د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو لهمخې، یوازې د تېر کال په لیندۍ، مرغومي، سلواغې، کب او د سږکال په وري او غويي میاشتو کې په هرات ولایت کې د ښځو په ګډون ۸۸۲ کسان د بېلابېلو جنايي پېښو په تړاو نیول شوي او ځینې یې یا د سیمې د اوسېدونکو او یا هم د طالبانو له لوري د مقاومت پر مهال وژل شوي او ټپیان شوي هم دي. په دغو کسانو کې څه باندې ۹۵سلنه یې د غلاوو او پاتې نور یې د جنايي پېښو لکه؛ قتل، جعلکارۍ، د نشهيي توکو پېر او پلور او د وسلو لېږد په تړاو نیول شوي دي.
په دې نیول شویو غلو کې نږدې ۱۰ تنه یې ښځې دي او دوی تر ډېره له زرګریو غلاوې کوي او هغه داسې چې لومړی زرګرۍ ته په ننوتلو سره پلورونکی د سروزرو په ښکته او پورته کولو بوختوي او بله یې بیا سره زر غلا کوي.
دموندونو پر بنسټ، ډېری غلاوې له کورونو، په لارو کوڅو کې د موټرو، موټرسایکل، رېکشاوو او موبایلونو شوي او ان له هټیو ګاز ډبې او همداراز د کورونو له بامونو او کرنیزو ځمکو سولر او د اوبو پمپونه هم غلا شوي دي.
یاد سازمان په کندهار کې د تړل شوې یوې راډیو د مسوول له قوله ویلي:« د څانګې او زما زېور راډیوګانو په اړه د مالیې نه ورکول او غیرمعیاري نشرات یوازې یوه پلمه وه. د جوازونو د نوې کولو پروسې په برخه کې د استخباراتو تایید ته اړتیا وه، خو ریاست یې غوښتنلیکونه ځنډولي دي».
پر همدغه مهال د امسو په نوم د رسنیو یو بل ملاتړي سازمان هم په کندهار کې د طالبانو له لوري د درېیو سیمهییزو راډیوګانو تړل د رسنیو پر وړاندې یو بل ننګوونکی او د افسوس وړ ګام بللی دی.
نوموړي ویلي:«د بهرنۍ کمپنۍ د دعوت او جذب په برخه کې زموږ کارونه تقریبا ۹۵ سلنه پرمخ تللي دي او ډېر ژر به هوکړې ته ورسره ورسېږو».
د طالبانو د ترانسپورټ وزارت چارواکو ویلي، چې له بهرنۍ کمپنۍ سره تر هوکړې وروسته به د افغانستان خلاف لاس موټرو شترینګونو د بدلولو پروسه پر ټولو خصوصي او ترانسپورټي وسایطو پلې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې له خلکو غوښتي وو، چې د افغانستان خلاف لاس موټرونه ثبت او ورته ځانګړي سټیکرونه واخلي.