ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.
د یوناما د راپور له مخې؛ په دغه پېښو کې جنسي تېری، ډلهییز جنسي تېری، جبري ودونه او په جبري توګه د ښځو بربنډول شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۵کال پرمهال د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ترسره شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، هغه ښځې چې د طالبانو د محدودوونکو سیاستونو پر ضد غږ پورته کوي؛ له خپلسرو نیونو، شکنجو او ناوړه چلند سره مخ کېږي.
راپور زیاتوي، چې د ښځو لپاره د روغتیايي، حقوقي او ټولنیزو خدمتونو ډېری مرکزونه د بودجې د کمښت او د طالبانو محدودیتونو له امله تړل شوي دي. ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی ودروي، محدودوونکي قوانین لغوه کړي او له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان ژمنو او هوکړو ته درناوی وکړي.
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ویلي، چې د طالبانو سختو قوانینو د بشري مرستو رسولو بهیر ستونزمن کړی. په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي د یادو پېښو ترڅنګ د مرستندویه موسسو فعالیتونه هم له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د راپور له مخې؛ د بودجې کمښت، اداري محدودیتونو او د ښځینه مرستندویو کارکوونکو پر تګراتګ بندیزونه د دې لامل شوي چې بنسټیز خدمتونه په پراخه کچه کم شي. راپور زیاتوي، چې د طالبانو له لوري پر ښځو د کار، زدهکړو، تګراتګ او ټولنیزو فعالیتونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. د ښځینه مرستندویو کارکوونکو پر فعالیتونو بندیزونو د بشري مرستو رسولو بهیر نور هم ستونزمن کړی دی.
