د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند ددوشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل - پښتو د برېښنالیک په ځواب کې تایید کړه، چې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال میرزا کټوازی د واشنګټن په ډالس نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړی د کډوالۍ له قوانینو د سرغړونې له امله له امریکا څخه د اېستلو وړ پېژندل شوی دی او اوسمهال په توقیف کې دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې، د دغه هېواد د ګمرکونو او سرحدي ساتنې پولیسو د ۲۰۲۶ کال د مې په ۲۷مه نېټه په ډلس هوايي ډګر کې میرزا کټوازی درولی او تر څېړنو وروسته معلومه شوې چې هغه د کډوالۍ او تابعیت قانون د ۲۴۰ مادې له مخې د شړلو وړ دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند زیاته کړې، چې مېرزا کټوازی ته د کډوالۍ د قاضي پر وړاندې د حاضرېدو خبرتیا ورکړل شوې ده.
د هغه په وینا، کټوازی دا مهال د نورو قانوني پړاوونو د تېرولو لپاره د کورني امنیت وزارت او د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې په توقیف کې دی.
د امریکا د کډوالۍ او تابعیت قانون د ۲۴۰ مادې پر بنسټ، هغه کسان چې په غیرقانوني توګه امریکا ته ننوځي یا د ویزې شرایط نقض کړي، د اخراج له پروسې سره مخ کېږي.
دوه ورځې وړاندې د غبرګولي پر ۹مه باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د ولسي جرګي پخوانی مرستیال او سوداګر میرزا ګټوازی د امریکا په یوه هوايي ډګر کې نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، اټوازی د دې له امله نیول شوی دی، چې د ګرین کارت په لرلو سره یې افغانستان ته سفر کړی و او پلټنې ترې روانې دي.
میرزا کټوازي ته نژدې سرچینو ویلي ، چې له نوموړي سره امریکا ته په سفر کې د هغه مېرمنې هم ملتیا کوله، خو مېرمنې ته یې اجازه ورکړل شوې چې له هوايي ډګره ووځي.
دغو سرچینو زیاته کړې، چې کټوازی د مالي فساد په کومه موضوع کې نه دی نیول شوی، بلکې یوازې افغانستان ته د سفر کولو له امله تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
میرزا کټوازی د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې په خپلو سوداګریزو چارو کې فعال پاتې شوی.
تېر کال د زمري څلورمه او پنځمه دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو د ځمکو په اسنادو کې د «جعل» په تور د نوموړي شاوخوا ۲۰ همکاران نیولي دي.
سرچینې ویلي وو، دغه کسان د عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوي او د هغه شخصي زندان ته اچول شوي ول. د طالبانو د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون رییس عبدالحکیم شرعي په یوه مکتوب کې د طالبانو له بېلابېلو ادارو غوښتي وو چې د میرزا کټوازي قراردادونه لغوه کړي.