• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان لوبغاړو د اسیا رزمي هنرونو په سیالیو کې د سپینو زرو او برونزو دوه مډالونه وګټل

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د رزمي هنرونو دوو ملي لوبغاړو روحید ستانکزي او محمد قاسمي په ازبکستان کې د ۲۰۲۶کال د اسیا د ځوانانو د رزمي هنرونو په دویم پړاو سیالیو کې دوه مډالونه وګټل. په دغه سیالیو کې روحید ستانکزي د سپینو زرو او محمد قاسمي د برونزو مډال وګاټه.

د افغانستان د ۶۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې روحید ستانکزي د سیالیو په وروستي پړاو کې د قرغزستان او ازبکستان سیالانو ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار وموندله؛ خو هغه په ​​وروستۍ لوبه کې د قزاقستان د کیدر علي په وړاندې ماتې وخوړه او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ.
له بلې خوا له افغانستان نه د ۴۵ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې محمد قاسمي په دغه سیالۍ کې د برونزو مډال وګاټه. هغه په ​​خپله لومړۍ لوبه کې د تاجکستان د یعقوب تورسنزاده په وړاندې ماتې وخوړه؛ خو په دویمه لوبه کې یې د هند کوین کوپرونکو ته ماتې ورکړه او د برونزو مډال یې وګاټه.
د ۲۰۲۶کال د اسیا رزمي هنرونو په دویم پړاو سیالۍ کې د مئ له ۱۸مې تر ۲۰مې پورې په ازبکستان کې د اسیا د زرمي هنرونو ټولنې تر څار لاندې ترسره شوې. په دغه سیالیو کې له بېلابېلو اسیایي هېوادونو د رزمي هنرونو ځوانو لوبغاړو د یو بل په وړاندې سیالي وکړه.
دغه سیالۍ په دوو کټګوریو کې ترسره شوې: «عصري رزمي لوبې» او «دودیزې رزمي لوبې»؛ ترڅو په نړۍواله کچه د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو اندازه کولو لپاره زمینه برابره شي.

100%

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

د ماشومانو کورنۍ: په ځینو خصوصي ښوونځیو او وړکتونونو کې د ماشومانو روغتیا ته پام نه کیږي

•
•
•

نور کیسې

د لوبغاړو د ستاینې مراسم؛ د موتای لوبې افغان اتل یوسف جهانګیر سعودي عربستان ته لاړ

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د موی‌تای افغان اتل محمد یوسف جهانګیر د سعودي عربستان د سپورټي چارواکو په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې ریاض ته تللی دی.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، جهانګیر د اسلامي هېوادونو د هم‌غږۍ په لوبو کې د سرو زرو مډال ګټلو له امله، د ستاینې په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره هلته بلل شوی، چې د مډال ګټونکو ورزشکارانو د قدرونې په موخه جوړ شوي دي.

محمد یوسف جهانګیر د افغانستان د موی‌تای ملي لوبډلې غړی دی. نوموړي د اسلامي هېوادونو د هم‌غږۍ په شپږم پړاو لوبو کې، چې د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره شوې، د سرو زرو مډال ګټلی و.

د طالبانو د سپورټ ادارې زیاته کړې، چې دغه افغان ورزشکار په یادو سیالیو کې د اندونیزیا، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو څخه خپلو حریفانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقام او د سرو زرو مډال خپل کړی و.

روحید ستانکزي د قرغزستان فردوس ارګاشیف ته ماتې ورکړه

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۹ GMT+۱

د رزمي لوبو افغان لوبغاړي روحید ستانکزي د ازبکستان د ۲۰۲۶کال د اسیا د ځوانانو په رزمي سیالیو کې خپله دویمه لوبه د قرغزستان فردوس ارګاشیف پر وړاندې وګټله. ستانکزي د یادې لوبې په ګټلو سره بل پړاو ته لار وموندله.

روحید ستانکزي د منفي ۶۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ازبکستان نظر ماکسیتبایف ته ماتې ورکړه. د ۲۰۲۶کال د اسیا د ځوانانو د رزمي لوبو د اتلولۍ دویم پړاو د مئ له ۱۸مې تر ۲۰مې پورې په ازبکستان کې د اسیا د رزمي لوبو څانګې تر څار لاندې ترسره کېږي.
په دغه سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو د رزمي لوبو لوبغاړي د درېیو ورځو لپاره د یو بل په وړاندې سیالي کوي. په دغه سیالیو کې د بېلابېلو اسیایي هېوادونو د ملي فدراسیونونو او ټولنو ځوانو لوبغاړو برخه اخیستې ده.
دغه سیالۍ به په دوو کټګوریو کې دوام وکړي: «عصري رزمي لوبې» او «دودیزې رزمي لوبې»؛ ترڅو په نړۍواله کچه د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو اندازه کولو لپاره یوه زمینه برابره شي.

