د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

د افغان ایواک بنسټ مشر شان وانډایور د امریکا د کډوالۍ ادارې پر نوې تګلارې سختې نیوکې کړي او هغه یې له افغان متحدینو سره «خیانت» بللی دی. د دې تګلارې لهمخې، د هغو افغانانو لپاره چې د بشري پارول له لارې امریکا ته تللي، د دایمي استوګنې یا ګرین کارت ترلاسه کول خورا سخت شوي دي.
