میرزا ګټوازي ته نژدې سرچینو نن شنبه، د غبرګولي پر ۹مه وویل، چې له نوموړي سره امریکا ته په سفر کې د هغه مېرمنې هم ملتیا کوله، خو مېرمنې ته یې اجازه ورکړل شوې چې له هوايي ډګره ووځي. دغو سرچینو زیاته کړې، چې کټوازی د مالي فساد په کومه موضوع کې نه دی نیول شوی، بلکې یوازې افغانستان ته د سفر کولو له امله تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی. دوی دغه راز وایي، په همدې هوايي ډګر کې ځینې نور هغه کسان هم نیول شوي چې د ګرین کارټ په لرلو سره یې طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفرونه کړي وو.
د میرزا ګټوازي له نیول کېدو نژدې دوه ورځې تېریږي خو تروسه د امریکا امنیتي ادارو د هغه د نیولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې په دې اړه معلومات خپاره کړي دي.
مېرزا ګټوازی نه یوازې د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې مرستیال تېر شوی دی بلکې دی اوس مهال د افغان سوداګر تر نامه لاندې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره دی افغانستان کې دننه پاتې شو او خپلو سوداګریزو چارو ته ادامه ور کړه.
تېر کال د زمري څلورمه او پنځمه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلی، چې طالبانو د ځمکو په اسنادو کې د «جعل» په تور د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال محمد میرزا کټوازي شاوخوا ۲۰ همکاران نیولي دي. سرچینې ویلي و، دغه کسان د عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوي او د هغه شخصي زندان ته اچول شوي ول.
تېر ۱۴۰۴ کال د زمري په میاشت کې د طالبانو د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون یو رسمي مکتوب افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی و،چې د یاد کمیسیون رییس عبدالحکیم شرعي پکې د طالبانو له بېلابېلو ادارو غوښتي چې د میرزا کټوازي قراردادونه لغوه کړي. په مکتوب کې راغلي چې میرزا کټوازی د مختلفو توکو په قاچاق کې لاس لري.
په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د نیول کېدو په تړاو ادعاوې شوي، چې نوموړي د طالبانو د ځیني مشرانو پیسو په سپینولو کې ونډه لري او په ځانګړې توګه د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني سره نژدې اړیکې لري او ښايي چې د امریکا امنیتي ادارو له دې لامل له امله نیولي وي.
تروسه میرزا ګټوازي او د هغه کورنۍ د نوموړي د نیول کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه یې هم ددې تورونو په اړه سپیناوي ور کړی دی.