• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له افغانستان سره د لارو بندېدو او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ پاکستان ته ۱،۴میلیارد ډالر زیان اړولی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱

د پاکستاني چارواکو په وینا، د افغانستان سره پر ډیورند کرښه د لارو د تړل کېدو او د سیمې د سوداګریزو مسیرونو د ګډوډۍ له امله د دغه هېواد بهرنۍ سوداګرۍ ته تر ۱،۴ میلیارد ډالرو زیات زیان اوښتی دی.

د «ګلوبل مېټس» د راپور له مخې، دغه معلومات د پاکستان د پارلمان یوې کمېټې ته وړاندې شوي او په کې ویل شوي چې د افغانستان له لارې د تګ‌راتګ بندېدل او د فارس خلیج په سوداګریزو لارو کې بې‌ثباتي د پاکستان پر صادراتو او ټرانزیټي فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

راپور څرګندوي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له تړل کېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نږدې په ټپه درېدلې ده. د پاکستاني چارواکو په وینا، افغانستان ته د پاکستان صادرات د روان کال تر اپرېل میاشتې ۸۵،۶ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي، په داسې حال کې چې د تېر کال په ورته موده کې دا کچه شاوخوا ۸۱۸ میلیون ډالره وه.

د راپور له مخې، د لارو د تړل کېدو له امله تر ۷ زره او ۵۰۰ ډېر کانټینرونه په بندرونو او دروازو کې بند پاتې شوي او د درملو، سمنټو، ټراکټورونو، موټرسایکلونو، خوراکي غوړیو او نورو خوراکي توکو صادرات له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د ټرانزیټي لارو ګډوډي د منځنۍ اسیا هېوادونو، لکه قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان، د پاکستان بندرونو ته لاسرسی هم اغېزمن کړی دی.

په ورته وخت کې د فارس خلیج په سیمه کې سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو پر سمندري او هوايي لېږد رالېږد اغېز کړی او د خلیج د همکارۍ شورا غړو هېوادونو ته د پاکستان صادرات یې راکم کړي دي.

د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال د جولای او اپرېل ترمنځ خلیج هېوادونو ته د پاکستان صادرات ۲،۲ سلنه کم شوي او تر ټولو لوی کمښت عمان، قطر او بحرین ته په صادراتو کې ثبت شوی دی.

پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې که سیمه‌ییزه بې‌ثباتي دوام وکړي، ښايي صادرات نور هم راکم شي او هېواد له سلګونو میلیونو ډالرو اضافي زیان سره مخ شي.

د دې وضعیت د جبران لپاره د پاکستان حکومت د سوداګریزو چارو د همغږۍ ځانګړي میکانیزم، د لېږد لګښتونو د کمولو او د بار وړونکو الوتنو د زیاتولو خبر ورکړی دی. همداراز د پاکستان د صادراتو یوه برخه د سیمې بدیلو بندرونو، لکه جده، صحار او صلاله، ته اړول شوې ده.

راپور زیاتوي چې پاکستان د افغانستان د لارو د تړل کېدو د اغېزو د کمولو لپاره د ایران له لارې د منځنۍ اسیا پر لور د ټرانزیټي لارو کارول زیات کړي او زرګونه باروړونکي موټرونه د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو په لېږد بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ کړکېچونو او اختلافاتو څو ځله د ډیورنډ په کرښه د دروازو د تړل کېدو او د سوداګرۍ د بهیر د ګډوډېدو لامل شوي دي. پاکستاني چارواکي وایي چې د افغانستان سره د لارو محدودیتونه او د فارس خلیج روانه بې‌ثباتي لا هم د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

ډېر لیدل شوي

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي
۱

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۲

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۳

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۴

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې

۵

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې