د نورستان یو شمېر اوسېدونکي، سیلانیان او طالب مسوولین دغه ولایت ته د ورتلونکو سیلانیانو له لوري د نظم او پاکۍ د مراعاتولو غوښتنه کړې ده.
په خواله رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېږي او پهکې لیدل کېږي چې د نورستان پارون کې سېلانیان هوايي ډزې کوي او له هر لوري څخه د مرمیو غږونه اورېدل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې وسلې یوازې له طالبانو سره دي او بل څوک د وسلې د ساتنې، لېږدونې او کارونې اجازه نهلري.
د اسباط الله په نوم یوه اوسېدونکي له سیلانیانو د نظافت له مراعاتولو سربېره له هغوی په کلکه وغوښتل، چې د وسلو له راوړلو او بېځایه ډزو څخه ډډه وکړي.
هغه وویل: «له هر ولایت څخه چې هر څوک نورستان ته راځي، دا غوښتنه لرم، چې د نظافت خیال وساتي. بل هغه ضرري شیان لکه د وسلو له راوړلو جدا ډډه وکړي بیخي دې له ځانه سره نهراوړي، ځکه امنیت تامین دی هېڅ ستونزه نشته».
دا په داسې حال کې ده، چې پرون (شنبه د غبرګولي ۹مه) د نورستان په مرکز پارون کې ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي وو، چې د اختر په ورځو کې په دغه ولایت کې د سېلانیانو د هوایي ډزو او سقوطي مرمیو له امله د پارون اړوند اسټوي کلي یو اوسېدونکی چې زینالسلام نومیده وژل شوی دی.
د طالبانو د نورستان ولایت امنیه قومندانۍ بیا ویلي، د مرکز پارون اړوند اسټوي سیمه کې د زینالاسلام په نوم د یوه کس د وژل کېدو په تړاو یې درې کسان نیولي دي.
د اسټوي کلي اوسېدونکو غوښتنه لري، چې د مېلو په ورځو کې نورستان ته ورتلونکي سیلانیان باید له وسلو سره پرېنښودل شي.
یوه ځایي اوسېدونکي وویل: «موږ غرونو او بانډو کې شپه او ورځ کار کوو او دغه بې احتیاطه ډزې کولای شي چې د خلکو په کورونو کې غمونه جوړ کړي».
د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ټرافیک امر محمد داوود شمس بیا وايي، د قاري عنایتالله شاه بخاري چې نشیګرام کلي اوسېدونکی او د ټرافیک مدیریت د تنظیم غړی دی، د دغه ولایت په مرکز پارون ښار کي د سېلانیانو له لوري د فلډر ډوله موټر په ټکر کې سخت ټپي شوی دی.
د نوموړي په وینا، د یاد ټرافیک چپه پښه ماتې شوې او دمګړۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ټپي شوی ټرافیک په ورته وخت کې د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل په نورستان کې د سیلانیانو له لوري پر رامنځته شویو بېنظمیو خواشیني څرګنده کړې او د نظم پر مراعاتولو یې ټينګار کړی دی.
هغه ویلي: «دوی [سیلانیان] به هر ځای چې تلل، له تګ وروسته به یې سیمه په کثافاتو ککړه پرېښوده او د ځایي اوسېدونکو فصلونو ته به یې هم زیان رساوه».
هغه هیله څرګنده کړې: «سیلانیان د سیمې د اوسېدونکو د ازار او اذیت لامل ونه ګرځي، د چاپېریال ساتنې ته پاملرنه وکړي او عامه نظم ته درناوی ولري».
د پارون اړوند یوه تفریحي سیمه په ورته وخت کې یو شمېر نور سیلانیان بیا په دغه ولایت کې له خرابو لارو شکایت لري او له اړوندو مسوولینو د لارو جوړولو او پخولو غوښتونکي دي.
د نورستان د یوې برخې خرابه لاره د یادونې وړ ده، چې نورستان د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د ملي پارک په نوم نومول شوی دی او په دې وروستیو کې له هېوادوالو سربېره یو شمېر بهرني سیلانیان هم ورمات شوي دي.