• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د درملو یوه روسي شرکت اعلان کړی چې د روان کال په اوړي کې افغانستان ته صادرات پیلوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۱

د فارماسینتیز په نوم د روسیې یوه لوی درمل جوړونکي شرکت اعلان کړی، چې د روان کال په اوړي کې به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي. دغه روسي شرکت د طالبانو له عامې روغتیا وزارت سره له هوکړې وروسته کابل ته د خپلو درملو د لومړۍ جوپې د لېږلو چمتووالی نیسي.

په پام کې ده، چې لومړنۍ جوپه په راتلونکو دوو میاشتو کې د افغانستان بازارونو ته واستول شي.

د یاد شرکت د سوداګرۍ مرستیال نیکیتا پونیا په دې اړه وویل، چې په افغانستان کې د روسي درملو لپاره اړتیا ډېره ده او دغه هېواد ته د صادراتو پیل به په سیمه کې د فارماسینتیز ګروپ حضور نور هم پیاوړی کړي.

د شرکت په وینا، د افغانستان بازار ته ننوتل د دوی د نړیوالو فعالیتونو په پراختیا کې یو نوی پړاو دی او دوی د لا زیاتو همکاریو او د صادراتو د تدریجي زیاتوالي پر لارو چارو کار کوي.

که څه هم د هغو درملو د ډولونو په اړه چې ټاکل شوې افغانستان ته صادر شي مشخص معلومات نه‌دي ورکړل شوي، خو دغه شرکت اوسمهال دیارلسو هېوادونو ته د اېډز، نري رنځ، شکرې او سرطان په ګډون د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره څه باندې ۱۳۰ ډوله درمل صادروي.

په دغو هېوادونو کې د همګټو هېوادونو د غړو ترڅنګ سوریه، میانمار او ډومینیکن جمهوریت شامل دي.

فارماسینتیز پلان لري، چې د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې د افغانستان ترڅنګ د ونزوېلا، ویتنام، مراکش، بوسنیا او هرزیګوینا، اکوادور او مالي هېوادونو بازارونو ته هم داخل شي. د دغه شرکت د تولیداتو په لېست کې تر ۳۰۰ ډېر ډوله درمل او تر ۶۰ زیات کیمیاوي مواد شامل دي، چې د تولیداتو په سلو کې له ۸۰ څخه زیاته برخه یې په حیاتي او ضروري درملو کې راځي.

د دغه شرکت تولیدي فابریکې په ایرکوتسک، براتسک، اوسوریسک، سانت پیټرزبرګ او تیومین ښارونو کې موقعیت لري او په کلني توګه څه باندې ۱۰۰ میلیونه کڅوړې درمل تولیدوي.

له افغانستان سره د روسیې د درملو دغه همکارۍ داسې مهال پیلېږي، چې طالبانو څو میاشتې مخکې له پاکستان سره هر ډول سوداګري بنده کړې ده. د دې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستان څخه د درملو را واردونکو شرکتونو ته سپارښتنه کړې، چې خپل مسیر دې بدل کړي او د پاکستان پر ځای دې له نورو هېوادونو څخه هېواد ته درمل را وارد کړي.

افغان سوداګرو هم د پاکستان پر ځای ایران او په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا هېوادونو د نورو توکو تر څنګ د درملو وارداتو ته مخه کړې ده.

طالبان: افغانستان د درملو ۳۸ سلنه اړتیا له کورنیو تولیداتو پوره کوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

په افغانستان کې د درملو تولیدونکو شرکتونو مسوولینو ویلي، چې اوس مهال افغانستان کولای شي د خپلو اړتیا وړ شاوخوا ۳۸ سلنه درمل په کور دننه تولید کړي. د دوی په وینا، د کورنیو فابریکو تولیدات د منلو وړ کیفیت لري او د بازار اړتیاوې تر یوه بریده پوره کوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کار وزارت: د اختر تر رخصتیو وروسته په ټولو ادارو کې د ارزونې بهیر پیلوو

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د لوی اختر له رخصتیو وروسته په مرکز او ټولو ولایتونو کې د دولتي ادارو د کارکوونکو د حاضرۍ او فعالیتونو سراسري ارزونه پیلوي. دغه وزارت زیاته کړې، چې دا څار د رييس‌ الوزرا د حکم او د کاري رژیم پر بنسټ عملي کېږي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د مفتشینو ډلې به نه یوازې د کارکوونکو حاضري او د دندو څرنګوالی وارزوي، بلکې د چارو د پرمخ وړلو څرنګوالی، اداري نظم، د خدمتونو کیفیت او د مراجعینو د اړتیاوو پر وړاندې د ادارو ځواب وینه هم وسنجوي.

