د ملالې بنسټ: د زوجین د تفریق اصولنامه په افغانستان کې جنسیتي تبعیض قانوني کوي

د ملالې بنسټ، چې د نجونو د زدهکړې له حق څخه د دفاع برخه کې فعالیت کوي، د طالبانو لهخوا د زوجین د تفریق پر اصولنامې نیوکه کړي او ویلي یې دي، دا اصولنامه افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک جنسیتي تبعیض نښه ده. دغه بنسټ د کمر عمره نجونو ودول د ښځو او نجونو د حقونو نقض وباله.
