• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

اسیايي سیالیو کې د افغانستان رزمي لوبغاړو پنځه د سپینو زرو او برونزو مډالونه وګټل

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱

د افغانستان د ګډو رزمي هنرونو ملي لوبډلې د اسیا د اتلولۍ په څلورم پړاو (AMMA) سیالیو کې چې په ازبکستان کې ترسره شوې، یو د سپینو زرو او څلور د برونزو مډالونه وګټل. افغانستان په دغه سیالیو کې له ۱۳ لوبغاړو، څلورو روزونکو او یوه پلاوي سره ګډون کړی و.

دغه سیالۍ د ۲۰۲۶کال د مئ له ۲۲مې تر ۲۴مې نېټې پورې د تاشکند په ښار کې د «سنتي MMA» او «عصري MMA» په دوو برخو کې ترسره شوې او د اسیا د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو په بېلابېلو وزنونو کې له یو بل سره سیالي وکړه.

د افغانستان تر ټولو ځلاند استازی په دغه سیالیو کې سمیع‌الله حمیدي و. دغه ۲۷کلن لوبغاړی د منفي ۶۵ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د چین او مغولستان د استازو پر وړاندې له دوو ارزښتناکه بریاوو وروسته پایلوبې ته ورسېد او په پای کې یې د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.

حمیدي لومړی د چین تایپې «چي‌لو لي» له درېېو پاڼیو وروسته مات کړ، وروسته یې د مغولستان «ادیا انتانګرال» ناک‌اوټ کړ. هغه په پایلوبه کې د ازبکستان د حسن‌الدین نصرالدینوف پر وړاندې ماتې وخوړه. د هغه روزونکو او خپله حمیدي باور لاره، چې د کوربه هېواد د لوبغاړي ضربه خطا وه؛ خو قاضیانو او تنظیموونکو د ازبکستان د استازي بریا تایید کړه.

د افغانستان څلور د برونزو مډالونه احمدرضا اېماق، پروېز کاپیساوال، نصرت‌الله جلالي او احمد واسر مردان ترلاسه کړل. احمدرضا اېماق د عصري MMA د منفي ۹۶ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د مغولستان د مونګونشاغای پر وړاندې مات شو؛ خو په دغه وزن کې د یوازې پنځو لوبغاړو د ګډون له امله یې د برونزو مډال وګاټه.

پرویز کاپیساوال هم د سنتي MMA د منفي ۵۶ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د ازبکستان د عبدالسالیموف پر وړاندې ماتې وخوړه؛ خو د څلورو لوبغاړو د حضور له امله درېیم مقام ته ورسېد او د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

نصرت‌الله جلالي د عصري MMA د منفي ۱۲۰ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د قزاقستان د اګالي خاسانوف له‌خوا ناک‌اوټ شو؛ خو د ګډونوالو د کم شمېر له امله یې د برونزو مډال ترلاسه کړ.

احمد واسر مردان هم د سنتي MMA د منفي ۸۵ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د قزاقستان د الزاس یسکارایف پر وړاندې مات شو؛ خو په دغه وزن کې د یوازې درېیو ورزشکارانو د ګډون له امله یې د برونزو مډال وګاټه.

د افغانستان نورو لوبغاړي ونه توانېدل، چې د پام وړ پایلې ترلاسه کړي او د سیالیو په لومړیو پړاوونو کې له لوبو بهر شول.

احمد قیومي د سنتي MMA د منفي ۶۵ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د ایران د فرشید باقري پر وړاندې مات شو او د ۱۴ لوبغاړو ترمنځ یې نهم مقام ترلاسه کړ. حکمت‌الله رحیمي هم د ۷۷ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د فلیپین د کارلو الوارز پر وړاندې مات شو او نهم مقام یې خپل کړ.

د عصري MMA په برخه کې حبیب‌الله نجیب د منفي ۷۱ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د قزاقستان د مارات اشمتایف پر وړاندې مات شو او اووم مقام یې وګاټه. یوسف نظري د منفي ۵۶ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د ټایلنډ د کریتسادا پر وړاندې مات شو او نهم مقام یې ترلاسه کړ.

خلیل ارسلاني د منفي ۶۰ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د قزاقستان د الزات اسیف پر وړاندې مات شو او نهم شو. سید اجمل کمال د منفي ۷۱ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د هانګ‌کانګ د ډریک یوک له‌خوا ناک‌اوټ شو او نهم مقام یې ترلاسه کړ.

محمد لودین هم د منفي ۸۵ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د ایران د حسین بهمني له‌خوا ناک‌اوټ شو او د ۱۱ لوبغاړو ترمنځ یې ګډ نهم مقام ترلاسه کړ. احمد فتاح پوپلزي بیا د منفي ۷۷ کیلوګرام وزن په سیالیو کې د مغولستان د اورتانسان پر وړاندې په لومړي راونډ کې ناک‌اوټ شو او پنځم مقام یې خپل کړ.

د سیالیو د تنظیموونکو په وینا؛ دغه سیالۍ په اسیا کې د MMA تر ټولو مهم رسمي پړاو ګڼل کېږي او د قارو په کچه د اتلانو د ټاکلو تر څنګ د ۲۰۲۶کال ناګویا اسیايي لوبو او په ریاض کې د اسیا د رزمي هنرونو او سالني لوبو شپږم پړاو ته د غوراوي وروستۍ پړاو هم بلل کېږي.

ډېر لیدل شوي

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي
۱

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

۴

ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو زیاتوالی د تاجکستان پر پوله د قاچاق ګواښ زیاتوي

۵

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونه ورکړي‌ او د وسله‌والو ډلو مخه ونیسي