• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جاپان کې د هرو درېیو شرکتونو له ډلې یو یې ځیرک روبوټونه کاروي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د یوې تازه سروې له مخې؛ د جاپان د شاوخوا هرو درېیو شرکتونو له ډلې یو یې د مصنوعي ځیرکتیا لرونکي روبوټونه کاروي یا د کارولو پلان لري. د موټر جوړونې او ترانسپورتي تجهیزاتو شرکتونه په دې برخه کې تر ټولو مخکې دي.

د جاپان حکومت وایي، دغه ځیرک روبوټونه به د کارکوونکو د کمښت ستونزه راکمه کړي او د صنعتي ټېکنالوژۍ په برخه کې به د جاپان دریځ نور هم پیاوړی کړي. د سروې له مخې؛ ۴ سلنه شرکتونه لا دمخه دغه روبوټونه کاروي، ۵ سلنه د کارولو پلان لري او ۲۵ سلنه یې د کارولو په اړه غور کوي.
ګڼ شرکتونه دغه روبوټونه د تولیدي چارو، له ګواښه ډکو کارونو او د پېرېدونکو خدمتونو لپاره ګټور بولي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

طالبانو له پاکستاني چارواکو د لادرکه شویو او بندي افغانانو د وضعیت په اړه معلومات غوښتي

•
•
•

نور کیسې

ولې په اوړي کې هندواڼه تر ټولو غوره ډالۍ ګڼل کېږي او کومې ګټې لري

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۱

هندواڼه له پخوا راهیسې د اوړي د موسم تر ټولو خوښه مېوه ګڼل کېږي. دا مېوه نه یوازې د تندې ماتولو او د بدن د اوبو کمښت پوره کولو لپاره خوړل کېږي، بلکې اوس نوې څېړنې ښيي چې هندواڼه د انسان د زړه، وینې رګونو او عمومي روغتیا لپاره هم مهمې ګټې لري.

په «نیچر» علمي ژورنال کې خپرو شویو تازه څېړنو موندلې چې هغه کسان چې په منظم ډول هندواڼه خوري، د زړه او د وینې د رګونو فعالیت یې تر نورو ښه وي. څېړونکي وایي، هندواڼه له غذایي موادو، ویټامینونو او انټي‌اکسیدنټونو ډکه مېوه ده او داسې طبیعي مرکبات لري چې د بدن د میتابولیک فعالیت او د زړه د روغتیا لپاره مهم رول لوبوي.

د څېړنو له مخې، هندواڼه د اوبو لوړه اندازه او کمه کالورۍ لري، چې له امله یې د بدن د اوبو توازن ساتلو او د اضافي وزن مخنیوي کې مرسته کوي. همداراز په دې مېوه کې غذایي فایبر، مګنیزیم، پوټاشیم، ویټامین سي، ویټامین اې او لایکوپین په زیاته اندازه موجود دي.

څېړونکو د «نیشنل هېلت او نیوټرېشن اېګزامېنېشن سروې» معلومات هم ارزولي او موندلې یې ده چې د هندواڼې خوړونکي کسان عموماً سالم غذایي عادتونه لري او د بورې کم استعمال کوي.

په یوې بلې کلینیکي څېړنه کې چې اتلس روغ ځوانانو باندې شوی، چې د دوو اوونیو لپاره هره ورځ ورته د هندواڼې جوس ورکړل کېده. پایلو وښودله چې هندواڼه دوه داسې طبیعي مرکبات لري چې په بدن کې د نایټرېک اکسایډ په تولید کې مرسته کوي.

نایټرېک اکسایډ د وینې رګونه پراخوي او نرموي، چې له امله یې د وینې جریان ښه کېږي او زړه په سالم ډول فعالیت کوي. څېړونکي وایي، د هندواڼې جوس د زړه د ضربان په تنظیم او د وینې د رګونو د فعالیت په ښه والي کې هم اغېزناک تمام شوی دی.

همداراز څېړنو ښودلې چې په هندواڼه کې موجود «لایکوپین» نومی انټي‌اکسیدنټ د اکسیداتي فشار په کمولو کې مرسته کوي، چې د زړه د ناروغیو د خطر کمېدو لپاره مهم ګڼل کېږي.

سره له دې، څېړونکي ټینګار کوي چې د دغو پایلو د بشپړ تایید لپاره لا نورو علمي څېړنو ته اړتیا شته. خو تر دې دمه موجود معلومات ښيي چې هندواڼه یوازې د اوړي یوه خوندوره مېوه نه، بلکې د روغتیا لپاره هم یوه مهمه طبیعي ډالۍ ده.

