ځايي سرچینې ادعا کوي، چې طالبان په رسمي ډول د انساني قاچاق مخالفت کوي او وخت ناوخت ځینې کسان له سرحدي سیمو بېرته راګرځوي؛ خو په عمل کې د قاچاقي لارو د بشپړ بندېدو نښې نه لیدل کېږي.
یوه سرچینه په دې اړه وایي: «که په رښتیا اراده موجوده وای؛ نو د سپین بولدک او چمن ترمنځ به قاچاقي تګراتګ بند وای، عادي مساپر له سختو محدودیتونو سره مخ دي؛ خو قاچاقبران بیا خپلې لارې لري او ان اوس د پيسو په بدل کې پر عامو لارو خلک اړول کېږي او څوک د پوښتنې نهشته».
د همدغه لارو محدودیتونو د زرګونه کورنیو پر ژوند مستقیم اغېز کړی دی، د سپین بولدک، چمن او شاوخوا سیمو ډېری اوسېدونکي دواړو غاړو ته سوداګریزې، روغتیايي او کورنۍ اړیکې لري. ځایي اوسېدونکي وایي، چې د رسمي تګراتګ د محدودېدو له امله زرګونه کارګر وزګاره شوي، کوچني سوداګر یې له مالي زیانونو او ناروغان د درملنې له ستونزو سره مخ کړي، کورنۍ له یو بل څخه جلا شوې او د قاچاقي شبکو لپاره د فعالیت زمینه برابره شوې ده.
ځینې ځایي سرچینې ادعا کوي، چې د انساني قاچاق ترڅنګ د نشهيي توکو د لېږد رالېږد هڅې هم روانې دي او دغه کار د دواړه لوریو په خوښه کېږي. د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د ستونزې بنسټیز حل د رسمي لارو پرانیستل او د قانوني تګراتګ اسانتیاوې دي؛ نه دا چې خلک د سختو محدودیتونو له امله د قاچاق کوونکو لاسونو ته ولوېږي.
یو قومي مشر په دې اړه وایي: «کله چې د خلکو پر مخ قانوني دروازې وتړل شي، ناقانونه دروازې پرانیستل کېږي. تر ټولو ډېر زیان عادي ولس ویني، اوس موږ وینو چې هم طالبانو او پاکستانیان زیاتې پیسې له دې انساني قاچاق څخه ترلاسه کوي».
زرګونه کسان د کار، درملنې او کورنیو اړتیاوو لپاره د تګراتګ قانوني حق نهلري؛ خو قاچاق کوونکي هره ورځ خپلې شبکې پراخوي او له خلکو مېلیونونه کلدارې ترلاسه کوي. د خلکو په باور که د لارو د تړلو او سختو محدودیتونو دغه تګلاره دوام وکړي؛ نو انساني قاچاق به نور هم پراخ شي او د ولس پر اوږو به د بېوزلۍ، بېکارۍ او استثمار بار لا دروند شي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.