• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د افراسیاب خټک لیکنه

د امریکا او ایران ترمنځ په منځګړیتوب کې د پاکستان موخې

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱

په ۱۹۴۷کال کې له جوړېدو وروسته په ۷۹ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې پاکستان د امریکا او ایران تر منځ په خطرناکه جګړه کې د اوربند او روغې جوړې لپاره د ځینو نورو هېوادونو په ملتیا د خپلو هلو ځلو له لارې د سیمې او نړۍ د عامه افکارو پام ځان ته اړولی دی.

د پاکستان په تړاو دا د یوه داسې هېواد په توګه چې زیاتره وخت جنرالواکي پکې په واک کې پاتې شوې ده او له خپلو شرقي او غربي ګاونډیو هېوادونو؛ هند او افغانستان سره یې اړیکې ډېر وخت له شخړو ډکې او جګړه‌ییزې پاتې شوې، ډېره عجیبه ښکاري.

ځکه خو دا پوښتنه ډېره معقوله او منطقي ښکاري چې پاکستان په څه ډول د امریکا او ایران په جګړه کې له خپل دودیز خوی نه بدل عمل کړی دی؟ او ورسره دا پوښتنه هم طبیعي ده چې په دې تازه جګړه کې د منځګړیتوب په رول کې د پاکستان اصلي موخې او انګیزې څه دي؟ هغه د اوربند او روغې جوړې لپاره هلو ځلو کې کومې ګټې لري او له کومو تاوانونو څخه د ځان د ژغورلو لپاره دغه هلې ځلې کوي؟

د امریکا او پاکستان تر منځ ستراتیژیک مناسبات اوږد شالید لري.

په کال ۱۹۴۷ کې بریتانیا له جنوبي اسیا څخه د وتلو نه وړاندې د مذهب په نوم د هند د نیمې وچې تجزیې او انشعاب ته زړه ځکه ښه کړی و چې د پاکستان په شکل کې هغوی ته یوه داسې اډه په لاس ورتله چې په راتلونکي کې د بریتانیا لپاره مفیده متصوره کېده او بیا رښتیا چې په لنډ وخت کې هم داسې وشول.

په ۱۹۵۰مو کلونو کې چې کله د امریکا او د بریتانیا په مشرۍ کې غربي هېوادونو د پخواني شوروي اتحاد د محاصرې لپاره د سېټو او سنټو په نومونو پوځي بلاکونه جوړول، نو پاکستان له پوښتنې پرته سملاسي په دغو پوځي بلاکونو کې غړیتوب واخیست. په ۱۹۸۰مې لسیزې کې په افغانستان کې د جهاد په نوم روانه جګړه کې پاکستان د شوروي اتحاد پر ضد د لوېدیزو او عربي هېوادونو له خوا د افغان جنګیالیو د تمویل او تجهیز د اډې دنده ترسره کړه. همدغسې په اصطلاح د ترهګرۍ ضد شل کلنه جګړه کې هم پاکستان له امریکا سره د ناټو نه بهر متحد پاتې شو.

د پاکستان پوځ د دغو خدمتونو په بدل کې له دیرشو میلیاردو ډالرو څخه زیاتې مرستې تر لاسه کړې او پوځ ته یې امریکایي وسلې او ټکنالوژي هم په لاس ورغله.

خو په دې وختونو کې چې پاکستان کومه اصلي ګټه کړې وه هغه یې د خپلې هستوي پروژې له لارې د اټومي وسلې تر لاسه کول وو. که څه هم پاکستان د لوېدیځ د عنعنوي متحد په توګه د امریکا د خاص شفقت د ترلاسه کولو په برخه کې تل ډاډمن پاتې شوی دی، ولې بیا هم پاکستان سره دا تشویش مل پاتې شوی چې هر کله امریکا په خپله ستراتیژیکه برنامه کې هغه ته اړتیا ونه لري، کېدای شي واشنګټن د پاکستان اټومي وسله د خپل ځان او اسراییل لپاره د ګواښ سرچینه اعلان کړي او د پاکستان د اټومي وسلې د شنډولو لپاره کوم پلان جوړ کړي.

که څه هم د پاکستان لوړپوړي دولتي چارواکي په رسمي او ډاګیز ډول د خپلې دغې اندېښنې په اړه ډېر نه غږېږي، خو په اسلام‌اباد کې په غیررسمي خبرو کې دغه اندېښنې تل شته او جدي پاتې شوې دې.

په افغانستان کې شل کاله د امریکا د اردو د موجودګۍ په زمانه کې څو څو ځله د پاکستان ځینو دفاعي کارپوهانو د دغه ګواښ یادونه هم کوله او له دغه ګواښ نه د ځان ژغورلو لپاره د پاکستان واکمنانو له امریکا سره په خپلو اړیکو کې د هر ډول خړپړتیا مخنیوی کړی و. تر دې چې په ځینو مواردو کې یې د خپل بل ډېر نږدې متحد چین په نسبت له امریکا سره نزدې پاتې کېدل زیات غوره ګڼلي وو.

په غربي اسیا کې د روانې شخړې د پای ته رسولو په هلو ځلو کې د پاکستان د ژور راښکون یو بل عامل دا دی چې که دغه جګړه وغځیږي او د پراختیا لوري ته ولاړه شي، نو پاکستان به حتماً په دې جګړه کې داسې ښکیل شي چې د هغه لپاره به څو ډوله خطرونه منځ ته راولي. وړومبۍ خبره دا ده چې د ایران سره جنګ پاکستان ته اسانه نه ښکاري، ځکه چې یو خو د پاکستان په نفوس کې په سلو کې تر شلو خواوشا پورې د اهل تشیع نفوس دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبري خپله مذهبي رهبري ګڼي او د پاکستان او د ایران تر منځ جګړه په پاکستان کې په داخلي جګړې اوښتلی شي.

بله خبره دا ده چې پاکستان سره دا ویره هم شته چې که په دې جګړه کې د ایران مرکزي حکومت ډېر ضعیف شي، نو د پاکستان بلوچستان ته ورڅېرمه د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې هم د بلوڅانو د قومي خپلواکۍ جګړه پیل کېدای شي، چې د پاکستان پر ضد د بلوڅو بېلتون‌پالو جګړې ته لا زیات قوت بښلی شي.

په غربي اسیا کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د پاکستان د هلو ځلو په اړه په پاکستاني خواله رسنیو کې او په محلي ژبو کې ډېرې داسې تبصرې خپرېږي چې د پاکستان له خوا په خپل غربي ګاونډ ایران کې د روغې جوړې هلې ځلې په داسې پوښتنو سره تر پوښتنې لاندې نیسي چې په ګاونډي هېواد کې د پاکستان د امن هڅې به هله رښتیني وګڼل شي چې پاکستان په کور کې د ننه له سیاسي مخالفینو او محکومو قومونو سره خپله جګړه پای ته ورسوي او روغه وکړي.

که جګړه بهر ښه نه ده، نو هغه دلته څنګه ښه ګڼل کېدای شي؟

او د تشویش خبره دا ده چې د پاکستان په داخل کې د روانو جګړو په اړه د پاکستان واکدارانو ځان داسې بې‌تفاوته نیولی دی لکه دا وینه تویېدنه چې بل ځای د نړۍ په کوم بل ګوټ کې روانه وي.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په اړه د امریکا تګلاره؛ بندیزونه، مالي مرستې او “محدودې خو ضروري” اړیکې

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
•
رحمان بونیری

د ایران او اسراییل-امریکا جګړه کې د پاکستان منځګړیتوب ته د اسلام‌اباد او واشنګټن د اړیکو د بیا نږدې کېدو په توګه کتل کېږي خو په حقیقت کې له ۲۰۱۸ کاله راپه دې خوا پر پاکستان لګول شوي بندیزونه لا هم دوام لري او د واشنګټن په پالیسیو کې کوم بدلون جدي بدلون نه دی راغلی.

د اوباما له دورې تر ټرمپ پورې بدلون

د بارک اوباما د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې امریکا لا هم پاکستان ته د یوه مهم امنیتي شریک په سترګه کتل. واشنګټن اسلام‌اباد ته د افغانستان جګړې، د ترهګرۍ ضد عملیاتو او سیمه‌ییز ثبات په چوکاټ کې پراخې مرستې ورکولې.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، امریکا پاکستان ته له ۲۰ میلیاردو ډالرو زیاتې مرستې برابرې کړې وې، چې پکې پوځي ملاتړ، امنیتي مرستې، پرمختیایي پروژې او اقتصادي پروګرامونه شامل وو.

خو د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال، دغه تګلاره په ناڅاپي ډول بدله شوه. په ۲۰۱۸ کال کې د هغه ادارې د پاکستان ډېری امنیتي مرستې وځنډولې. واشنګټن استدلال کاوه چې اسلام‌اباد د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو پر وړاندې “کافي او قاطع اقدامات” نه کوي.

د همدې پرېکړې له مخې:

  • پوځي مرستې ودرول شوې
  • د امنیتي تجهیزاتو انتقال محدود شو
  • د پوځ روزنیز پروګرامونه کم کړل شول

ایا اوسنی حکومت نرم شوی؟

سره له دې چې د ټرمپ اوسنی حکومت د ۲۰۱۸ کال په پرتله یو څه نرم ښکاري، خو بنسټیز بدلون نه دی راغلی. تر اوسه:

  • مهم پوځي بندیزونه بشپړ نه دي لرې شوي
  • پراخ پوځي فنډونه بېرته نه دي پیل شوي
  • د پاکستان د چین سره اړیکو، اټومي پروګرام او د وسله‌والو ډلو سره د احتمالي اړیکو په اړه اندېښنې لا هم شته

محدود اقتصادي تعامل

په وروستیو میاشتو کې د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو نښې لیدل کېږي. راپورونه ښيي چې امریکا غواړي خپل خصوصي سکتور وهڅوي څو په پاکستان کې پانګونه وکړي، په ځانګړي ډول:

  • د تیلو او ګازو پروژې
  • معدني سرچینې
  • د بلوچستان اقتصادي فرصتونه

خو دا تعامل تر ډېره سوداګریز او اقتصادي بڼه لري، نه هغه ستراتیژیک پوځي مشارکت چې پخوا موجود و.

“محدودې خو ضروري” اړیکې

اوس مهال امریکا پاکستان ته د پخوا په شان د ستراتیژیک متحد په سترګه نه ګوري، خو بیا یې هم مهم ګڼي. دا اهمیت تر ډېره د لاندې فکتورونو له امله دی:

  • د ترهګرۍ ضد همکارۍ اړتیا
  • د سیمه‌ییز ثبات حساسیت
  • د اټومي وسلو امنیت
  • په سیمه کې د چین د نفوذ مقابله

په همدې حال کې د پاکستان پر وړاندې په سیاسي فضا کې یو څه نرمښت هم لیدل شوی. ټرمپ په وروستیو څرګندونو کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر “خپل خوښ فیلډ مارشال” بللی او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف یې “هوښیار سړی” یاد کړی دی.

خو شنونکي باور لري چې دا څرګندونې تر ډېره شخصي او سیاسي بڼه لري او لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ هغه ژور باور نه دی بېرته راګرځېدلی چې د افغانستان جګړې پر مهال موجود و.

که په لنډه ووایو، د امریکا او پاکستان اړیکې اوس د “محدودو خو ضروري” اړیکو په چوکاټ کې تعریفېږي. که څه هم دواړه هېوادونه د یو بل اړتیا احساسوي، خو د بې‌باورۍ، ستراتیژیکو اختلافاتو او بدل شوي نړۍوال نظم له امله، دا اړیکې لا هم د احتیاط او محاسبې پر بنسټ روانې دي.

د هبت الله پر اوامرو ټینګار؛ د انسجام اړتیا او که له ټوټه کېدو وېره؟

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده لږ تر لږه ۳۱ ځله په ښکاره توګه ټینګار کړی چې د هغه د فرمانونو اطاعت باید وشي. دا ټینګار یوازې په ده پورې محدود نه دی؛ بلکې د طالبانو ګڼو لوړپوړو چارواکو هم بار بار پر همدې موضوع ټینګار کړی دی.

ولې د اطاعت دا موضوع دومره تکرارېږي؟ ایا دا یوازې یو مذهبي اصل دی، که تر شا یې سیاسي او امنیتي اندېښنې هم پرتې دي؟

د ملي وثیقې او اساسي قانون تشه

د طالبانو د نظام یوه بنسټیز ځانګړنه دا ده چې د ډېرو معاصرو دولتونو په څېر روښانه قانوني جوړښت نه لري. په عادي دولتونو کې اساسي قانون، پارلمان او خپلواکه قضایي اداره د پرېکړو بنسټ جوړوي؛ خو د طالبانو په واکمنۍ کې وروستۍ پرېکړه تر ډېره د یوه کس یا امیر په لاس کې ده.

په دې چوکاټ کې «قانون» ډېری وخت د «فرمان» بڼه خپلوي. کله چې یو منظم، لیکلی او ټول‌منلی قانوني سیستم کمزوری وي، اطاعت خپله د نظام د کنټرول اصلي وسیله ګرځي. نو د ملا هبت‌الله له خوا پر اطاعت ټینګار، یوازې مذهبي نه، بلکې اداري اړتیا هم ده.