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۲ GMT+۱

وېښتان د انسان د ښکلا، ځوانۍ او جذابیت مهمه برخه ګڼل کېږي، خو په دې وروستیو کلونو کې د عمر له زیاتېدو وړاندې د وېښتانو سپینېدل د ډېرو خلکو لپاره پر یوې جدي اندېښنې بدل شوي دي.

څیړنې شیې پخوا به سپین وېښتان د زړښت نښه بلل کېده، خو اوس داسې ځوانان هم لیدل کېږي چې لا د شل او یا دېرشو کلونو ترمنځ وي، خو وېښتان یې ورځ تر بلې سپینیږې.

روغتیايي متخصصین وایي، د وېښتانو طبیعي رنګ د “میلانین” په نوم د یوې مادې له امله وي چې د وېښتو په ریښو کې تولیدېږي. کله چې د بدن دا ماده کمه شي یا یې تولید ورو شي، وېښتان خپل طبیعي رنګ له لاسه ورکوي او ورو ورو سپینېږي.

د ډاکټرانو په وینا، که څه هم عمر د وېښتانو د سپینېدو تر ټولو عام لامل ګڼل کېږي، خو یوازې عمر نه دی چې وېښتان سپینوي. دوامدار ذهني فشار، اندېښنې، بې خوبي او رواني ستونزې د بدن پر هورمونونو اغېز کوي او د وېښتانو د رنګ تولیدوونکې حجرې کمزورې کوي. همدا لامل دی چې ډېری خلک د سختو ستونزو او فشارونو له تېرېدو وروسته د خپلو وریښتانو په رنګ کې بدلون احساسوي.

متخصصین زیاتوي، ناسمه غذا هم د وېښتانو د ژر سپینېدو یو مهم لامل دی. د ویټامین B12، اوسپنې، زینک او ویټامین D کمښت د وېښتانو روغتیا ته زیان رسوي. چټک او غیر صحي خواړه، غوړ لرونکي خوراکونه او د مېوو او سبزیجاتو کمه استفاده د بدن طبیعي توازن ګډوډوي او وېښتان کمزوري کېږي.

روغتیايي څېړنې ښيي چې سګريټ څکول او نشه يي توکي نه یوازې د بدن عمومي روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د وېښتانو د وخت نه مخکې سپینېدو خطر هم زیاتوي. ډاکټران وایي، سګريټ د وینې جریان کموي او د وېښتانو ریښو ته د غذایي موادو رسېدل اغېزمنوي.

ځینې ناروغۍ لکه د تایرایډ ستونزې، د وینې کمښت او د بدن د دفاعي سیستم کمزورتيا هم د وېښتانو پر رنګ مستقیم اغېز کولی شي. له همدې امله متخصصین سپارښتنه کوي چې که د کم عمر کسانو وېښتان په چټکۍ سپینېږي، باید طبي معاینات ترسره کړي.

کارپوهان باور لري چې که څه هم د عمر له امله د وېښتانو سپینېدل په بشپړ ډول نه شي درېدلی، خو سالم ژوند کولی شي دا بهیر ورو کړي. متوازنه غذا، کافي خوب، ورزش، ذهني ارامتیا او د طبیعي غوړیو استعمال د وېښتانو په پیاوړتیا او ساتنه کې مهم رول لري.

متخصصین خلکو ته سپارښتنه کوي چې د شنو سبزیجاتو، مېوو، شیدو، هګیو او مغز لرونکو خوړو استعمال زیات کړي او له دوامدار فشار، بې خوبۍ او سګرټو څخه ځان وساتي. د دوی په خبره، سالم ژوند نه یوازې د وېښتانو ښکلا ساتي، بلکې د بدن عمومي روغتیا هم پیاوړې کوي.

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوي وزیر په توګه د عبدالاحد فضلي له ګومارل کېدو سره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د انټرنېټ د محدودولو لپاره هڅې پیل شوي، خو عبدالاحد فضلي تازه ویلي، د هېواد د مخابراتي او ډیجیټلي سکټور د لا پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په هېواد کې د انټرنېټ د احتمالي محدودېدو په تړاو د هڅو په درشل کې د یکشبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د هېواد یو شمېر سیاسي او اقتصادي شنونکو، لیکوالانو او ژورنالېستانو د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر عبدالاحد فضلي سره کتلي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي په خپله اېکس‌پاڼه د همدې لیدنې په تړاو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یادو شنونکو په دې کتنه کې، په اوسني عصر کې د ټکنالوژۍ او د ارتباطي وسایلو په برخه کې د مخابراتو پر اهمیت له ټينګار سربېره ویلي، که د ټکنالوژۍ او مخابراتو سکټور په پښو ودرېږي شفافیت، امنیت او د چارو په چټکتیا کې به ژور بدلون رامنځته شي.

