• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناروې له طالبانو غوښتي‌ چې د بشري حقونو نړیوالې ژمنې باید عملي کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ناروې استازولۍ ویلي، د بشري حقونو په تړاو د یوناما له خوا راپورته شوې اندېښنې تاییدوي او له طالبانو غواړي چې د بشري حقونو برخه کې نړیوالې ژمنې عملي کړي. خبرپاڼه وایي، افغانستان کې باید د ښځو پر وړاندې تبعیض پای ته ورسېږي.

د افغانستان لپاره د ناروې استازولۍ د جمعې په ماښام (د غبرګولي لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بشري حقونو په تړاو د یوناما له خوا راپورته شوې اندېښنې تاییدوي او له طالبانو یې غوښتي چې د بشري حقونو په تړاو د افغانستان کړې ژمنې پوره کړي. خبرپاڼه وایي، په افغانستان کې باید د ښځو پر وړاندې تبعیض پای ته ورسېږي، د ماشومانو حقونه خوندي شي او عدالت، وقار او مساوي حقونه باید تضمین شي.

یاد پیغام د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) دریځ «انعکاس» وباله او له طالب چارواکو یې د عملي کولو غوښتنه وکړه.

ناروې د بشري حقونو تړونونو ته د افغانستان د ژمن پاتې کېدو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د نړیوالو اصولو رعایت د ټولنې د ثبات او هوساینې لپاره بنسټیز دی.

ناروې یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره تعامل لري او‌ پر کابل د دغه واکمنې ډلې ډیپلوماټان یې هم په خپل هېواد کې منلي دي.

ملګرو ملتونو د طالبانو د زوجینو د تفریق اصولنامې پر توشیح کېدو اندېښنه ښودلې | افغانستان انټرنشنل پښتو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د زوجینو د تفریق په تړاو د طالبانو د قانون پر توشیح کېدو اندېښنه ښودلې ده. د یوناما سرپرستې ویلي، چې ۱۸مه ګڼه فرمان د هغه پراخ او ژور اندېښمنوونکي بهیر یوه برخه ده، چې د افغان ښځو او نجونو حقونه په‌کې په تدریج له منځه ځي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو عدلیې وزارت د زوجینو د تفریق اصولنامه چې ۱۲څپرکي او ۳۱ مادې لري، د هبت‌الله اخوندزاده له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپره کړې ده.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

۵

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۱

د افغان ایواک بنسټ مشر شان وان‌ډایور د امریکا د کډوالۍ ادارې پر نوې تګلارې سختې نیوکې کړي او هغه یې له افغان متحدینو سره «خیانت» بللی دی. د دې تګلارې له‌مخې، د هغو افغانانو لپاره چې د بشري پارول له لارې امریکا ته تللي، د دایمي استوګنې یا ګرین کارت ترلاسه کول خورا سخت شوي دي.

وان‌ډایور د جمعې په ماښام (د غبرګولي لومړۍ) په یوې اعلامیه کې وویل، د امریکا د کډوالۍ ادارې نوې تګلاره له افغان کډوالو غواړي، چې د شین یا ګرین کارت لپاره له خپل هېواده غوښتنلیک ورکړي. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو د واکمنۍ له امله په افغانستان کې هېڅ ډول امریکایي کونسلي خدمات نشته او له هغه ځایه غوښتنلیک ورکول ناشونې دي.

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د اعلامیې له‌مخې، یوازې پاکه مخینه، دنده او په امریکا کې قانوني حضور د شین کارت لپاره کافي نه‌دي او غوښتونکي باید د کډوالۍ ادارې ته «غیر معمولي» دلایل وړاندې کړي.

د افغان ایواک مشر ټینګار کړی، چې دا پرېکړه تر ډېره هغه افغانان اغېزمنوي، چې د ۲۰۲۱ کال د تخلیې په بهیر کې د امریکا د حکومت له‌خوا په پوځي الوتکو کې دغه هېواد ته لېږدول شوي دي. همدارنګه هغه کسان چې د طالبانو له وېرې یې امریکا ته پناه وړې، هم د دې تګلارې ښکار کېږي. خو په اعلامیه کې روښانه شوې، چې دا پرېکړه پر هغو افغانانو نه پلي کېږي چې د «تلپاتې ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته رسېدلي دي.

وان‌ډایور د امریکا پر حکومت نیوکه کړې، چې د افغان متحدینو پر مخ د دایمي خوندیتوب ټولې لارې تړي. هغه د کډوالۍ ځانګړې ویزو (SIV) پروګرام درول، د کډوالو منلو بندول او د کورنیو د یوځای کېدو پروسې ځنډول د دې لړۍ برخه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک له هېوادونو غوښتي، چې د افغانانو جبري اېستنه دې ودروي او په دې برخه کې د نړیوالو بشري حقونو اصولو ته درناوی وکړي. نوموړي په یوې تازه څرګندونه کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته جبري ستنېدونکي له جدي خطرونو سره مخ کېږي.

تورک زیاته کړې، افغان ښځې، ماشومان او نارینه لا هم له هغو هېوادونو اېستل کېږي، چې هلته یې د خوندي ژوند لپاره پناه وړې وه.

تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان د ستنېدونکو لپاره یو خوندي هېواد نه‌دی. د نوموړي په وینا، هغه افغانان چې بېرته دغه هېواد ته ستنېږي، له ځورونې، نیول کېدو، شکنجې، لوږې او نورو ګواښونو سره مخ کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو میاشتو کې له یو شمېر ګاونډیو او اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو بهیر زور اخیستی دی. د کډوالو او بشري حقونو ملاتړي بنسټونه وایي، افغانستان لا هم خوندي نه‌دی.