داخلي اختلافات

د طالبانو د ډلې د داخلي اړیکو مطالعه ښيي، چې دا ډله یو شان فکري جریان نه دی. د دې ډلې دننه بېلابېل لیدلوري شته. یو لوری سخت‌دریځه دریځ لري او له نړۍوال تعامل سره مخالف دی. بل لوری بیا غواړي له نړۍ سره اړیکې وساتي او یو څه انعطاف ښيي.

همدا اختلافات کله ناکله د سیالۍ او حتا د ټکر تر کچې رسېږي. په داسې حالت کې د امیر له خوا پر اطاعت ټینګار د دې لپاره کېږي چې دا اختلافات تر کنټرول لاندې وساتل شي.

که په ساده ژبه ووایو، که هره ډله خپله لاره ونیسي، د نظام د ټوټه کېدو خطر زیاتېږي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې یوه ملي وثیقه یا اساسي قانون نه وي چې ټول پرې متفق وي.

د پاشل کېدو وېره

طالبانو کلونه د یوه ګډ هدف یعنې جګړې لپاره مبارزه وکړه؛ خو کله چې واک ته ورسېدل، د قدرت داخلي سیالۍ راڅرګندې شوې. څوک په امنیتي برخه کې نفوذ غواړي، څوک په اقتصادي سرچینو کې او څوک په سیاسي تصمیم‌نیونه کې غواړي مخکښ واوسي، چې له امله د داخلي اختلافاتو وېره لوړه شوې ده.

کارپوهان باور لري چې د طالبانو لپاره تر ټولو لوی خطر له بهره نه شته، بلکې خطر له دننه دی: اختلافات، نارضایتۍ او د نفوذ سیالي.

په همدې دلیل، د اطاعت پیغام په اصل کې یو واضح خبرداری هم دی، چې یا به ټول د یوه امر تابع وي، یا به یې نظام له ګډوډۍ سره مخ شي.

د مطلق واک ساتنه

یو بل مهم اړخ د قدرت تمرکز دی. ملا هبت‌الله هڅه کړې چې د واک اصلي مرکز په کندهار کې وساتي او خپل وفاداران په مهمو پوستونو کې ځای پر ځای کړي. په داسې شرایطو کې اطاعت یوازې یو دیني مکلفیت نه دی، بلکې د واک د دوام ستراتیژي ګرځي.

دا په دې معنا چې هر ډول مخالفت، که سیاسي وي یا اداري، په اسانۍ سره د «امر د نه اطاعت» په نوم ردېدای شي.

سره له دې ټولو ټینګارونو، داسې نښې هم لیدل شوې چې د ډلې دننه ټول په بشپړه توګه همغږي نه دي. د بېلګې په توګه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال عباس ستانکزی، چې راپورونه وایي له خپلې دندې لیرې او جلاوطنه شوی، د داخلي اختلافاتو یوه بېلګه ګڼل کېږي.
د نړۍ تجربه شویو ډلو او دولتونو دا ښودلې چې د شخص پر محور او د اوامرو پر اطاعت اداري، سیاسي او اقتصاد انسجام د اوږدمهال لپاره نه رامنځته کیږي، چې له همدغې تجربې د دوه پوښتنې راپورته کېدی شي:

ایا یو نظام چې پر فرمانونو ولاړ وي او ملي وثیقه ونه لري، کولی شي اوږدمهاله ثبات تأمین کړي؟
او که نه، همدا پټ اختلافات به یوه ورځ بېرته راڅرګند شي؟

لکه څنګه چې خوشحال خټک ویلي:

اطاعت د اولوالامر ځکه نه کړم
خلیفه د زمانې پر زړه کافر دی

دا بیت ښايي نن هم د واک، اطاعت او مشروعیت ترمنځ د اړیکې پر ژور بحث اشاره وي.

په پښتونخوا کې به د وینو سیلاب تم شي؟

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۸ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

۲۰۲۵ کال په پښتونخوا کې د ترهګرۍ د زیاتېدو له امله د مرګ‌ژوبلې له پلوه په نږدې کلونو کې د شدیدې ناامنۍ کال و، خو په ۲۰۲۶ کال کې هم امنیتي اوضاع کوم ځانګړی ښه‌والی نه دی موندلی.

سره له دې چې د پاکستان حکومت له تېر یو کال راهیسې پر افغان طالبانو په پرله‌پسې توګه د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) د ملاتړ تورونه لګولي او پر افغانستان یې څو- څو ځله هوايي او ځمکني بریدونه هم کړي دي، چې د ترهګرو او یا وسله‌والو پر ځای ملکي افغانان د دغو بریدونو هدف ګرځېدلي او وژل شوي دي، خو په پښتونخوا کې د ترهګرۍ او شورش پېښې د کمېدو پر ځای مخ په زیاتېدو دي.

