• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپا پارلمان مرستیاله: د طالبانو پر ضد د «ډیموکراتو» ځواکونو ملاتړ یوازنۍ لاره ده

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۱

د اروپايي پارلمان مرستیالې پینا پېچېرنو د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ته په یوه پیغام کې ویلي، د طالبانو پر ضد له ډیموکراتو مخالفینو سره له همکارۍ پرته بله هېڅ لاره نه‌شته. نوموړې ټینګار کړی، چې د طالبانو د مخالفینو غږ پیاوړي کول او نړۍ ته رسول یوه «اخلاقي اړتیا» ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اروپا کمېسیون په دې وروستیو کې طالب مسوولین د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر په تړاو د خبرو لپاره بللي دي. دغه اقدام د یو شمېر اروپايي سیاستوالو او د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو له نیوکو سره مخ شوی دی.

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د اروپا پارلمان د هغو غړو له دریځونو مننه کړې، چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو مخالفت کوي. نوموړي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) په یوه پیغام کې ویلي: «موږ له خپلو اروپايي دوستانو غواړو، چې د افغانستان د ازادي غوښتونکو خلکو ترڅنګ ودرېږي، نه د هغو ترهګرو او ظالمانو ترڅنګ چې خلک ځپي».

احمد مسعود د افغانستان د بشري حقونو ناورین په تړاو د اروپايي پارلمان پرېکړه لیک وستایه | افغانستان انټرنشنل پښتو

مسعود همداراز د اروپا پارلمان مرستیالې پینا پېچېرنو او د دې پارلمان نورو غړو ته په اېکس پاڼه لیکلي، چې ارزښتونه باید د سیاسي مصلحتونو قرباني نه شي.

د اروپا پارلمان مرستیالې پینا پېچېرنو، د شنبې په ورځ د مقاومت جبهې د مشر پیغام په خپله اېکس‌پاڼه بیا خپور کړی او یلي یې دي: «له تاسو، ډیموکرات اپوزېسیون او هغو کسانو سره چې د افغان ښځو استازیتوب کوي، له همکارۍ پرته بله هېڅ لاره نه‌شته».

هغې احمد مسعود ته په خطاب کې لیکلي: «تاسو د بل افغانستان استازیتوب کوئ؛ هغه افغانستان چې د طالبانو له رژیم سره بشپړ ټکر لري او یوازې موجودیت یې له هغو ټولو جنایتونو، تاوتریخوالو او د حقونو له سرغړونو پرده پورته کوي».

پېچېرنو زیاته کړې، چې د طالبانو د مخالفانو غږ پیاوړي کول او انعکاس ورکول یوه «اخلاقي اړتیا» ده او اروپا او نړۍ ته دا ور په یادوي، چې «له طالبانو سره د اړیکو عادي کول یوازنۍ لاره نه ده».

هغې ټینګار کړی، چې په پای کې انتخاب بشپړ روښانه دی، یا به د هغې په وینا، د اروپا ټولنه له بنسټیزو ارزښتونو سره همغږې ډیموکرات اپوزېسیون تر څنګ درېږي او یا به د داسې رژیم ملتیا کوي چې پر خپلو خلکو «د بشریت ضد جنایتونه» ترسره کوي.

د اروپا پارلمان مرستیالې احمد مسعود ته لیکلي: «زه به هڅه وکړم چې دا انتخاب له پامه ونه غورځول شي». هغې زیاته کړې: «د اروپا پارلمان ستاسو د مبارزې او د افغانستان د خلکو د ازادۍ غوښتنې د مبارزې ثابت او وفادار ملاتړی دی».

که څه هم د اروپا کمېسیون تایید کړې، چې د سوېډن له چارواکو سره په همغږۍ د روان اوړي په موسم کې په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره د تخنیکي غونډو د کوربتوب پلان جوړوي، خو د دې سفر کره نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې.

