دغه سوداګرو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې په پاکستان کې د وچو مېوو لویه برخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د تورخم، چمن، خرلاڅې، انګور اډه او غلام خان له لارې واردېږي، خو د بندیزونو او سختو تلاشیو له امله د توکو لېږد ډېر کم شوی دی.
د پېښور د قصهخوانۍ او نورو سوداګریزو مارکیټونو د وچو مېوو کاروباریان وایي چې د عرضې کمښت له امله په بازار کې کمی رامنځته شوی او د لوی اختر له رانږدې کېدو سره د تقاضا زیاتوالي وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
د وچې مېوې یوه پلورونکي قاري داود افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وويل، چې د سرحدي کړکېچ او سوداګريزو فعاليتونو د کمښت له امله په بازارونو کې د اخیستونکی شمېر د پام وړ کم شوی دی، له يوې خوا بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو د خلکو د پېرلو توان اغېزمن کړی او له بلې خوا د وچو مېوو بيې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، «پخوا به د اخترونو او نورو مناسبتونو پر مهال نږدې ۹۰سلنه خلکود وچو مېوو د اخيستو توان درلود خو د اوسنیو لوړو بیو له امله دا کچه شاوخوا ۴۰سلنې ته راټيټه شوې ده، د غوزانو، بادامو، پستې، مميزو او نورو وچو مېوو په بيه کې پرلهپسې لوړوالي عام خلک له میوو پېرلو څخه عاجز کړي دي.»
د بازار د معلوماتو له مخې د بېلابېلو وچو مېوو بیې په تېرو څو میاشتو کې په څرګند ډول لوړې شوې دي. پسته چې مخکې په ۳۲۰۰کلدارې کیلو پلورل کېده اوس ۳۶۰۰روپیو ته رسېدلې، د کابلۍ مېوې بیه له ۱۰۰۰څخه ۱۵۰۰روپیو ته لوړه شوې ده.
همدارنګه د بادامو بیه له ۱۸۰۰څخه ۲۱۰۰کلدارو ته، د غوزانو بیه له ۸۰۰څخه ۱۳۰۰روپیو ته او چلغوزي چې مخکې په ۶۰۰۰کلدارې کیلو پلورل کېدل اوس نږدې ۸۳۰۰روپیو ته رسېدلي دي.
سوداګر وايي چې د بیو دغه چټک زیاتوالی د عامو خلکو د پېرلو توان کم کړی او وچې مېوې، چې مخکې هم قیمته ګڼل کېدې، اوس لا ډېر د عامو کورنیو له وسه وتلې ده.
د پېښور د مشهور بورډ بازار (کوچني کابل) د وچو مېوو سوداګر حاجي رحمت ګل افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي، «سږ کال سوداګریز حالات د تېرو کلونو په پرتله له سخت سړښت او رکود سره مخ دي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ د وارداتو ستونزې او د ټرانسپورټ د لګښتونو زیاتوالی د وچو مېوو پر سوداګرۍ ژور منفي اغېز کړی دی».
هغه زیاتوي، «پخوا به د اخترونو او ودونو په موسمونو کې بازارونه له اخیستونکی ډک وو خو اوس د لوړو بیو او اقتصادي بېباورۍ له امله خلک یوازې د اړتیا تر کچې پېرودنه کوي، وچې مېوې ورو ورو د عامه خلکو له وسه وځي او د اخیستلو توان یې ورځ تر بلې کمېږي.»
حاجي رحمت ګل وويل:«د کاروبار د کمښت له امله نه يوازې سوداګر زيانمن شوي بلکې مزدور قشر هم اغېزمن شوی دی، ځکه چې د بازارونو د رونق په کمېدو سره د ورځني مزدورۍ پر بنسټ کارکوونکو عوايد هم راکم شوي دي، پخوا به خلکو د خوښۍ په مناسبتونو کې وچې مېوې د ډالۍ په توګه هم اخيستې خو اوس ډېری کورنۍ يوازې د لومړنيو خوراکي توکو پېرلو ته اړ شوې دي.»
هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سرحدي سوداګرۍ د بيا فعالېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د سوداګرۍ د ودې لپاره ځانګړې اسانتياوې برابرې کړي ترڅو ځايي کاروبارونه بېرته پياوړي شي او خلکو ته هم توکي په مناسبو بيو برابر شي
خلکو له اړوندو چارواکو غوښتي چې د پاک - افغان سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو او د وارداتو د اسانتیا لپاره بېړني ګامونه پورته کړي څو په بازار کې د نرخونو ثبات رامنځته شي
اقتصادي کارپوهان وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو ځنډ نه یوازې پر سوداګرو بلکې پر عامو مصرفوونکو هم مستقیم اغېز لري او که وضعیت ژر عادي نه شي، نو د نورو وارداتي توکو بیې به هم لا لوړې شي