• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱

د ټرمپ حکومت پرېکړه کړې،‌ ډېری هغه کسان چې موقتي ویزې لري او یا هم د بشري اجازې له‌مخې په امریکا کې ژوند کوي، باید د ګرین کارت د غوښتنې لپاره خپلو هېوادونو ته ستانه شي. خو د افغان ایواک مشر وايي، افغانستان کې امریکایي کونسلي خدمات نشته او له هغه ځایه غوښتنلیک ورکول ناشونې دي.

د اې‌بي‌سي نیوز ټلوېزیوني شبکې د راپور له‌مخې، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) په همدې تړاو یو نوی لارښود صادر کړ. د دغه لارښود له‌مخې، د امریکا دننه د ګرین کارت غوښتنلیکونه به یوازې په استثنايي حالاتو کې منل کېږي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې ویاند زک کاهلر ویلي: «موږ د قانون اصلي موخې ته بېرته ګرځو، څو ډاډ ترلاسه شي، چې بهرني وګړي زموږ د هېواد د کډوالۍ قانوني بهیر په سمه توګه تعقیبوي».

هغه زیاته کړه، له دې وروسته هر هغه کس چې په موقتي ډول په امریکا کې اوسېږي او غواړي ګرین کارت ترلاسه کړي، باید د غوښتنې لپاره خپل هېواد ته ستون شي، مګر دا چې ځانګړي او استثنايي شرایط ولري.

خو د افغان ایواک مشر بیا د امریکا حکومت پر دغې پرېکړې په نیوکې سره وايي، د طالبانو د واکمنۍ له امله په افغانستان کې هېڅ ډول امریکایي کونسلي خدمات نشته او له هغه ځایه غوښتنلیک ورکول ناشونې دي.

د کډوالۍ وکیلانو اې‌بي‌سي نیوز ته ویلي، چې دا پرېکړه ښايي په سلګونو زره کسان اغېزمن کړي. د وکیلانو په وینا، ډېری هغه کسان چې د کار موقتي ویزې لري او د امریکا دننه یې د دایمي استوګنې غوښتنه کړې، ښايي له ستونزو سره مخ شي.

ګرین کارت په امریکا کې د دایمي استوګنې یو ډول رسمي جواز دی. هر هغه څوک چې ګرین کارت ترلاسه کړي، کولی شي په امریکا کې ژوند او کار وکړي، خو دا هم د امریکا د بشپړ تابعیت معنا نه‌لري.

ډېری کډوال لومړی امریکا ته د موقتي او کاري ویزو او یا هم بشري اجازې له لارې ننوځي او وروسته هڅه کوي، چې خپل قانوني حالت دایمي استوګنې ته واړوي.

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغان ایواک بنسټ مشر شان وان‌ډایور د امریکا د کډوالۍ ادارې پر نوې تګلارې سختې نیوکې کړي او هغه یې له افغان متحدینو سره «خیانت» بللی دی. د دې تګلارې له‌مخې، د هغو افغانانو لپاره چې د بشري پارول له لارې امریکا ته تللي، د دایمي استوګنې یا ګرین کارت ترلاسه کول خورا سخت شوي دي.

ترویج لرونکی

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
۱

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۳

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۴

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

حلیم فدایي: د طالبانو له لوري د ښځې او مېړه د جلا کېدو اصولنامه د اسلام ثابت اصل نه‌دی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۱
حلیم فدایي: د طالبانو له لوري د ښځې او مېړه د جلا کېدو اصولنامه د اسلام ثابت اصل نه‌دی
100%

په تېر نظام کې د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي د طالبانو د «زوجینو تفریق» یا د ښځې او خاوند د جلا کېدو پر اصولنامې سختې نیوکې کړې دي. نوموړي ویلي، چې دا اصولنامه دین نه‌دی، بلکې د پخوانیو فتواوو او موروثي فقهي فهم انعکاس دی او د معاصر ژوند له واقعیتونو سره سمون نه‌لري.

محمد حلیم فدايي د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې پر دې اصولنامې نیوکه پر اسلام او قران نیوکه نه ګڼل کېږي، ځکه دا د اسلام ثابت اصل نه‌دی. د هغه په وینا، له قران پرته ډېری دیني او فقهي روایتونه د انسانانو د فهم، د خپل وخت د شرایطو، تاریخ او کلتور زېږنده دي.

هغه ټینګار کړی، چې دا انساني فهمونه مطلق، نه بدلېدونکي او له خطا پاک نه‌شي ګڼل کېدای.

د پکتیا پخوانی والي زیاتوي، چې د طالبانو د دې اصولنامې ډېری استنادونه او مراجع د پېړیو پخوانیو شرایطو پر بنسټ لیکل شوي دي. هغه زیاته کړې، په اسلامي فقه کې دا اصل منل شوی چې عالم او مفتي باید د خپل عصر له شرایطو او بدلونونو سره بلدتیا ولري، خو د طالبانو دا پرېکړه د نن عصر له علمي، حقوقي او ټولنیزو واقعیتونو سره بشپړ تطابق نه‌لري.

