• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د جګړې د پراختیا هڅه کوي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۶ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هڅه کوي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه نوره هم پراخه او سخته کړي. هغې (د غویي ۳۱مه) په یوې خبري ناسته کې ویلي، د اوکراین مشرتابه د شخړې د کمېدو پرځای د جګړې زیاتېدو تګلاره څاري.

نوموړې زیاته کړې، چې د کیف وروستي اقدامات د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي او د خبرو اترو بهیر له ستونزو سره مخ کوي. د اوکراین حکومت لاتراوسه د روسیې د دغه څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.
دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې اوکراین (د غویي ۲۸مه) د جګړې له پیل راهیسې په خپلو تر ټولو لویو ډرون بریدونو کې د روسیې پر ۱۴ سیمو د نږدې ۶۰۰ ډرونونو پرمټ بریدونه کړي وو. د روسي چارواکو په وینا؛ په دغه بریدونو کې لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي دغه بریدونه تایید کړي وو او ویلي یې و، چې اوکراین د جګړې په ډګر کې پر روسیې برلاسی شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې لا هم بې‌پایلې پاتې دي او جګړه دوام لري. د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه له ۲۰۲۲کال راهیسې روانه ده او لا هم دواړه لوري یو پر بل د جګړې د پراخېدو تورونه لګوي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

د ماشومانو کورنۍ: په ځینو خصوصي ښوونځیو او وړکتونونو کې د ماشومانو روغتیا ته پام نه کیږي

•
•
•

نور کیسې

فاکس‌نیوز: مجتبی خامنه‌يي د ژوندي پاتې کېدو لپاره د «بن‌لادن له طریقې» کار اخلي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۸:۰۶ GMT+۱

فاکس‌نیوز شبکې په یوه راپور کې د ترهګرۍ ضد چارو له کارپوه عمر محمد سره د مرکې پرمهال دې ته اشارې کړې، چې مجتبی خامنه‌یي نږدې درې میاشتې کېږي په پټنځای کې ژوند کوي. د هغه په وینا؛ دغه ډول ژوند د اسامه بن‌لادن د ژوند وروستي کلونه ورپه یادوي.

دغه د ترهګرۍ ضد کارپوه فاکس‌نیوز ته ویلي: «امریکا د ایران د رژیم مشر داسې یوې کچې ته رسولی، چې په عملي ډول پټ ژوند وکړي؛ لکه بن‌لادن چې لس کاله په اېبټ‌‌اباد کې کاوه». هغه وویل: «بن‌لادن په اېبټ‌‌اباد کې پرته له هر ډول مخابراتي اړیکو ژوند کاوه او اړیکې یې یوازې په لاسي ډول او د دوو باوري پیغام‌ وړونکو له لارې ترسره کېدې».

د نوموړي په وینا؛ تهران له اېبټ‌‌اباد نه دا درس اخیستی، چې تر ټولو خوندي پټنځای حتمي لرې غارونه نه‌دي؛ بلکې په یوه پوځي ښار کې یو کلک دېوال لرونکی کمپلکس هم کېدای شي.

دغه کارپوه زیاته کړه، چې بن‌لادن د پاکستان تر ټولو مهمې پوځي اکاډمۍ څخه یوازې شاوخوا یو کیلومتر واټن درلود او د لوړو دېوالونو تر شا پټ و. د هغه په باور؛ په ایران کې د سپاه اړوند تاسیساتو ترڅنګ کلک او تر ځمکې لاندې مرکزونه هم کېدای شي.