د می میاشتې په لومړۍ نیمایي کې دغه بریدونه دومره زیات شوي دي چې د پېښور یوه پېژندل شوي ژورنالیست اسماعیل خان، چې د «ډان» ورځپاڼې انګلیسي ژبې مدیر دی، دا لړۍ « د دوبي یرغل» (Summer Assault) بللې ده. په بنو، لکي مروت او باجوړ کې شویو ځانمرګو بریدونو پولیسو او پوځیانو ته ډېر تلفات اړولي دي او ملکي کسان هم پکې وژل شوي دي.

په پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر ګڼو پېښو سربېره، یوه پېښه د اباسین پورې غاړه د پنجاب ایالت د اټک ضلعې د جنډ په نوم ښار کې هم شوې ده. هلته یو ځانمرګی برید شوی و، چې یو ملکي کس پکې وژل شوی و او یو شمېر نور خلک پکې ژوبل شوي هم وو. د پاکستان حکومت په رسمي توګه په دغو پېښو کې د ځینو بریدونو د پلان جوړولو تور پر افغانستان لګولی دی، خو طالبانو دغه تورونه رد کړي دي.

په تېر یوه کال کې د پاکستان حکومت داسې پالیسي جوړه کړې ده چې هر کله په پښتونخوا کې د ترهګرو او وسله‌والو بریدونه زیات شي، نو د پاکستان پوځ د افغانستان دننه د الوتکو او توغندیو بریدونه کوي او له طالبانو غواړي چې هغوی دې په افغانستان کې (ټي‌ټي‌پي) پټنځایونه له منځه یوسي او د هغوی له ملاتړ څخه دې لاس واخلي. خو تر اوسه د پاکستاني پوځ د دې پالیسۍ د بریالیتوب هېڅ نښې نښانې نه لیدل کېږي او امنیتي وضع د وخت په تېرېدو لا پسې خرابه شوې ده.

د سیاسي او امنیتي اوضاع دقیق څارونکي په دې نظر دي چې د پاکستان جنرالواکۍ دغه یاده شوې پالیسي په سیمه کې د ابرقدرتونو ترمنځ د سیالۍ په لړ کې د خپل نقش د پټولو لپاره جوړه کړې ده.

هغوی د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د هغو مرکو په استناد، چې په یوټیوب کې خپرې شوې دي، دا خبره مطرح کوي چې د پاکستان دولت په ۲۰۲۱ کال کې د لومړي وزیر عمران خان تر مشرۍ لاندې د هېواد د ملکي او پوځي مشرتابه په یوه ګډه غونډه کې له افغانستان نه د (ټي‌ټي‌پي) د زرګونو وسله‌والو د بېرته پاکستان ته راوستلو او مېشتولو پلان جوړ کړی و او د دې کار لپاره یې د لس میلیارد کلدارو بودیجه هم ځانګړې کړې وه. خو کله چې په پاکستان کې عامه افکار د دې پروژې مخالف شول، نو حکومت له دې ټولې موضوع منکر شو.

د حالاتو څارونکي وایي، که فرضاً دا خبره ومنل شي چې د (ټي‌ټي‌پي) ټول وسله‌وال په پښتونخوا کې د بریدونو او جګړو لپاره د افغانستان له لوري د ډیورنډ کرښې ته را اوړي، نو دلته دوه مهمې پوښتنې راولاړېږي. لومړۍ پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د جمهوریت پر مهال، په ځانګړې توګه له ۲۰۱۶ کال وروسته، کله چې د افغانستان حکومت تور لګاوه چې طالبان په پاکستان کې له خپلو پټنځایونو افغانستان ته را اوړي، نو د پاکستان حکومت به د ډیورنډ پر کرښه د خپلې خوا غځول شوي ازغن تار او د نظارتي پوستو په اړه دا ادعا کوله چې د دغو خنډونو او نظارت له امله ترهګر په اسانۍ نه شي اوښتلی. نو اوس پوښتنه دا ده چې هغه خنډونه او نظارت ولې اغېزناک نه دي؟