نوموړي د پخوانیو فتواوو بې له اجتهاده عملي کول داسې بللي لکه څوک چې د معاصرې ټکنالوژۍ او طب پر ځای لا هم په اوږدو سفرونو کې پر اس او «خره» ټینګار کوي یا د درملنې لپاره تعویذ کاروي.

فدایي ویلي، چې پخوانۍ طریقې د یوازني او مقدس حل په توګه وړاندې کول د دین د بدنامولو لامل کېږي او غوښتنه یې کړې، چې ټولې فقهي او تاریخي پرېکړې باید د قران پر تله وتلل شي، نه دا چې قران د فقهې پر تله وتلل شي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو عدلیې وزارت د زوجینو د تفریق اصولنامه چې ۱۲څپرکي او ۳۱ مادې لري، د هبت‌الله اخوندزاده له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپره کړې او ګڼ غبرګونونه یې راپارولي دي.

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د «زوجینو د تفریق اصولنامې» په اړه د نیوکو په غبرګون کې ویلي، چې دغه اصولنامه د کم‌عمره نجونو د ودولو معنا نه‌لري، بلکې د قضاتو لپاره ده، چې په پخوانیو او پېچلو کورنیو قضیو کې روښانه پرېکړې وکړای شي. هغه ویلي، چې نیوکو ته باید ارزښت ورنه‌کړل شي.


د جرمني مالي مرستو ونشوای کولای افغانان بېرته افغانستان ته د ستنېدو لپاره وهڅوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۱
د جرمني مالي مرستو ونشوای کولای افغانان بېرته افغانستان ته د ستنېدو لپاره وهڅوي
100%

د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې،د جرمني په مالي مرسته یوازې شاوخوا ۲۲۰کسان په داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي، په داسې حال کې چې په همدې موده کې شاوخوا ۴۵۰۰ کسان سوریې ته ستانه شوي دي. د جرمني رسنیو ویلي، د هغو کسانو شمېر ډېر لږ دی، چې د ستنېدو لپاره یې له مالي هڅونې ګټه اخیستې ده.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې په افغانستان او سوریه کې اقتصادي وضعیت په ورته ډول ډېر خراب دی، خو د بېرته ستنېدونکو په شمېر کې دا توپیر ښيي، چې یوازې پیسې خلک بېرته ستنېدو ته نه‌شي هڅولای.

د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان یا سوریې ته بېرته ستنېدونکي کسان د الوتکې د ټکټ او څو سوه یورو د سفري لګښت ترڅنګ، د نوي ژوند د پیلولو لپاره شاوخوا زر یورو ترلاسه کوي. دا مرسته د کورنیو لپاره تر څلور زره یورو پورې رسېږي.

په راپور کې راغلي، د جرمني د کین اړخي ګوند په څېر دا استدلال کېدای شي چې دا مرستې په اصلي هېواد کې د یوه مناسب ژوند د پیلولو لپاره لږ دي.

«فرانکفورټر الګماینه» ورځپاڼې لیکلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د جرمني د فدرالي حکومت د داوطلبانه ستنېدو د پروګرام «ریاګ/ګارپ» مستقیم لګښت شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو وو.

په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې ځینې نور هېوادونه له بېرته ستنېدونکو سره ډېره مرسته کوي او جرمني هم په تېرو وختونو کې په اصلي هېواد کې د نوي ژوند د جوړولو لپاره پراخې مرستې کولې.

له دې سره سره، دغې رسنۍ لیکلي، چې سوریې ته د بېرته ستنېدونکو په اړه هم همدا وضعیت دی.

د دغه راپور له‌مخې، په داوطلبانه ستنېدو کې اصلي پوښتنه یوازې د پیسو د مقدار په اړه نه‌ده، بلکې دا ده، چې خلک تر کومې کچې د خپل هېواد پر سیاسي وضعیت باور او اعتماد لري.

فرانکفورټر الګماینه لیکلي، چې افغانستان او سوریه له دې اړخه اوس په دوو جلا او داسې لارو روان دي چې یو له بل سره توپیر لري.

امریکایي سناتور: ډونالډ ټرمپ باید پر ایران پوځي عملیات بیا پیل کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱
امریکایي سناتور: ډونالډ ټرمپ باید پر ایران پوځي عملیات بیا پیل کړي
100%

د امریکا د سنا د وسله‌والو ځواکونو د کمېټې رییس راجر ویکر له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې له ایران سره د هوکړې پر ځای، پرې پوځي عملیات بیا پیل کړي او د تهران د پوځي وړتیاوو د له‌منځه وړلو بهیر بشپړ کړي.

ویکر د جمعې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «موږ باید هغه څه بشپړ کړو چې پیل کړي مو دي. امریکا باید له اسلامي جمهوریت سره د هوکړې په لټه کې نه‌وي، بلکې پر ځای یې باید پوځي عملیات بیا پیل کړي».

هغه زیاته کړې، چې ټرمپ ته ناسمې مشورې ورکول کېږي، څو داسې یوې هوکړې ته مخه کړي چې «ان د کاغذ پر مخ د لیکلو ارزښت هم نه‌لري».

