هغې ویلي چې د دې پېښې شکمن کسان نیول شوي او دا اقدام د حقیقت د روښانېدو او د عدالت د تامین په لاره کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
ملوني د دوسیې پر جدي تعقیب ټینګار وکړ او ویې ویل: «په کالابریا کې د څلورو کرنیزو کارګرانو وحشیانه وژنې موږ ټول سخت حیران او خواشیني کړي یو. ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې هېڅکله شاتګ ونه کړي».
د ایټالیا لومړۍ وزیرې زیاته کړه چې د دې جنایت د ټولو اړخونو روښانول او عاملانو ته سزا ورکول د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغې وویل چې د جنايي پلټونکو له خوا راټول شوي شواهد او اسناد، د پېښې د ځای د امنیتي کمرې د انځورونو په ګډون، د تورنو کسانو د پېژندلو او نیولو لامل شوي دي.
د قضیې مسئول څارنوال الیساندرو دآلسیو د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «د خپل ۳۰ کلن کاري ژوند په اوږدو کې مې هېڅکله دومره بېرحمي او قساوت نه دی لیدلی».
د ایټالیايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه د ایټالیا په سوېل کې د کوزنزا ولایت د آمندولارا ښار په سیمه کې رامنځته شوې ده. قربانیان څلور تنه کډوال کارګران وو او هویتونه یې هم تثبیت شوي دي.
په قربانیانو کې درې افغان پناهغوښتونکي شامل دي چې امین افضل خوګیاڼی (۲۸ کلن)، صفي ایجاد (۲۷ کلن) او عصمتالله قائمي (۱۹ کلن) و. څلورم قرباني ۲۹ کلن پاکستانی وګړی وسیم خان و. ټول دغه کسان د کرنې په برخه کې په کار بوخت وو.
راپورونه ښيي چې دوه ۳۲ کلن پاکستانیان، چې د کډوالو کارګرانو د استثمار په تور تورن دي، د هغه موټر دروازې چې کارګران پکې سپاره وو، قلف کړې، پرې یې پټرول شیندلي او وروسته یې موټر اور ته اچولی دی. د څلورو قربانیانو سوځېدلي جسدونه وروسته د تېلو د یوه پمپ ترڅنګ د هماغه موټر دننه وموندل شول.
د دې پېښې جزییات تاجمحمد، هغه افغان پناهغوښتونکي رسنیو ته بیان کړي چې له دې پېښې ژوندی ژغورل شوی دی. هغه ویلي چې د موټر د ښیښې په ماتولو سره یې ځان د اور له لمبو څخه راویستلی او تښتېدلی دی.
د نوموړي په وینا، کارګرانو تر یوې میاشتې زیات معاش نه و ترلاسه کړی او تورنو کسانو به هغوی د چړو او وسلو په زور کار ته اړ ایستل. هغه دا ادعا هم کړې چې یاد کسان د یوې داسې شبکې برخه دي چې له کډوالو کارګرانو ناوړه ګټه پورته کوي او هغوی استثماروي.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې کارګرانو د رسمي قرارداد له نشتوالي او د استثماري شرایطو له امله د کار دوام ته غاړه کېنښوده.
د اته ساعته کار په بدل کې ۴۵ یورو
په ایټالیا کې د کډوالو د کار ځواک استثمار یوه اوږدمهاله ستونزه ده چې کله ناکله مرګونې پایلې هم لري. د «پلاچیدو ریزوتو څار بنسټ» د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۳۰ سلنه کرنیز کارګران په غیرقانوني او غیررسمي ډول په کار بوخت وو.
دې پېښې یو ځل بیا په ایټالیا کې د «کاپورالاتو» په نوم نظام ته پام رااړولی دی؛ هغه سیستم چې پکې دلالان او ناقانونه شبکې، په ځانګړې توګه د ایټالیا په سوېلي سیمو کې، د کډوالو له کاري ځواک څخه ناوړه ګټه اخلي.
د ایټالیا د کارګرانو ټولنه وایي چې په دغه هېواد کې له ۲۰۰ زرو زیات کډوال کارګران له قانوني اسنادو پرته کار کوي او د قانوني ملاتړ د نشتوالي له امله د استثمار، تاوتریخوالي او جبري کار له ګواښ سره مخ دي.
د بشري حقونو بنسټونو هم له جورجیا ملوني حکومت څخه غوښتي چې د ورته پېښو له رامنځته کېدو وروسته یوازې لنډمهالي اقدامات ونه کړي، بلکې د دې ستونزې د بنسټیز حل لپاره جدي او دوامدار ګامونه پورته کړي.