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۹ GMT+۱

د بشري حقونو سازمان «پرو ازول» د جرمني له حکومت نه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته په کتو له جرمني نه د افغان کډوالو اېستل باید سملاسي ودروي. د یاد بنسټ د شمېرو له مخې؛ د مجرده نارینه‌ پناه غوښتونکو د ملاتړ او منلو کچه له شاوخوا ۶۶ سلنې ۱۶ ته راټیټه شوې ده.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د افغان کډوالو د غوښتنلیکونو پر وړاندې د جرمني حکومت پر چلند، په ځانګړي ډول د مجرده نارینه‌و د منلو کچې پر کمېدو سختې نیوکې وکړې. پرو ازول په جرمني کې یو پېژندل شوی د بشري حقونو سازمان دی، چې د پناه غوښتونکو، کډوالو او هغو کسانو د حقونو دفاع کوي چې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

دغه بنسټ ویلي، چې په تېر یوه کال کې د مجردو افغان نارینه‌و د پناه غوښتنې د منلو کچه په څرګند ډول راکمه شوې؛ خو په افغانستان کې وضعیت لاهم کړګېچن دی. پرو ازول ویلي، چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې «بامف» اداره «د طالبانو خپل‌سری چلند» له پامه غورځوي او داسې انګیري، چې د یادې ډلې قضايي چلند منطقي دی. دغه سازمان یاده تګلاره «شرموونکې» بللې ده.

د افغانستان د وضعیت نوې ارزونه

دغه بنسټ همداراز ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن دی؛ د جرمني د کډوالۍ اداره په ډېری مواردو کې د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو مخه نه نیسي. ورته مهال طالبانو خپله «ناقانونه، خپل‌سرې او تاوتریخجنه واکمني» نوره هم پراخه کړې ده.

خو د دغه سازمان شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۶کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو عمومي کچه شاوخوا ۸۹ سلنه وه. داسې ښکاري، چې د دغه توپیر لامل د اروپا د عدالت محکمې پرېکړه ده، چې له مخې یې افغان ښځې او د هغوی د کورنۍ غړي باید د جرمني حکومت د کډوالۍ ملاتړ څخه برخمن شي.

د پرو ازول اجرایوي مشرې هلن رزنه ویلي، چې د جرمني حکومت باید د افغانستان وضعیت له سره وارزوي. د هغې په وینا؛ په افغانستان کې د بشري حقونو او انساني وضعیت خرابوالی باید تحریف یا کم‌ارزښته ونه ښودل شي.

پرو ازول اندېښنه لري، چې د پناه غوښتونکو د اېستلو په اړه د جرمني او طالبانو همکاري ان که د امنیت په پلمه هم وي؛ د طالبانو د ډیپلوماتیک دریځ د لوړولو لامل به شي. مېرمن رزنه وویل، جرمني د پناه غوښتونکو د اېستلو لپاره داسې یو رژیم عادي کوي چې ښځې یې په بشپړ ډول له خپلو حقونو محرومې کړې دي او مخالفین په سیستماتیک ډول څاري. هغې دغه کار د بشري حقونو له نظره ویجاړوونکی او د بهرني سیاست له پلوه ناسم وباله.

دغه سازمان ویلي، چې طالبان باید د څار او ځورونې د عامل په توګه جدي وپېژندل شي او له دې ډلې سره هر ډول همکاري باید ودرول شي. پرو ازول همداراز غوښتنه کړې، هغه افغانان چې په جرمني کې د «دولدونګ» سند لري؛ باید د اغېزمنې استوګنې حق او د کار اجازه ترلاسه کړي.

«دولدونګ» په جرمني کې هغه سند دی، چې یو کس ته د دایمي استوګنې اجازه نه ورکوي؛ خو د لنډمهال لپاره یې اېستل ځنډوي.

بامف ادارې کې د طالبانو د استازي د حضور پر سر لانجه

په دې وروستیو کې د جرمني «زد ډي اف» شبکې راپور ورکړی، جرمن چارواکو د افغانانو د اېستلو بهیر په تړاو څو ځله د طالبانو د یوه استازي کوربه‌‌توب کړی چې دغه ناستې د بن په ښار کې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې (بامف) په ودانۍ کې ترسره شوې دي.

د راپور له مخې؛ په بن کې د طالبانو کونسل سید مصطفی هاشمي (د وري میاشتې په ۲۹مه) د بامف ادارې په دفتر کې حاضر شوی و. زد ډي اف لیکلي، دغه حضور د هغو کسانو د پېژندنې او د پاسپورټ اسنادو د برابرولو د بهیر په چوکاټ کې ترسره شوی چې د اېستلو له شرایطو سره برابر دي.

