• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پولیس وايي له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې ماشومه به ژر وموندل شي

فضل عزیز
فضل عزیز

افغانستان انټرنشنل- پښتو، کراچۍ

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱

د پاکستان د سند د شکارپور ولسوالۍ پوليس وايي، د هغې ماشومې چې له پېښوره د سند شکارپور ته یې د تښتولو راپور ثبت شوی، د موندلو لپاره د پوليسو عمليات دوام لري. پوليس چارواکي زیاتوي، ډېره ژر به دغه ماشومه د تښتوونکو له منګولو راخلاصه کړي. یاده ماشومه نږدې ۲ میاشتې مخکې تښتول شوې ده.

د شکاپور ولسوالۍ د پوليسو مشر محمد کلیم افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، دوی ته د ماشومې په اړه ويل شوي، چې هغه لادرکه ده او په ټولنيزو رسنيو او مطبوعاتو کې د ماشومې د لادرکۍ په اړه له خبرونو سره سم یې د کچې په علاقه کې عمليات پيل کړي دي.

هغه وويل، «موږ له پرون (پنجشنبې) څخه عمليات پيل کړي، يوه بله نجلۍ مو له ډاکوانو څخه راخوشې کړې ده، دغه نجلۍ له لاهوره راتښتول شوې او د خوشې کولو په عملياتو کې یې يو ډاکو هم وژل شوی دی».

نوموړي زیاته کړه: «د پېښور د ماشومې لپاره مو عمليات چټک کړي او تمه ده، چې په ۲۴ ساعتونو کې ورته ورسو او د دوشنبې پورې یې بيا عدالت ته وړاندې کړو».

د ماشومې مور سلمه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، ماشومه لور یې (حرم سعيد) د مارچ په ۲۸مې له پېښور څخه تښتول شوې ده. هغې وويل، د خپلې لور د موندنې لپاره له خپل خاوند سره د سند سکهر سيمې ته ورغلې، خو ورته وويل شول، چې د تښتوونکو خواته «يوازې» ورشي.

هغې وويل، «زه یوازې ورغلم، له ما څخه يې ۱۵ لکه روپۍ واخیستې، هغو خلکو پر ما جنسی تيری او تشدد هم کړی، زما ماشومه یې پلورلې او بیا یې زه هم وپلورم، بيا یې زه د نورو روپیو راوړلو په بهانه پرېښودم».

د ماشومې د لادرکۍ راپور د کراچۍ په مومن اباد پوليس تاڼه کې د هغې د پلار سعيد خان له‌خوا د مارچ په ۲۸مه ثبت شوی، چې په‌کې ويل شوي، ماشومه لور یې، چې د ۱۱ يا ۱۲ کلو ده، حرم نومېږي، له کوره د یوه څه پسې وتلې وه، خو بېرته بيا نه ده راغلې. بیا ورته د سند له سکهر سيمې څخه له یوه موبايل نمبر څخه زنګ راغلی چې ماشومه له دوی سره ده».

د ماشومې مور سلمه وويل، د پېښور پوليسو یې د ماشومې د لادرکۍ راپور نه ثبتولو ځکه یې په کراچۍ کې ثبت کړی دی.

د تښتول شوې ماشومې د مور ځينې ويډیويي پیغامونه او مرکې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوي، چې په‌کې وايي، «د ماشومې واده په خپله خوښه یې شوی او زه هم پرې رضا يم».

خو هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، «له زما څخه يوازې يوه نه، بلکې درې ويډيويي بيانونه په زوره ثبت کړای شوي دي».

د شکارپور د پوليسو مشر محمد کليم هم وویل، دوی ته هم د ماشومې د واده او ډاکوانو ته د پیسو ورکولو راپور ورکړل شوی، خو دا هر څه به له هغې وروسته معلوم شي چې ماشومه ترلاسه او عدالت ته وړاندې کړل شي.

د تښتول شوې حرم سعيد لپاره د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي او د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم د عدالت غوښتنه کړې او همداراز د سند لپاره د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر شاهي سيد افغانستان انټرنشنل ته وويل، د سند د کورنيو چارو ايالتي وزیر او د پوليسو له ايالتي مشر سره یې په دې اړه خبرې شوي او ژمنه ورسره شوې، چې ماشومه به ډېر ژر له ډاکوانو څخه راخوشې کړي.

په ټولنيزو رسنيو کې خلکو يادې پېښې ته سخت غبرګون ښودلی او له سند حکومت څخه یې د ماشومې د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی
۱

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۴

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

حنیف اتمر د روږدو کسانو پر روغتون د برید په تړاو د نړیوالې محکمې د عملي اقدام غوښتنه وکړه

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱

په افغانستان کې د تېر نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په تړاو د ریچارډ بېنېټ دریځ ستایلی او د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه یې غوښتي، چې د جګړه‌ییزو جرمونو د تورنو کسانو پر ضد د دعوې د ثبت او محاکمې لپاره عملي اقدامات وکړي.