100%
100%

هند کې د شاپور ځدراڼ درملنه؛ میرویس عزیزي د کرکټ د دې رنځور ستوري د روغتیا پوښتنه کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۱

د عزیزي ګروپ بنسټګر میرویس عزیزي اعلان کړی، چې د هند په نوي ډیلي ښار کې یې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له ستوري شاپور ځدراڼ سره لیدلي دي او د هغه د روغتیا پوښتنه یې کړې ده. شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د یوې سختې ناروغۍ له امله په هند کې تر درملنې لاندې دی.

عزیزي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د شاپور ځدراڼ د درملنې د لګښتونو د پوره کولو لپاره یې د هغه له کورنۍ سره مالي مرسته کړې ده. نوموړي ژمنه کړې چې دا مالي ملاتړ به د شاپور ځدراڼ تر بشپړې روغتیا پورې دوام ولري.

هغه همدارنګه د ځدراڼ د روغتیايي وضعیت او د درملنې د پرمختګ په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

میرویس عزیزي زیاته کړې، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې غوښتل له شاپور ځدراڼ سره وویني، خو په منځني ختیځ کې د اوسني وضعیت او د سفر د محدودیتونو له امله دا کار شونی نه و. هغه ویلي چې بالاخره یې پرون ډیلي ته سفر وکړ او هلته یې د شاپور ځدراڼ د پوښتنې ترڅنګ د هغه د کورنۍ له غړو سره هم لیدنه وکړه.

د عزیزي ګروپ بنسټګر شاپور ځدراڼ یو داسې شخص بللی، چې په نړیواله کچه د کرېکټ په ډګر کې د خپلو غوره لوبو له لارې یې د میلیونونو افغانانو زړونو ته خوښي او ویاړ بښلی دی. د افغان کرېکټ مینه‌والو نیوکې کوي چې د افغانستان کرېکټ بورډ او چارواکو تر اوسه پورې د رنځور شاپور ځدراڼ لاسنېوی نه دی کړی.

تر دې مخکې د راشد خان او محمد نبي په ګډون د کرېکټ یو شمېر نورو ستونرو هم د شاپور ځدراڼ د روغتیا پوښتنه کړې وه.

د منځنۍ اسیا اتلولۍ؛ افغانستان د قرغیزستان پر وړاندې بې‌ګوله مساوي شو

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د افغانستان د ۲۰کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال د منځنۍ اسیا د اتلولۍ سیالیو په لړ کې د قرغیزستان پر وړاندې په خپلې وروستۍ لوبه کې مساوي پایله ترلاسه کړه.

دغه لوبه پرون غرمه د دوشنبه په ښار کې ترسره شوه او دواړو لوبډلو د صفر ـ صفر پایلې سره لوبه پای ته ورسوله.

دا د افغانستان د ۲۰کلنو ملي لوبډلې لپاره په دغو سیالیو کې وروستۍ لوبه وه. افغان لوبډله تر دې وړاندې په خپلو درې پرله‌پسې سیالیو کې له ماتې سره مخ شوې وه.

د افغان لوبډلې مخکنۍ لوبې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان لوبډلو پر وړاندې ترسره شوې وې.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ، د غویي میاشتې په ۲۰مه، په دوشنبه ښار کې د منځنۍ اسیا د بېلابېلو هېوادونو د غوره لوبډلو په ګډون پیل شوې او ټاکل شوې د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې دوام وکړي.

د افغانستان د رزمي لوبو لوبغاړي د ازبکستان اسیایي سیالیو ته چمتو دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د رزمي لوبو فدراسیون اعلان کړی، چې د دغه فدراسیون د ځوانانو لوبډله د روغتیایي معایناتو تر ترسره کولو او د رسمي جامو تر ترلاسه کولو وروسته د ازبکستان اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره چمتو شوې ده.

دغه سیالۍ د ۲۰۲۶کال د جاپان ناګویا اسیایي لوبو ته د سهمیې ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي. د یاد فدراسیون د اعلان له مخې؛ د غوراوي سیالۍ به نن په ازبکستان کې پیل شي او افغان لوبغاړي له خپلو اسیایي سیالانو سره د سیالۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.

همداراز ټاکل شوې، د افغانستان د رزمي لوبو د لویانو لوبډله چې ۲۰ لوبغاړي او روزونکي په‌کې شامل دي؛ د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۶کال (د مئ ۲۰مه) ازبکستان ته ولاړه شي؛ څو په دغه سیالیو کې ګډون وکړي.

د فدراسیون مسوولینو ویلي، چې د دغه سیالیو په پای کې به څلور لوبغاړي د ناګویا اسیایي لوبو لپاره او څلور نور به د اسیا د دننه تالار لوبو لپاره وټاکل شي.