دویمه پوښتنه دا راولاړېږي چې که د (ټي‌ټي‌پي) وسله‌وال له افغانستان څخه هم راشي، نو دا څنګه ممکنه ده چې هغوی د پښتونخوا ګڼې ضلعې، په ځانګړې توګه یو شمېر جنوبي سیمې، په فزیکي توګه تر خپل نفوذ لاندې راولي، پر سړکونو پوستې جوړې کړي او ګزمې وکړي؟ ځکه چې د پاکستان د ماډرن او شاوخوا اووه سوه زره پوځ په موجودیت کې دا کار څنګه ممکن کېدای شي؟

څرنګه چې دې پوښتنو ته د پاکستان جنرالواکي کوم معقول ځواب نه لري، نو ځکه دا مفروضه پر ځای ښکاري چې جنرالواکي د یوې لویې لوبې د برخې په توګه خپله (ټي‌ټي‌پي) ته د سیمو د فزیکي اشغال زمینه برابروي.

ځینو ژورنالیستانو په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو تبصرو کې دې امکان ته اشاره کړې وه چې پاکستان به په پښتونخوا کې د ټي ټي پي د تازه بریدونو په ځواب کې، د خپلې نوې پالیسۍ له مخې، یو ځل بیا پر افغانستان پوځي بریدونه وکړي، خو لا تر اوسه دا کار نه دی شوی.

ځینې څارونکي په دې نظر دي چې چین پر پاکستان فشار اچولی چې دا کار ونه کړي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي هم د وروستیو شخړو پر مهال کابل ته سفر کړی و، هلته یې له طالب چارواکو سره خبرې کړې وې او له پاکستان سره یې هم تماس نیولی و.

د یادونې وړ ده چې د مارچ میاشتې په وروستیو ورځو کې د چین په نوښت، د شنکیانګ په مرکز اورمچي ښار کې د چین، افغانستان او پاکستان په ګډون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او امنیت د تامین لپاره یوه پروسه پیل شوې وه. دغه درې اړخیزه پروسه د افغانستان د کونړ ولایت پر سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د پاکستان له برید سملاسي وروسته پیل شوې وه او پاکستان له چینایانو سره ژمنه کړې وه چې د افغانستان دننه به له پوځي بریدونو ډډه کوي.

خو اوضاع ترینګلې او غیر یقینې ده او دا ویل ګران دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په موجود تاوتریخوالي کې به نور څه پېښېږي.

منځګړتوب که دوه مخي؛ د پاکستان پر رول شکونه او اسلام اباد ته ورپېښ احتمالي ګواښونه

۲۳ غویی ۱۴۰۵ - ۱۳ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نېږدې ملګرو تر څنګ یو شمېر مهم امریکايي چارواکي غواړي چې د ټرمپ اداره دې په پاکستان کې د ایران د جنګي الوتکو د پټ ساتلو په اړه پلټنې او معلومات د امریکا له ولس سره شریک کړي.

ولسمشر ټرمپ ته نېږدې د مشرانو جرګې غړی لنډسي ګراهم تېره ورځ د مشرانو جرګې په یوه غونډه کې د امریکا د جګړې له وزیرپیټ هیګسېت څخه پوښتنه کړې چې په پاکستان کې د ایران د پوځي الوتکو د موجودیت په اړه وضاحت ورکړي.

هغه دا هم زیاته کړې، چې د تېرو تجربو په رڼا کې “ پر پاکستان باور نه لرو”.

د امریکا د مشرانو جرګې غړي لنډسي ګراهم ویلي، چې که دا راپورونه سم وي، باید د پاکستان د منځګړیتوب رول له سره وارزول شي.

سي بي ایس خبري شبکه په یو راپور کې وايي، چې ایران د امریکا د احتمالي بریدونو له وېرې خپلې ځینې پوځي الوتکې په اپریل میاشت کې د ولسمشر ټرمپ د اوربند له اعلان څخه څو ورځې پس پاکستان ته انتقال کړې دي. دغه موضوع نه یوازې د سیمې د امنیتي وضعیت لپاره مهمه بلل کېږي، بلکې د پاکستان د منځګړیتوب پر رول هم جدي پوښتنې راپورته کوي.

سي بي ایس راپور ورکړی چې ایران خپلې څو پوځي الوتکې د پاکستان نور خان هوايي اډې ته واستولې.

راپور زیاتوي، چې په دې الوتکو کې یو استخباراتي هوايي وسیله (RC-130) هم شامله وه.

امریکايي چارواکو ویلي، دا ګام ښايي د دې لپاره اخیستل شوی وي چې ایران خپلې پوځي شتمنۍ د امریکا له احتمالي هوايي بریدونو خوندي کړي.