بامف ویلي، چې د طالبانو د استازي بلنه د فدرالي پولیسو د اقدام په چوکاټ کې شوې وه او خپله اداره په‌کې ښکېله نه وه. د بامف په وینا؛ دغه ډول اقدام سږکال د بن ښار په دفتر کې درېیم ځل ترسره شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، د بامف هغه ودانۍ چې له عامو مراجعینو جلا ده، د دغه ډول غونډو لپاره مناسبه وه او د فدرالي او ایالتي ادارو ترمنځ د داسې ځای برابرول یوه عادي چاره ده.
یاد وزارت زیاته کړې، د بامف په ودانۍ کې د دغه غونډې جوړول په دې معنا نه‌ده چې په دغه اداره کې د افغانستان استازولي جوړه شوې ده. د جرمني حکومت له ډېر وخت راهیسې د طالبانو د دوو استازو د منلو له امله له نیوکو سره مخ دی.

جرمني ویلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه‌لري؛ بلکې د کونسلګرۍ د چارو د ترسره کولو او د ځینو افغانانو د اېستلو د بهیر پرمخ وړلو لپاره شوې ده. د بشري حقونو سازمان پرو ازول هم پر یادې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په جرمني کې مېشت افغانان باید د پاسپورټ او کونسلګرۍ اسنادو ترلاسه کولو لپاره د طالبانو استازو ته ونه لېږل شي.
دغه سازمان د جرمني له حکومته غوښتي، چې افغانانو ته بدیل اسناد صادر کړي؛ څو هغوی اړ نه‌شي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې استازولیو سره اړیکه ونیسي. تېره اوونۍ (د غویي ۲۵مه) یوشمېر افغانانو د جرمني په بن ښار کې د بامف ادارې مخې ته لاریون وکړ. د یاد لاریون تنظیموونکو د جرمني له حکومته وغوښتل، چې له طالبانو سره همکاري ونه کړي.

هغوی د بامف په دفتر کې د طالبانو د استازي حضور طالبانو ته د رسمیت ورکولو یوه بڼه وبلله. زرغون ګوند د بن ښار څانګې هم د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو د استازي حضور د اندېښنې وړ بللی دی.
دغه ګوند ویلي، چې د بن په کونسلګرۍ کې د طالبانو د استازي حضور بشري حقونه کمزوري کوي او کولای شي د افغان پناه غوښتونکو لپاره ګواښونه رامنځته کړي. د جرمني د پارلمان یو غړی او سیاست‌وال مارسل امرېش وویل، چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر طالبان د هېواد دولتي چارو ته دننه کړي او له مستقیمو اړیکو سره داسې یو رژیم عادي کوي، چې «د ترهګرۍ استازیتوب کوي، بشري حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کوي او ښځې په سخت ډول ځپي».

مارسل امریش همداراز خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د استازو حضور د جرمني په دولتي جوړښتونو کې «لوی امنیتي ګواښونه» لري. هغه د اېستلو له ګواښ سره مخ کسانو د وېرولو او د معلوماتو د افشا کېدو احتمال یاد کړ او دغه اقدام یې له سیاسي پلوه «نامسوولانه» وباله.

سهیل اپریدی: اډیاله زندان مخې ته پر احتجاج کوونکو ډزې شوې دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپريدي او د عمران خان خور عليمه خان ادعا کړې ده، چې د اډیاله زندان مخې ته د احتجاجي ناستې پر ګډونوالو ډزې شوې او یوشمېر کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

اپريدي د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۳۰مه) یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال ویلي، هغه کاروان چې د عمران خان سره د لیدنې لپاره اډیاله زندان ته روان و؛ اسلام‌اباد ته تر ننوتو وروسته ودرول شو او وروسته ګډونوالو د چونګي نمبر ۲۶ په سیمه کې احتجاجي ناسته وکړه.

هغه ادعا وکړه، چې د ناستې د ختمولو لپاره پر ګډونوالو ډزې وشوې. نوموړي وویل، په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا ټول پاکستان ته ګاز ورکوي؛ خو په بدل کې یې د دوی له استازو سره ناسم چلند کېږي.