وزارت ټینګار کړی، چې څارنه به په ټول هېواد کې هم‌مهاله پیل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې سره به د روڼتیا، حساب‌ورکونې او مسوولیت‌مننې کچه لوړه شي او د خدماتو په وړاندې کولو کې به ځنډونه راکمه شي او همدارنګه تمه ښودل شوې، چې اړوندې ادارې به پر وخت او معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تفتیش اساسي موخه د خلکو د قناعت ترلاسه کول دي؛ په دې توګه به د چارو په ترسره کولو کې د خنډونو او ځنډونو مخه ونیول شي او یو منظم، اغېزناک او ځواب‌ورکوونکي اداري نظام رامنځته شي. وزارت د ټولو ادارو له کارکوونکو غوښتي چې له مفتشینو سره همکاري وکړي.

د ادارو د تفتیش او حساب‌ورکونې موضوع د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو کې څو ځله یاده شوې، خو د بشري حقونو بنسټونه او مدني فعالان ترې د روڼتیا، مسلکي جذب، او د خدماتو د معیاري کېدو عیني پایلو غوښتنه کوي. هم‌مهاله د طالبانو په ادارو کې د پراخ فساد او بې‌عدالتۍ راپورونه هم ورکړل شوي دي.

نورستان د اختر په ورځو کې؛ د سیلانیانو هوايي ډزو خلک ځورولي او یو کس هم وژل شوی

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د نورستان په مرکز پارون کې ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د اختر په ورځو کې په دغه ولایت کې سېلانیانو هوایي ډزې کړې دي. د معلوماتو له‌مخې، د پارون اړوند اشټیوي کلي کې د دې ډزو له کبله یو کس هم وژل شوی دی.

د نورستان اوسېدونکي وایي، د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د زین‌الاسلام په نوم یو ځایي اوسېدونکی چې خپل کور کې پر کار بوخت وو، په یوې هوایي مرمۍ ولګېد او ځای پر ځای یې ساه ورکړه.

د اشټیوي کلي اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د مېلو په ورځو کې نورستان ته ورتلونکي سېلانیان باید له وسلو سره پرېنښودل شي.

یوه ځایي اوسېدونکي وویل: «زموږ خلک سخت ژوند شرایط لري، موږ غرونو او بانډو کې شپه او ورځ کار کوو او دغه بې احتیاطه ډزې کولای شي چې د خلکو په کورونو کې غمونه جوړ کړي».

په خواله رسنیو کې هم یو شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په‌کې لیدل کېږي د نورستان پارون کې سېلانیان سختې ډزې کوي او هر لوري څخه د مرمیو غږونه اورېدل کېږي.

د نورستان اوسېدونکو نیوکه کړې، چې د دوی عامه نظم خراب شوی او طالبانو بیا د دغو ګډوډیو هېڅ راز مخنیوی نه‌دی کړی. تر دې وړاندې هم د طالبانو په واکمنۍ کې د اخترونو پر مهال سېلانیانو نورستان کې دا ډول کړنې کړي او نیوکې دا دي چې د دغو پېښو په تکرار سره سره بیا هم ځايي ادارې د مخنیوي لپاره هېڅ راز اقدامات نه‌دي کړي.

د سرچینو په وینا، په ټول هېواد کې وسلې یوازې له طالبانو سره دي او بل څوک د وسلې د ساتنې، لېږدونې او کارونې اجازه نه‌لري.

خوست کې د طالبانو والي: زموږ زندانونه د انتقام، شکنجو او زور زیاتي ځایونه نه‌دي 

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمان حقاني د دې ولایت له مرکزي زندان څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې اوس زندانونه د انتقام، شکنجې او زور زیاتي ځایونه نه، بلکې د اصلاح، روزنې او زده‌کړو مرکزونه دي. هم‌مهاله نیوکې دي چې طالبان زندانونو کې ښځې، خبریالان او پخواني امنیتي منسوبین شکنجه کوي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سر ویلي، عبدالرحمان حقاني په دې لیدنه کې زیاته کړې، چې د اسلامي اصولو او د طالبانو د نافذه قوانینو له‌مخې، د بندیانو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی د اصلاح لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

نوموړي بندیانو ته په خطاب کې وویل: «نظام د مور او پلار حیثیت لري او موخه یې د خلکو اصلاح، روزنه او د هغوی د دنیا او اخرت نېکمرغي ده».

هغه له بندیانو غوښتنه وکړه، چې په زندان کې له تېرېدونکي وخت څخه د زده‌کړو، د ځان‌اصلاح او مثبت بدلون لپاره ګټه واخلي، څو بېرته د ټولنې د ګټورو غړو په توګه عادي ژوند ته ورستانه شي.