خو پاکستان بیا دغه راپورونه رد کړي دي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې خپاره شوي راپورونه «ګمراه کوونکي او مبالغه وزمه» دي او که ایراني الوتکې پاکستان ته راغلې هم وي نو راتګ یې د اوربند په موده کې ثبت شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دا الوتکې یوازې د دیپلوماتیکو او لوژستیکي چارو لپاره وې او هېڅ ډول پوځي ګټه ترې نه اخیستل کېده.

اسلام‌اباد ټینګار کړی چې دا د سولې د خبرو اترو د اسانتیا لپاره نورمال اقدامات وو او پاکستان اوس هم بې طرفه منځګړی دی.

تر اوسه د ایران له لوري په مستقیم ډول د سي بي ایس د ځانګړي راپور په اړه تفصیلي رسمي تبصره نه ده شوې، خو راپورونه ښيي چې تهران د جګړې له پراخېدو سره د خپلو پوځي امکاناتو د خوندي کولو هڅې کوي.

دا وضعیت د دې امکان زیاتوي چې ایران ممکن د خپلو شتمنیو د ساتنې لپاره بدیلو ځایونو ته مخه کړې وي.

خو بل خوا په واشنګټن کې دا راپورونه له شک او اندېښنې سره مخ شوي دي. امریکايي چارواکو دا موضوع د ایران د پوځي شتمنیو د خوندي کولو هڅه بللې ده.

همداراز، ځینو سناتورانو ټینګار کړی چې دا ډول اقدامات د امریکا او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضا زیانمنولی شي.

په ورته وخت کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د اسراییل او امریکا د ایتلاف ماتولو او په ولسونو کې د یو بل پر ضد د کرکې خپرولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې په پراخ ډول کمپاین پیل شوی و.

هغه زیاتوي: “دا کار به دوی په ډېرې هوښیارتیا سره کاوه، د بېلګې په توګه د امریکا د ټکزاس ایالت د یو تن په نوم به پیغام ولېږل شو، چې زه سپین امریکايي یم خو د امریکا د حکومت د دغې تګلارې سره همغږی نه یم چې د اسراییل ملاتړ کوي”.

نوموړی وايي، کله چې دوی څېړنه وکړه نو د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه له پاکستان څخه فعال وو.

بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې تړاو توند غبرګون ښودلی دی.

هغه ویلي، که دا راپورونه تایید شي، نو “حیرانوونکی به نه وي”.

د خلیلزاد په خبره، پاکستان له لسیزو راهیسې هممهاله د امریکا ملاتړ او مخالفت کړی، چې دا کړنه د پاکستان د «دوه‌ګوني سیاست» دوام دی.

خلیلزاد د دې قضیې په تړاو د پاکستان پر رول جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

پاکستان ته ورپېښ ګواښ

کارپوهان وایي، که دا ادعاوې ثابتې شي، پاکستان له څو مهمو خطرونو سره مخ کېدای شي، چې له امله یې د پاکستان اوسنی سیاسي حالت لا هم نازکېدلی شي.

دا چاره به پر پاکستان د امریکا باور لا کمزوری کړي، د ایران او امریکا تر منځ د خبرو منځګړیتوب به له لاسه ورکړي او د نړۍوالو متحدینو فشار به پرې زیات شي.

همدا راز که د الوتکو راپور تحقق ومومي نو پر پاکستان د نړۍوال بانک فشار ښايي زیات شي او ورسره سم نړۍوالې مرستې هم کمې شي.

یو تر ټولو مهم اړخ بیا دا دی چې د ایران او امریکا تر منځ د جګړې د پراخېدو احتمال هم لوړېدای شي او د پاکستان په منځګړیتوب سولې نیمګړې خبرې به همداسې نېمګړې پاتې شي او یو ځل بیا به په سیمه‌ییز او نړۍوال کچ پاکستان د دوه ګونې لوبې د لوبغاړي په توګه را څرګند شي.

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

۲۲ غویی ۱۴۰۵ - ۱۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱
•
رحمان بونیری

د بنو په ډومېل سیمه کې د پولیسو یوې ځانګړې کمېټې د هغو وسله والو د یوې ډلې دفتر سوځولی چې د امنیتي ادارو له خوا «تسلیم شوي» بلل کېږي. دوه ورځې د مخه د می په نهمه په بنو کې یوه خونړي ځانمرګي برید کې ۱۵ پولیس سرتېري وژل شوي وو.

د بنو یوه لوړپوړي پولیس افسر، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې د «ښو طالبانو» په نوم یادې ډلې نه یوازې په بنو، بلکې په ډېره اسماعیل خان او کوهاټ کې هم فعالیت لري.

