته تر رسېدو مخکې نیول شوی دی.

د غور ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کس د کابل- غور لویې لارې اړوند د دغه ولایت د لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ څخه نیول شوی دی.

د خبرپاڼې‌ له‌مخې، یاد کس دغه مواد په یوه سوېفټ موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هغه کابل ته ولېږدوي، خو تر هغې مخکې نیول شوی دی.

د ایف یا ایفډرا په نوم طبیعي بوټی د افغانستان په مرکزي او غرنیو ولایتونو لکه غور، دایکندي او بامیان کې په طبیعي ډول راشنه کېږي او داسې کیمیاويي مواد لري چې په ښيښه (امفټامین) او کرسټال (مېټامفېټامین) خطرناکو نشه‌يي توکو په جوړولو کې د اصلي مادې په توګه کارول کېږي.

په کونړ کې یو ۱۰ کلن ماشوم په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۱

په کونړ ولایت کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په چپه درې ولسوالۍ کې یو ۱۰کلن ماشوم په اوبو کې د لوبو پر مهال ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د سرچینو په وینا، دغه پېښه پرون چهارشنبه د غويي په ۳۰مه د چپه درې ولسوالۍ د «کندي» کلي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینو ویلي،چې د ماشوم جسد تر اوسه نه دی موندل شوی او د هغه کورنۍ له هغو اوسېدونکو چې د سیند غاړې ته نږدې ژوند کوي، غوښتي چې د جسد په موندلو کې ورسره همکاري وکړي.

د کونړ سیمه‌ییزو طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې روان لمریز کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سیندونو او اوبو بندونو پر غاړو د اوبو لوبو پر مهال د خلکو د ډوبېدو ګڼې پېښې راپور شوې دي.

د راپورونو له مخې، بې‌احتیاطي او د سیندونو په شاوخوا کې د ژغورنې د اسانتیاوو نشتوالی د دغو مرګونو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د امریکا کانګرس غړی: واشنګټن لا هم هره اونۍ طالبانو ته د ۴۰میلیونه ډالرو نغدي کڅوړه لېږي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱

د امریکا د کانګرس یوه غړي ټیم برچټ ویلي، چې متحده ایالات لا هم هره اونۍ ۴۰ میلیونه ډالر طالبانو ته لېږي. نوموړي د امریکا پر سنا نیوکه کړې چې د ده د وړاندیز شوي قانون په اړه یې رایه نه ده ورکړې چې له مخې یې ترهګرو ته د مالیه ورکوونکو د پیسو ورکړه بندېږي.

ټیم برچټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د «ترهګرو لپاره د مالیاتو نه ورکولو» په نوم د هغه وړاندیز شوی قانون د سنا په جرګه کې ځنډېدلی دی. هغه په خپل پیغام کې زیاته کړې: «ټولو ته خبر ورکړئ چې دوی کولای شي له موږ څخه په وړیا توګه کرکه وکړي.»

د دغه امریکایي چارواکي په وینا، دا پیسې په مستقیم ډول د امریکا د مالیه ورکوونکو له جیبونو څخه ایستل کېږي او د طالبانو لاس ته ورځي. هغه له خلکو غوښتي چې د دې وضعیت په اړه ځانونه خبر کړي او د سنا د دې بې‌عملۍ په وړاندې خپل غږ پورته کړي.

برچټ ټینګار کوي چې د هغه د قانون تصویبول د دې لپاره اړین دي چې ترهګرو ډلو ته د امریکایي وګړو د مالیاتو د ورتګ مخه ونیول شي. طالبانو ته د ۴۰ میلیونه ډالرو د اونیو کڅوړو لېږل هغه موضوع ده چې تر دې وړاندې هم د یو شمېر نورو امریکایي چارواکو له توندو نیوکو سره مخ شوې ده.

تر دې وړاندې د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح او د جمهوري نظام یو شمېر نورو لوړو پوړو چارواکو هم طالبانو ته د امریکا د دغه نغدي کځوړو په تړاو نیوکې کړې وې. صالح ویلي وو چې د دغو کڅوړو له کبله طالبانو خپل بنسټونه پیاوړي کړي او پر افغانانو یې د ژوند کړۍ نوره هم تنګه کړې ده.