اپريدي زیاته کړه، دوی یوازې دا غوښتنه لري چې عمران خان ته دې په شفا نړۍوال روغتون کې درملنه ورکړل شي. هغه ادعا کړې، چې عمران خان د ښۍ سترګې د لید پراخه کچه له لاسه ورکړې ده.

بل لور ته عليمه خان وویل، چې د هغه پر ضد قضیې په خپلواکه توګه نه اورېدل کېږي او نوموړی له میاشتو راهیسې په انفرادي خونو کې ساتل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اپوزېسیون ټلوالې او تحریک انصاف ګوند د جمعې په ورځ په ټول پاکستان کې د عمران خان د خلاصون، د بیو لوړوالي او نورو ستونزو په اړه د پراخو احتجاجونو اعلان کړی دی.

د چین ولسمشر ښايي راتلونکې اونۍ شمالي کوریا ته سفر وکړي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۲:۱۴ GMT+۱

د سویلي کوریا د «یونهاپ» خبري اژانس وايي، د چین ولسمشر شي جین پینګ ښايي راتلونکې اونۍ شمالي کوریا ته سفر وکړي. د سویلي کوریا د چارواکو په وینا، پینګ به په دې سفر کې د شمالي کوریا د مشر او ټرمپ تر منځ د منځګړيتوب هڅه وکړي.

رویترز خبري اژانس د پنجشنبې په سهار وختي د سویلي کوریا د یوې دولتي سرچینې له قوله ویلي، چې د چین د امنیتي خدماتو او تشریفاتو د چارواکو یو ټیم په دې وروستیو کې د شمالي کوریا په پلازمېنه پیانګ‌یانګ کې وو او په وینا یې، دغه سفر به ښايي د مې په پای یا د جون په لومړیو کې ترسره شي.

سرچینې زیاته کړې، شي جین پینګ چې تېره اونۍ یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوربه توب کړی، هڅه به وکړي چې د ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون ترمنځ د یوه منځګړي په توګه رول ولوبوي.

چین او شمالي کوریا لا تر اوسه په دې تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

چین د شمالي کوریا یو مهم اقتصادي او سیاسي متحد دی او د شمالي کوریا مشر تېر کال له بیجینګ څخه لیدنه کړې وه او په یوه لوی نظامي رسم ګذشت کې د شي جین پینګ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترڅنګ ولاړ وو.

ټرمپ، چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه د مذاکرې لپاره درې ځله له کیم جون اون سره لیدلي وو ویلي، چې هغه یو ځل بیا د شمالي کوریا له مشر سره لیدنې ته چمتو دی او له هغه سره ښې اړیکې لري.

انتونیو ګوترېش د اقلیمي عدالت په اړه د نړیوالې محکمې پرېکړه وستایله

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اقلیمي بدلونونو په اړه د نړیوالې محکمې د مشورتي نظر اړوند د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پرېکړه‌لیک هرکلی کړی او هغه یې د اقلیمي عدالت او نړیوال قانون لپاره مهم ګام بللی دی.

ګوترېش په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دغه اقدام «د نړیوال قانون، اقلیمي عدالت، علم او د دولتونو د مسؤلیتونو پیاوړی تایید» دی، په داسې حال کې چې نړۍ له مخ پر زیاتېدونکي اقلیمي بحران سره مخ ده.

هغه زیاته کړې چې هېوادونه مسؤلیت لري څو خپل خلک د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو څخه خوندي وساتي او د دې ستونزې پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې «هغه کسان چې په اقلیمي بدلونونو کې تر ټولو کمه ونډه لري، تر ټولو ډېره بیه پرې کوي» او دا وضعیت یې ښکاره بې‌عدالتي بللې ده.

ګوترېش ویلي چې دې بې‌عدالتۍ ته باید د پای ټکی کېښودل شي او نړیواله ټولنه باید د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کارپوهانو په باور، بې‌وزله او زیان‌من هېوادونه د اقلیمي بدلونونو له اغېزو تر ټولو ډېر زیان ویني، سره له دې چې د دې بحران په رامنځته کولو کې یې ونډه کمه ده.