د «ښه طالبان» اصطلاح ډیری په سیمه ییزو امنیتي او سیاسي بحثونو کې هغو وسله والو ډلو یا قوماندانانو ته کارول کېږي چې امنیتي ادارو ته تسلیم شوي وي او وروسته د دولت ضد فعالیتونو نه کولو په شرط د ادارو تر څار لاندې پاتې کېږي. پخوا دا اصطلاح په عامه کچه پر هغو طالبانو اطلاق کېده، چې په افغانستان کې یې جګړې او ورانکارۍ کولې، خو دا اصطلاح تل لانجمنه پاتې شوې او د پولیسو چارواکو، سیاسي مشرانو او مدني فعالانو له خوا پرې نیوکې شوې دي.

ځايي سرچینې ادعا کوي چې ځینې تسلیم شوې ډلې، چې پکې د «قادر ګروپ» او «اختر ګروپ» نومونه اخیستل کېږي، د امنیتي ادارو لپاره د استخباراتي معلوماتو راټولولو ترڅنګ په ځینو سیمو کې د پرمختیایي پروژو په څارنه او اغېز کې هم رول لري. همداراز ویل کېږي چې دا ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو له هغو څانګو سره اړیکې لري چې د ترهګرۍ ضد چارو څارنه کوي. خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

په بنو کې ځايي سرچینې وايي، له وروستي برید پس د وسله والو شبکو او د هغوی د احتمالي ملاتړو د څېړنې لپاره د پولیسو ځانګړې کمېټه جوړه شوې وه. ویل کېږي چې دغې کمېټې په ډومېل کې عملیات وکړل او د یوې تسلیم شوې ډلې دفتر یې وسوځاوه.

سرچینې زیاتوي چې دې ته ورته مرکزونه لا هم په ډېره اسماعیل خان او کوهاټ کې فعال دي.

دا موضوع تر دې وړاندې هم په پښتونخوا کې د پولیسو او امنیتي ادارو ترمنځ د اختلاف او کړکېچ لامل شوې وه. تېر کال په لکي مروتکې پولیسو احتجاج کړی و او ادعا یې کړې وه چې هغه شکمن وسله وال چې پولیسو نیولي وو، وروسته د استخباراتي ادارو په مداخله خوشې شول.

د پښتونخوا پخواني وزیر اعلیٰعلي امین ګنډاپور هم په عامه توګه پر نامعلومو «پټو ادارو» تور پورې کړی و چې هغوی تسلیم شویو وسله والو ته تحفظ ورکوي چې د ده په وینا، لا هم پر پولیسو له بریدونو سره تړاو لري.

د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه د دغو تورونو او راپورونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

100%

دپښتونخوا په سویلي ولسوالیو، په ځانګړي ډول بنو، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان، ټانک او کوهاټ کې، په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ پېښې او پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي. پولیس او امنیتي چارواکي وایي چې وسله والې ډلې په سیمه کې بیا منظمې شوې او د پولیسو پوستې، ګزمې او حکومتي هدفونه په نښه کوي.

تر ټولو خونړی وروستی برید د مې په ۹مه د بنو په فتحه خېل سیمه کې وشو، چې پکې د ځانمرګي موټر بم برید له امله ۱۵ پولیس سرتېري ووژل شول. چارواکو وویل چې بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو پوستې سره وجنګاوه. نن د سې شنبې په ورځ یو بل برید په لکي مروت کې ۹ تنه ووژل.

له دې وړاندې هم په لکي مروت، ټانک او دېره اسماعیل خان کې پر پولیسو، امنيتي پوستو او د امن کمېټو پر غړو ګڼ بریدونه شوي دي. په ځینو سیمو کې هدفي وژنې، د تاوان لپاره تښتونې او د وسله والو له لوري د شپې ګرځبندیزونه هم راپور شوي دي.

په دغو بریدونو کې زیاتره وخت تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ښکیل بلل کېږي، چې پاکستانی ریاست ورته د «فتنه الخوارج» اصطلاح کاروي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان شارژدافیر یې وزارت ته وربللی او د بنو د برید په تړاو یې ورته سخت ډیپلوماتیک احتجاج یا “Strong Demarche” سپارلی دی.

اسلام‌اباد په وار وار تور پورې کړی چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. خو طالبانو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه بې بنسټه وبلله او ویې ویل، چې ددوی اداره«د ستونزو حل د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل درناوي او واقعي همکاریو له لارې ممکن ګڼي».