که دا لیدنه ترسره شي، نو دا به د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، لومړی ځل وي، چې اروپايي ټولنه په رسمي ډول د طالب چارواکو کوربه‌توب کوي.

دغه لانجمنه بلنه داسې مهال مطرح شوې، چې د تېر کال په جولای کې د هاګ نړیوالې جزايي محکمې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی وو.

پر هغوی د ښځو او نجونو د سیستماتیک ځورونې او ځپنې تور لګول شوی وو.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې بروکسل ته د طالبانو په استول کېدونکي پلاوي کې به هغه کسان هم شامل وي که نه، چې د اروپايي ټولنې تر بندیزونو لاندې دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول نه په دغې غونډه کې د ګډون او نه هم د هغې په اړه د راپورته شویو نیوکو په تړاو څه ویلي دي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: تېره میاشت فراه کې ۱۱ درملتونونه تړل شوي او ۱،۵ ټنه تاریخ‌تېري درمل سوځول شوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱

فراه کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست وایي، په تېره میاشت کې یې له ۲۹۸ خصوصي روغتیايي مرکزنو او د خوراکي توکو له پلورنځیو څارنه کړې ده. خبرپاڼه وايي، د څارنو پایله کې ۱۱ درملتونونه تړل شوي او شاوخوا یو نیم ټن بې‌کیفیته او له وخت‌تېر درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي.

د یاد ریاست خبرپاڼه کې زیاته شوې چې څارنې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه کولو، د روغتیايي مرکزونو د کنټرول او د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي. د دغه ریاست په وینا، ضبط شوي درمل او خوراکي توکي د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې سوځول شوي دي.

طالب مسوولینو زیاته کړې چې تړل شوي درملتونونه د مقرراتو د ماتولو له امله مهر و لاک شوي او د بیا پرانیستل کېدو لپاره یې د اصلاح او معیاري کېدو شرطونه ابلاغ شوي دي. هغوی ټینګار کړی چې له سوداګرو او درملتون لرونکو څخه تعهدات اخېستل شوي چې د نېټه‌تېرو او بې‌کیفیته توکو له خرڅلاو څخه ډډه وکړي.

د طالبانو عامې روغتیا ریاست همدارنګه ویلي چې د خوړو خوندیتوب د تضمین لپاره پلورنځیو ته د ذخیره‌سازۍ، د سړې زنځیر د ساتنې او د توکو د نېټو د منظم څار لارښوونې ورکړل شوې دي. دغه ریاست وایي د دوامدارو نظارتونو پر مهال به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي او د روغتیايي معیارونو پلي کېدل به تعقیب شي.

طالبانو‌ په دې وروستیو کې له پاکستان سره هم د درملو سوداګري بنده کړې او لامل یې د کیفیت خرابولی بللی دی. پر کابل د واکمنې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د درملو له واردوونکو شرکتونو غوښتي چې د پاکستان پر ځای دې نورو بدیلو لارو باندې فکر وکړي. له دغه پرېکړې سره سم په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان د بازارونو دننه د درملو بیې هم لوړې شوې دي.

د بېځایه شویو نړیوال سازمان: له ګاونډیو او اروپایي هېوادونو د افغانانو ایستل ګواښونکي دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د بې‌ ځایه شویو نړیوال سازمان مشر اشرف حیدري وایي، د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د اروپا له ځینو برخو د افغانانو د ایستلو بهیر مخ په زیاتېدو دی. نوموړي په دې تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي هغه دریځ ستایلی چې په جبري‌ توګه یې د افغانانو له ستنولو سره مخالفت کړی.

هغه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان د میلیونو کسانو لپاره خوندي نه دی او جبري ستنونه د جدي خطرونو لامل ګرځي.