دغو شنونکو او ژورنالېستانو له عبدالاحد فضلي څخه د انټرنټ د بیو، کیفیت، ډیجیټل حکومتولۍ پراختیا او په ټوله کې د سکټور د ودې او پرمختګ غوښتنه وکړه او هیله مندي یې وښودله چې دا سکټور به د هېواد د اقتصادي ودې، عصري خدمتونو پراختیا او د خلکو د ژوند د اسانتیاو په برخه کې لا ډېر پرمختګ وکړي.

100%

عبدالاحد فضلي په دې کتنه کې ډاډ ورکړ: «د مخابراتو وزارت به د هېواد د مخابراتي او ډیجیټلي سکټور د لا پیاوړتیا، پراختیا او د ولسونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي».

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د نوري فایبر انټرنېټي شرکتونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو د مخابراتو نوي وزیر عبدالاحد فضلي د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ته امر کړی، چې پر عامو خلکو د نوري فایبر وای‌فای انټرنېټ بند کړي او همداراز سرچینو دا هم ویلي وو، چې د دغه امر پر بنسټ په کابل کې د نوري فایبر د لاینونو د غځولو چارې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې دي.

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، په کندهار کې ځايي اوسېدونکو او د ځينو انټرنېټي شبکو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو له څو میاشتو راهیسې پر استوګنیزو سیمو نوري فایبر او وای‌فای انټرنېټ قطع کړی دی. دوی زیاتوي، چې له دولتي او سوداګریزو مراکزو پرته، نور خلک یوازې د مخابراتي شبکو انټرنېټ کاروي.

سرچینې: طالبانو په کندهار کې له څو میاشتو راهیسې پر کورونو نوري فایبر انټرنېټ قطع کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې ټولو سره سره د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي د انټرنېټ د بندېدو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم بللي او ویلي، چې د دغه وزارت وزیر د انټرنېټ د بندېدو په اړه له هېڅ شرکت سره خبرې نه دي کړي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې‌بنسته دي.

طالبانو د انټرنېټ د بندېدو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل | افغانستان انټرنشنل پښتو

خو د طالبانو ځینې باخبره سرچینې وايي، چې د طالبانو مشر هبت‌الله د فاریاب ولایت لپاره د دغې ډلې مخکینی والي عبدالاحد فضلي د دې لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوي وزیر په توګه ټاکلی، چې په هېواد کې پر انټرنیټ محدودیتونه زیات شي.

د روغتیا نړیوال سازمان: د وینې لوړ فشار کولی شي کلونه د انسان بدن پټ زیانمن کړي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازماخبرداری ورکړی چې د وینې لوړ فشار یا هایپرټنشن کولی شي د اوږدې مودې لپاره له ښکاره نښو پرته د انسان زړه، د وینې رګونه او پښتورګي زیانمن کړي.

دغه سازمان د «وینې لوړ فشار نړیوالې ورځې» په مناسبت په خپل ایکس پاڼه کې ویلي، ډېر کسان ښايي کلونه عادي ژوند وکړي، خو په همدې موده کې د وینې لوړ فشار په پټه توګه د بدن مهم غړي تر فشار لاندې راولي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول امکان شته او وختي تشخیص، ارزانه درملو ته لاسرسی او سالم ورځني عادتونه کولی شي د جدي روغتیايي خطرونو مخه ونیسي.

سازمان همداراز سپارښتنه کړې چې خلک دې د وینې فشار منظم معاینات وکړي، فزیکي فعالیت ته پاملرنه وکړي، د مالګې او غوړو مصرف کم کړي او سالم غذایي رژیم غوره کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د وینې لوړ فشار د زړه د ناروغیو، سکتې او پښتورګو د خرابېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۲ GMT+۱

د طالبانو اړوندو رسنیو خبر ورکړی، چې په ننګرهار ولایت کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي دوو محصلینو د پیغام‌رسونې یو نوی اپلېکېشن جوړ کړی دی.

د راپورونو له مخې، وسیع‌الله او اکرام‌الله، چې د خراسان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د وروستي سمسټر محصلین دي، وایي د دوی له‌خوا جوړ شوی اپلېکېشن د واټس‌اپ لپاره مناسب بدیل کېدای شي.

د دغو محصلینو په وینا، په یاد اپلېکېشن کې داسې اسانتیاوې او ځانګړنې ځای پر ځای شوې، چې د واټس‌اپ له ځینو خدماتو هم پرمختللې او ګټورې دي.

دوی زیاته کړې، چې د دغه اپلېکېشن د جوړولو موخه د کورنیو ټکنالوژیکو نوښتونو پیاوړتیا او د مخابراتي اړیکو لپاره د یوه خوندي او عصري سیستم رامنځته کول دي.