حنیف اتمر د روږدو کسانو پر روغتون د برید په تړاو د نړیوالې محکمې د عملي اقدام غوښتنه وکړه

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱

په افغانستان کې د تېر نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په تړاو د ریچارډ بېنېټ دریځ ستایلی او د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه یې غوښتي، چې د جګړه‌ییزو جرمونو د تورنو کسانو پر ضد د دعوې د ثبت او محاکمې لپاره عملي اقدامات وکړي.

اتمر ویلي، د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال باید په مستقیم ډول د جرمونو د اعلان، د دعوې د اقامې او د تورنو کسانو د محاکمې بهیر پرمخ یوسي. د هغه په وینا، د یوناما، د بشري حقونو د بنسټونو او د رسنیو راپورونه او مستندونه د عدالت د تامین او حقوقي دعوو لپاره مهم بنسټ جوړوي.

تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان وروستي خونړي برید ته په اشارې سره د دې پېښې د بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.

بېنېټ د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په تړاو د هر اړخیرې څېړنې غوښتنه کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د تېر کال د کب د ۲۵مې په ماښام، پاکستاني جېټ الوتکو د «غضب للحق» عملیاتو په چوکاټ کې د کابل په ختیځ کې د روږدو د درملنې اړوند پر «امید» مرکز بمباري وکړه. دغه مرکز له ۲۰۱۶ کال راهیسې د روږدو د درملنې د یوه تر ټولو لوی مرکز په توګه چې شاوخوا د دوه زره ناروغانو ظرفیت یې درلود، فعالیت کاوه.

ملګرو ملتونو د پاکستان په دې هوايي بمباریو کې د ۲۶۹ ملکي وګړو وژنه او د ۱۲۲ نورو ټپي کېدل تایید کړي، خو طالبانو بیا د یادې پېښې د وژل شویو شمېر څه باندې ۴۰۰ ښودلی دی.

محمد عمر داوودزی: ملکونه په «خیراتونو» نه‌جوړېږي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر پخواني رییس محمد عمر داوودزي له کابل سره د تاشکند پر سوداګریزو اړیکو خوښي ښودلې او دا یې ښه اقدام بللی دی. هغه په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې یوازې تلپاتې اقتصاد او پانګونې کولای شي افغانستان له اوسني وضعیت څخه وباسي.

محمد عمر داوودزي د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) په خپله اېکس‌پاڼه ټینګار کړی، چې هېوادونه په «خیراتونو» نه‌جوړېږي، بلکې د کاري زمینو برابرول او پانګونې د پرمختګ لامل کېږي. هغه زیاته کړې، چې ازبکستان په وروستیو کې د افغانستان لپاره د سیمې د یوه رغنده او بې‌پرې شریک په توګه راڅرګند شوی دی.

د داوودزي په وینا، افغانستان او ازبکستان یوازې ګډه پوله نه، بلکې ګډ تاریخ، فرهنګ او اقتصادي ګټې لري. هغه ویلي، چې دواړه هېوادونه د سیمې د سولې او ثبات لپاره مسوولیت لري او د جیوپولیټیکي بې‌ثباتۍ په اوسني وخت کې د اړیکو پیاوړتیا د دواړو لورو په ګټه ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر پخواني رییس همدارنګه څرګنده کړې، چې د کابل او تاشکند دا اړیکې د مرکزي او سویلي اسیا د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري. هغه غوښتنه کړې، چې د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید دومره بنسټیزې شي، چې د نظامونو له بدلونونو څخه اغېزمنې نه‌شي او نورو ته یو ښه مثال جوړ کړي.

د ازبکستان د سوداګرو یوه پلاوي تېره ورځ (پنج‌شنبه) په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې له غړو سره په ناسته کې خبر ورکړی، چې تاشکند پلان لري په بېلابېلو ولایتونو کې د نساجۍ، کرنې او روغتیايي وسایلو په برخو کې پر لویو فابریکو پانګونې وکړي. دغه پلاوي نن (جمعه) په ننګرهار کې هم د طالبانو له ځايي چارواکو او د درملو له ټولنې سره په ګډو سوداګریزو همکاریو او د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.

افغاني سره میاشت: ۱۹ افغان ماشومان په جرمني کې تر درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۱۴ GMT+۱

د طالبانو افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، هغه ۱۹ افغان ماشومان چې د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي وو، تر بشپړې درملنې وروسته بېرته هېواد ته راستانه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د طالبانو افغاني سرې میاشتې د جمعې په ماښام (د غبرګولي لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ماشومان یا په اور شدید سوځېدلي وو او یا هم د مېکروبي هډوکو پر ناروغۍ اخته وو، چې د درملنې لپاره د جرمني سولې کلي خیریه بنسټ ته لېږدول شوي وو.

د ماشومانو کورنیو د خپلو اولادونو له رغېدو او بېرته راستنېدو خوښي څرګنده کړې او د دوی د ماشومانو د درملنې په برخه کې له افغاني سرې میاشتې او همکارو بنسټونو څخه مننه کړې ده.

دغې ټولنې ویلي، چې د جرمني له سولې کلي خیریه بنسټ سره د ۳۶ کلن هوکړه‌لیک له‌مخې هر کال هغه ماشومان جرمني ته استول کېږي، چې په اور سوځېدلي وي یا د مېکروبي هډوکو له ناروغۍ کړېږي.

سره میاشت اداره زیاتوي، چې تر دې مهاله شاوخوا پنځه زره افغان ماشومان تر بریالۍ درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته راستانه شوي او دا بشرپاله لړۍ همداراز دوام لري.