حقاني همداراز اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د بندیانو د ستونزو د حل، د خدمتونو د ښه کولو او د اصلاح او روزنې د پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. هغه ډاډ ورکړ، چې د بندیانو شته ستونزو، اړتیاوو او غوښتنو ته به جدي پاملرنه وشي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یوناما د راپور له مخې؛ په دغو پېښو کې جنسي تېری، ډله‌ییز جنسي تېری، جبري ودونه او په جبري توګه د ښځو بربنډول شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۵ کال پرمهال د ۱۵ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ترسره شوې دي.

له دې سره سم، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له افغانستان انټرنشنل سره په یوې ځانګړې مرکه کې بیا په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې راپورونه په کلکه رد کړل او ویې ویل، چې د دوی د اصولو له مخې د تورنو کسانو هر ډول ځورونه منع ده.

ذبیح‌الله مجاهد: په زندانونو کې هر ډول شکنجه منع ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

ذبیح‌الله مجاهد وویل: «په زندانونو کې هېڅ شکنجه نشته او دا عمل په بشپړ ډول منع دی. زموږ د قوانینو له مخې د نیول کېدو له مرحلې څخه تر توقیف او خوشې کېدو پورې پر هېڅ چا شکنجه نه پلي کېږي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان په کانګو کې د اېبولا پر وړاندې مبارزې لپاره د بودیجې غوښتنه وکړه

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر د کانګو په مرکز کې د اېبولا د نوې خپرې شوې ناروغۍ په سیمو کې پر ځایي ټولنو غږ کړی، چې د دغې ناروغۍ پروړاندې په مبارزه کې مرکزي رول ولوبوي او له نړۍوالو مرستندویانو څخه یې د بودیجې غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبرېسوس د تېرې پنجشنبې په ورځ کانګو ته رسېدلی تر څو په دغه هېواد کې د اېبولا ضد غبرګونونه همغږي کړي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي:«ځايي ټولنې په ستونزو ښه پوهېږي او حل لاره یې هم ورته معلومه ده. هو د کانګو د حکومت تر مشرۍ لاندې نړۍواله ټولنه په دې برخه کې ښکېل ده، خو په ورته وخت کې د ځايي ټولنو مالکیت او ونډه خورا مهمه ده.»

نوموړي پرهمدغه مهال د اېبولا پر وړاندې د مبارزې لپاره د ډېرو نړۍوالو مرستو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د روغتیا نړۍوال سازمان تر اوسه پورې د خپلې اړتیا وړ بودیجې یوازې درېیمه برخه ترلاسه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په کانګو کې د اېبولا ناروغۍ نوې بڼه خورا په چټکۍ سره خپرریږي او د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې تر اوسه په کانګو کې د اېبولا ۱۰۲۵ شکمنې پېښې ثبت او لسګونه کسان مړه شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد: په زندانونو کې هر ډول شکنجه منع ده

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې راپورونه په کلکه رد کړل او ویې ویل، چې د دوی د اصولو له مخې د تورنو کسانو هر ډول ځورونه منع ده.

ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان انټرنشنل د مشري اډېټرې نویده خوشبو ته په خپلو خبرو کې وویل: «په زندانونو کې هېڅ شکنجه نشته او دا عمل په بشپړ ډول منع دی. زموږ د قوانینو له مخې د نیول کېدو له مرحلې څخه تر توقیف او خوشې کېدو پورې پر هېڅ چا شکنجه نه پلي کېږي.»

د طالبانو ویاند د «شکنجه کولو» او «قانوني سزا» ترمنځ توپیر وکړ، او زیاته یې کړه چې خلکو ته یوازې د شرعي قانون پر بنسټ او د دوی د جرم سره مناسب سزا ورکول کیږي او په خپلسري نه شي کولی. نوموړي په ټینکار سره وویل:« اوس مهال په استخباراتي ادارو، د پولیسو په ادارو او په هېڅ زندان کې هېڅ ډول شکنجه نشته».

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د غبرګولي پر ۸مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.

د یوناما د راپور له مخې؛ په دغه پېښو کې جنسي تېری، ډله‌ییز جنسي تېری، جبري ودونه او په جبري توګه د ښځو بربنډول شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۵کال پرمهال د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ترسره شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، هغه ښځې چې د طالبانو د محدودوونکو سیاستونو پر ضد غږ پورته کوي؛ له خپلسرو نیونو، شکنجو او ناوړه چلند سره مخ کېږي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو ادارو په وار وار د زندانیانو د وضعیت او د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د طالبانو ویاند دا راپورونه رد کړل او ویې ویل: «په دې اړه خپاره شوي راپورونه په بشپړه توګه له حقیقت څخه لرې دي او موږ یې په کلکه ردوو.»