د امریکا دغه سناتور زیاته کړې، اعلی قومندان باید امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکړي، چې د تهران د دودیزو پوځي وړتیاوو د له‌منځه وړلو بهیر بشپړ او د هُرمز تنګی بېرته پرانیزي.

ناروې له طالبانو غوښتي‌ چې د بشري حقونو نړیوالې ژمنې باید عملي کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
ناروې له طالبانو غوښتي‌ چې د بشري حقونو نړیوالې ژمنې باید عملي کړي
100%

د افغانستان لپاره د ناروې استازولۍ ویلي، د بشري حقونو په تړاو د یوناما له خوا راپورته شوې اندېښنې تاییدوي او له طالبانو غواړي چې د بشري حقونو برخه کې نړیوالې ژمنې عملي کړي. خبرپاڼه وایي، افغانستان کې باید د ښځو پر وړاندې تبعیض پای ته ورسېږي.

د افغانستان لپاره د ناروې استازولۍ د جمعې په ماښام (د غبرګولي لومړۍ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بشري حقونو په تړاو د یوناما له خوا راپورته شوې اندېښنې تاییدوي او له طالبانو یې غوښتي چې د بشري حقونو په تړاو د افغانستان کړې ژمنې پوره کړي. خبرپاڼه وایي، په افغانستان کې باید د ښځو پر وړاندې تبعیض پای ته ورسېږي، د ماشومانو حقونه خوندي شي او عدالت، وقار او مساوي حقونه باید تضمین شي.

یاد پیغام د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) دریځ «انعکاس» وباله او له طالب چارواکو یې د عملي کولو غوښتنه وکړه.

ناروې د بشري حقونو تړونونو ته د افغانستان د ژمن پاتې کېدو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د نړیوالو اصولو رعایت د ټولنې د ثبات او هوساینې لپاره بنسټیز دی.

ناروې یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره تعامل لري او‌ پر کابل د دغه واکمنې ډلې ډیپلوماټان یې هم په خپل هېواد کې منلي دي.

ملګرو ملتونو د طالبانو د زوجینو د تفریق اصولنامې پر توشیح کېدو اندېښنه ښودلې | افغانستان انټرنشنل پښتو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د زوجینو د تفریق په تړاو د طالبانو د قانون پر توشیح کېدو اندېښنه ښودلې ده. د یوناما سرپرستې ویلي، چې ۱۸مه ګڼه فرمان د هغه پراخ او ژور اندېښمنوونکي بهیر یوه برخه ده، چې د افغان ښځو او نجونو حقونه په‌کې په تدریج له منځه ځي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو عدلیې وزارت د زوجینو د تفریق اصولنامه چې ۱۲څپرکي او ۳۱ مادې لري، د هبت‌الله اخوندزاده له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپره کړې ده.

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۱
د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی
100%

د افغان ایواک بنسټ مشر شان وان‌ډایور د امریکا د کډوالۍ ادارې پر نوې تګلارې سختې نیوکې کړي او هغه یې له افغان متحدینو سره «خیانت» بللی دی. د دې تګلارې له‌مخې، د هغو افغانانو لپاره چې د بشري پارول له لارې امریکا ته تللي، د دایمي استوګنې یا ګرین کارت ترلاسه کول خورا سخت شوي دي.

وان‌ډایور د جمعې په ماښام (د غبرګولي لومړۍ) په یوې اعلامیه کې وویل، د امریکا د کډوالۍ ادارې نوې تګلاره له افغان کډوالو غواړي، چې د شین یا ګرین کارت لپاره له خپل هېواده غوښتنلیک ورکړي. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو د واکمنۍ له امله په افغانستان کې هېڅ ډول امریکایي کونسلي خدمات نشته او له هغه ځایه غوښتنلیک ورکول ناشونې دي.

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د اعلامیې له‌مخې، یوازې پاکه مخینه، دنده او په امریکا کې قانوني حضور د شین کارت لپاره کافي نه‌دي او غوښتونکي باید د کډوالۍ ادارې ته «غیر معمولي» دلایل وړاندې کړي.

د افغان ایواک مشر ټینګار کړی، چې دا پرېکړه تر ډېره هغه افغانان اغېزمنوي، چې د ۲۰۲۱ کال د تخلیې په بهیر کې د امریکا د حکومت له‌خوا په پوځي الوتکو کې دغه هېواد ته لېږدول شوي دي. همدارنګه هغه کسان چې د طالبانو له وېرې یې امریکا ته پناه وړې، هم د دې تګلارې ښکار کېږي. خو په اعلامیه کې روښانه شوې، چې دا پرېکړه پر هغو افغانانو نه پلي کېږي چې د «تلپاتې ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته رسېدلي دي.

وان‌ډایور د امریکا پر حکومت نیوکه کړې، چې د افغان متحدینو پر مخ د دایمي خوندیتوب ټولې لارې تړي. هغه د کډوالۍ ځانګړې ویزو (SIV) پروګرام درول، د کډوالو منلو بندول او د کورنیو د یوځای کېدو پروسې ځنډول د دې لړۍ برخه بللې ده.