حیدري ویلي چې ښځې، نجونې، د بشري حقونو مدافعان، خبریالان، پخواني دولتي کارکوونکي او نور زیانمن قشرونه په ځانګړي ډول له ګواښ سره مخ دي. ده زیاته کړې چې د جبري ستنونو په صورت کې ستنېدونکي د څار، خپل‌سري بند، شکنجې، لوږې او بیا بې‌ځایه کېدو له ګوااښ سره مخ کېږي، چې د نه‌ستنېدو له اصل او پراخو نړیوالو بشري حقونو تعهداتو سره ښکاره تړاو لري.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ژورېدونکي بشري حقونو سرغړونو او اقتصادي کړکېچ په مهال باید حکومتونه د انسانانو د ژغورنې، د مسوولیت وېش او تلپاتې حللارو ته لومړیتوب ورکړي، نه دا چې د خلکو ژوند او کرامت له خطر سره مخ کړي. د حیدري په وینا، اوسنی وضعیت د نړیوالو مکلفیتونو جدي تطبیق او عملي ګامونو ته اړتیا لري.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونک، مخکې ویلي وو چې له ګاونډیو او اروپایي هېوادونو له لوري‌ د افغان کډوالو جبري ایستنه اندېښمنوونکی بهیر دی.
هغه زیاته کړې چې افغانستان خوندي هېواد نه دی او ستنېدونکي د تعقیب، بند، شکنجې، لوږې او تر دې هم بدو پایلو له خطر سره مخ دي، او نړیوال بشري حقونو ژمنې باید جدي ونیول شي.

د طالبانو د دوېیمې واکمنۍ له پیل راهیسې یوازې ایران او پاکستان نږدې ۶میلیونه افغانان له خپلو هېوادونو څخه په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، دغه کډوال په افغانستان کې له سختې لوږې، د سرپناوو له نشتوالي او بې روزګارۍ سره مخ شوي دي. همدا راز له دغو هېوادونو څخه ستانه شوي پخواني افغان پوځیان له مرموزو وژنو، زندانونونو او سختو شکنجو سره مخ شوي دي.

حاجي حضرت علي: پاکستان په افغانستان کې د بې ثباتۍ لپاره د داعش ډلې روزنه او تمویل کوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د مشرقي جهادي شورا مشر حاجي حضرت علي ویلي، د پاکستان له خوا د داعـ. ـش او ورانکارو ډلو عملي روزنه او تمویل روان دی. هغه زیاته کړې، دا روزنیز مرکزونه د خېبر پښتونخوا اورکزیو ایجنسۍ، باجوړ، تیرا او چترال سربېره په بلوچستان او مستونګ کې فعال دي چې د پوځ افسران یې اداره کوي.

حضرت علي په یوه خپور کړي پیغام کې ټینګار کړی چې افغانستان د نیابتي جګړو قرباني نه، بلکې د خپلواک ولس ګډ کور دی. ده ادعا کړې چې پاکستان یو ځل بیا هڅه کوي ځینې مخالفې څېرې او د داعش ډلې سره راټولې او تجهیز کړي څو په افغانستان کې بې‌ثباتي، ګډوډي او سیاسي بحران رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې چې افغان ولس د تېرو لسیزو له ترخو تجربو زده‌کړه کړې او دا ډول لوبې به بریالۍ نه شي.

هغه د ډیورنډ په کرښه د پرتو سیمو اوسېدونکو باندې غږ کړی څو د دغو هڅو پر وړاندې ویښ او حساس پاتې شي او د افغانستان د ورانولو لپاره د دوی د نوم او احساساتو څخه ناوړه استفاده و نه شي.
هغه ټینګار کړی چې د ترهګرو ډلو د جوړولو او د داخلي اختلافاتو د ژوندي ساتلو سیاست د هېڅ ګاونډي په ګټه نه دی.