اتمر ویلي، د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال باید په مستقیم ډول د جرمونو د اعلان، د دعوې د اقامې او د تورنو کسانو د محاکمې بهیر پرمخ یوسي. د هغه په وینا، د یوناما، د بشري حقونو د بنسټونو او د رسنیو راپورونه او مستندونه د عدالت د تامین او حقوقي دعوو لپاره مهم بنسټ جوړوي.

تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان وروستي خونړي برید ته په اشارې سره د دې پېښې د بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.

بېنېټ د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په تړاو د هر اړخیرې څېړنې غوښتنه کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د تېر کال د کب د ۲۵مې په ماښام، پاکستاني جېټ الوتکو د «غضب للحق» عملیاتو په چوکاټ کې د کابل په ختیځ کې د روږدو د درملنې اړوند پر «امید» مرکز بمباري وکړه. دغه مرکز له ۲۰۱۶ کال راهیسې د روږدو د درملنې د یوه تر ټولو لوی مرکز په توګه چې شاوخوا د دوه زره ناروغانو ظرفیت یې درلود، فعالیت کاوه.

ملګرو ملتونو د پاکستان په دې هوايي بمباریو کې د ۲۶۹ ملکي وګړو وژنه او د ۱۲۲ نورو ټپي کېدل تایید کړي، خو طالبانو بیا د یادې پېښې د وژل شویو شمېر څه باندې ۴۰۰ ښودلی دی.

پر طالبانو د پاکستان فشار؛ اسلام اباد وايي له طالبانو سره به یې اړیکې تغیر ونه کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي یوې خبري ناستې ته ویلي، تر څو چې طالبانو په افغان خاوره کې د وسله‌والو له ملاتړه لاس وانخلي، د کابل په وړاندې به د اسلام اباد پالیسي بدله نه‌شي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې طالبان په خپله خاوره کې د پاکستان ضد وسلوالو ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د پاکستان او افغانستان اړیکې اوس مهال د یو واحد فکتور لخوا اغیزمنې کیږي، هغه دا چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهګریزو عملیاتو پلان کولو، هڅولو، لارښوونې او اجرا کولو لپاره کارول کیږي.»

هغه د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ په څېر ډلې د دې بریدونو اصلي عاملین وبلل او زیاته یې کړه چې د افغان طالبانو یا په دې بریدونو کې شریک دی یا پرې سترګې پټوي.

اندرابي د تیر کال د اکتوبر راهیسې د افغانستان په وړاندې د پاکستان غچ اخیستونکو اقداماتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د اسلام‌اباد له کابل څخه لیکلي تضمینونه غواړي او تر څو یې تضمینونه ترلاسه کړي نه وي، د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې به په اوسني کړکیچن حالت کې پاتې شي.

د پاکستان له‌خوا دا دریځ په داسې وخت کې نیول کېږي، چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ځنډول شوي او د دواړو خواوو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې هم ودرول شوې دي.

د چین په اورومچي کې د خبرو اترو له وروستي پړاو وروسته، د دواړو خواوو د چارواکو ترمنځ د نویو خبرو اترو کوم څرک نه لیدل کېږي.

په ورته مهال بیجینګ هڅه کوي چې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو تنظیم او منځګړیتوب وکړي، خو پاکستان د وسله والو ډلو پر وړاندې د طالبانو د عملي اقداماتو د نشتوالي له امله په دې خبرو اترو کې د ګډون لپاره کمه لیوالتیا ښودلې ده.

دا ډیپلوماتیک بندښت په پاکستان کې د ناامنۍ د بې ساري څپې سره مل دی؛ ځکه چې په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د وسله والو بریدونه په چټکۍ سره زیات شوي، او اسلام اباد افغان طالبان د دې وسله‌والو په ساتلو تورنوي.

د دې فشارونو په ځواب کې، طالبانو هم په پاکستان باندې د خپل ټرانزیټ انحصار د له منځه وړلو هڅې پیل کړې دي.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو رژیم د پاکستان د اوږدې مودې سیال، هند سره اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې پیاوړې کړې دي، او د ایران او منځنۍ اسیا هیوادونو له لارې د بدیل سوداګریزو لارو د پیاوړتیا په لټه کې دي.

په ورته وخت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مهمو سرحدي لارو دوامداره تړل د دواړو خواوو سوداګرو ته لوی اقتصادي زیانونه اړولي دي چې ملیاردونه ډالر کیږي.

د اقتصادي بحران سربیره، نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو هم د پولو تړلو د بشري پایلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د دې سازمانونو په ویناتړلو هغه افغان ناروغان چې په پاکستان کې طبي درملنې ته اړتیا لري تر ټولو ډیر زیانمن کړي دي او دوی یې له جدي روغتیا او بشري بحران سره مخ کړي دي.

د تحریک انصاف ګوند یو مخکښ غړی په کشمیر کې د ناپیژاندو وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۱

د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په مظفراباد کې د تحریک انصاف ګوند یو مخکښ غړی چوهدري عدالت د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوی دی. دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې نوموړی د برنالې له محکمې نه د خپل وراره او ملګري سره بېرته د ستنېدو په حال کې و.

ویل کېږي، وسله‌والو هغه ته پر لاره کمین نیولی و او په پنګالي موړ سیمه کې د هغه د موټر په رسېدو یې پرې ډزې کړې دي. پولیس وایي، چوهدري عدالت په یاده پېښه کې وژل شوی؛ خو د هغه ملګري له دغه بریده روغ وتلي.

په دغه پېښه کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون دوه لارویان هم د ډزو له امله سخت ټپیان شوي دي. پاکستاني چارواکي وایي، چوهدري عدالت په څو قضیو کې ښکېل و او له یوشمېر کسانو سره یې شخصي دښمني هم لرله.

د پولیسو په وینا؛ له پېښې وروسته بریدګر له سیمې تښتېدلي او د هغوی د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

د پېښور سترې محکمې د پولیسو له‌خوا د یوه نیول شوي افغان کډوال د خوشې کېدو امر وکړ

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د پېښور سترې محکمې د پولیسو له‌خوا د یوه نیول شوي افغان کډوال د خوشې کېدو امر وکړ. د پېښور سترې محکمې د هغه افغان ضمانت منظور کړی، چې له یوې پاکستانۍ مېرمنې سره یې واده کړی. دغه پرېکړه د نوموړي د مېرمنې نورین ولي له‌خوا د ثبت شوې عریضې پر بنسټ وشوه.

د عریضه کوونکې وکیلې ثنا ګلزار محکمې ته ویلي، چې نورین ولي له افغان وګړي عبدالله سره واده کړی او د پاکستان د تابعیت قانون له مخې یې د خپل مېړه لپاره د پاکستان «اوریجن کارټ» ترلاسه کولو غوښتنلیک وړاندې کړی و.

د هغې په وینا؛ محکمې وړاندې اړوندو ادارو ته امر کړی و، چې عبدالله ته دې د پاکستان «اوریجن کارټ» ورکړل شي؛ خو له دې سره، سره پولیسو نوموړی د قانوني اسنادو نشتوالي له امله نیولی و او پرې یې مقدمه ثبت کړې وه.

محکمې د دواړو خواوو د دلایلو تر اورېدو وروسته د دغه افغان د ضمانت غوښتنه ومنله او د هغه د خوشې کېدو امر یې وکړ. قاضي همداراز اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې دې عبدالله له پاکستان نه نه‌باسي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د عبدالله د ضمانت غوښتنې د لاندې محکمو له لوري رد شوې وې۔

نثار باز خان: خیبر پښتونخوا کې پر تاوتریخوالي د ملي رسنیو چوپتیا د توکمیز تبعیض نښه ده

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي نثار باز خان د پاکستان په ملي رسنیو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې د رسنیو چوپتیا د «توکمیز تبعیض» او دوه ګوني چلند څرګندونه کوي.

نثار باز خان په خپله اېکس پاڼه کې ویلي چې د شپې تر دولسو بجو او نږدې لس ساعتونو وروسته هم د پاکستان په هېڅ برېښنايي رسنۍ کې، په باجوړ کې د یوه وژل شوي بې‌ګناه ماشوم پر وړاندې د «ظلم او بربریت» په اړه ځانګړی خپرونه یا ټېلويزيوني بحث نه دی خپور شوی.

هغه پوښتنه کړې: «ایا زموږ وینه دومره ارزانه ده؟»

نثار باز خان ویلي چې هر ځل چې په خیبر پښتونخوا کې د ظلم او بربریت پېښې رامنځته کېږي، ملي رسنۍ چوپ پاتې کېږي او هېڅ ځانګړي پروګرامونه یا بحثونه نه پرې ترسره کېږي.

هغه زیاتوي چې دا حالت د پښتنو او بلوڅو پر وړاندې د «دوه ګوني معیار او تبعیضي چلند» څرګندونه کوي.

نوموړي له دولتي ادارو پوښتنه کړې چې ایا د دې پوښتنو لپاره کوم منطقي ځواب لري او ویلي یې دي: «یو ریاست، دوه قانونونه، د منلو وړ نه دي.»