حضرت علي له اسلام‌اباد غوښتي چې د تېرو تجربو زده‌کړه وکړي، د ترهګرۍ او افراطیت له ملاتړ څخه لاس واخلي او د سالم ګاونډیتوب، متقابل احترام او سیمه‌ییز ثبات لاره خپله کړي. ده ویلي که پاکستان ریښتینې مبارزه د ترهګرۍ پر ضد وکړي، سیمه او نړۍ به له ښه امنیته برخمنه شي، او که نه وي، نړۍ ته به یو ځل بیا ثابته شي چې د ترهګرۍ ملاتړ د سیمې او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

هغه همدارنګه ډیورنډ کرښه «ملي او تاریخي موضوع» بللې چې د ټول ملت د حاکمیت او تاریخ برخه ده.

د مشرقي جهادي شورا دغه مشر د افغانستان له اوسنیو حاکمانو هم غوښتنه کړې چې خلک د کډوالۍ او بې‌برخلیکۍ ترخو شپو ته نه اړ باسي، بلکې د ملي تفاهم، پراخ سیاسي مشارکت او ملي یووالي لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو ټول وګړي د هېواد په راتلونکې کې ځان شریک احساس کړي او افغانستان د تلپاتې امنیت، ثبات او پرمختګ پر لور ولاړ شي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د دې خاورې ساتنه او روښانه راتلونکی د هر افغان ګډ مسؤلیت دی.

هم‌مهاله پر کابل واکمن طالبان هم ادعا لري چې پاکستان په خپله خاروه کې د داعش خراسان ډلې غړو ته پناه ځایونه ورکړي،‌ تجهیز کړي یې دي‌او هلته یې روزنې روانې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، دوی داسې شواهد لري چې پاکستاني پوځ روزل شوي داعش وسله‌وال افغانستان ته ورلېږلي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت: برېټانیا افغانستان سره د یو نیم میلیون یورو بشري مرستو ډاډ ورکړی

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره لیدلي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې برېټانوي پلاوي د افغانستان له خلکو سره د یو نیم میلیون یورو بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او بشري همکاریو د ښه والي، د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د خصوصي سکتور د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو د اقتصاد وزارت زیاته کړې، چې د برېټانیا ځانګړي استازي له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د طالبانو د اقتصاد وزیر د برېټانیا له بشري مرستو د مننې تر څنګ پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د پراختیایي پروژو او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې لا زیاته همکاري وکړي. طالب وزیر د بندیزونو په لیرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په ازادولو هم ټینګار کړی دی.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د کاري فرصتونو په برابرولو، د خصوصي سکتور په ملاتړ او د پراختیایي پروژو په پیاوړتیا سره به د اقتصادي ځان بسیاینې زمینه برابره شي. هغه زیاته کړې چې دا ګامونه به پر بهرنیو مرستو د خلکو تکیه کمه کړي.

طالبان که څه هم په هېواد کې د اقتصادي ثبات دعوېدار دي، خو بیا یې هم د مرستو لپاره نړیوالې ټولنې ته لاسونه اوږده کړي دي. د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ افغانان له سخت بشري ناورین سره مخ دي او تر نیمایي ډېر وګړي یې د خوړو امنیت نه لري او سخت فقر کې ژوند کوي.

په ایران کې د طالبانو سفیر له ایراني لوري سره د اقتصادي مسایلو په تړاو خبرې کړي

۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

په ایران کې د طالبانو د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د ایران د اوسپنې پټلۍ شرکت له اجراییه رييس سره په کتنه کې د افغان سوداګرو د ستونزو، د ټرانزیتي چارو او د هرات- مزارشریف د اوسپنې پټلۍ په تړاو خبرې کړې دي. په دې کتنه کې په کابل کې د ایران سفارت سرپرست هم حضور درلود.

په ایران کې د طالبانو سفارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، فضل محمد حقاني د ایران د اوسپنې پټلۍ له اجراییه رييس جبار علي ذاکري او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له سرپرست علي‌رضا بېګدلي سره په کتنه کې د اقتصادي مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې د افغان سوداګرو د ستونزو، د ټرانزیت په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او همداراز د هرات- مزارشریف د اوسپنې پټلۍ په تړاو خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د دغې لیدنې په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي.