• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې د مولوي هبت‌الله دفتر د عامو خلکو د عریضو اخېستل بند کړي

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۵۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په کندهار کې د مولوي هبت‌الله اخوندزاده دفتر د عامو خلکو د عریضو اخیستل د نا معلوم دلیل له امله بند کړي دي. له هبت‌الله سره د خلکو د مستقیمې اړیکې همدا یوه لاره وه، خو سرچینې وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د عریضو اخېستلو لړۍ درولې ده.

له هبت‌الله اخوندزاده سره د عامو خلکو د مستقیمې اړیکې یوازینۍ لاره د کندهار ښار په زړه کې د ولایت ودانۍ مخې ته یوه کوچنۍ غرفه ده.

په دې غرفه کې د هبت‌الله د دفتر یو کارمند ناست وي او د خلکو د شکایتونو عریضي تسلیموي.

داسې انګیرل کېږي، چې له همدې کوچنۍ غرفې څخه د عامو خلکو شکایتونه او عریضي تر هبت‌الله رسول کېږي، خو اوس له تېرو دوو میاشتو راهیسې همدا غرفه بنده ده او هېڅ داسې څوک نشته، چې د خلکو عریضې واخلي.

100%

له کندهار څخه بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د عریضو تسلیمولو غرفه د نامعلوم دلیل له امله تړل شوې ده او خلک هره ورځ تر همدې غرفې راځي، خو په نهیلۍ بېرته ګرځي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي:«کور مې استملاک شوی دی، د سړک پراخولو لپاره یې ونړاوه، هغه پیسې چې باید راکول شوي، تر اوسه پوره نه دې راکړل شوې».

نوموړی زیاتوي، « ښاروالي او مستوفیت راته یوه او بله بهانه کوي، مجبوره شوم، خپل شکایت د هبت‌الله دفتر ته ورسوم، خو هره ورځ دلته د ولایت مخ ته راځم، خو د عریضو تسلیمولو غرفه بنده ده».

100%

د هبت‌الله دفتر ته یوازې د کندهار نه، بلکې د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم خپل شکایتونه او عریضې رسوي.

عام خلک، د پخوانیو طالب جنګیالیو د کورنیو غړي، کونډې، یتیمان او ځینې طالب چارواکي هم خپل شکایتونه او عریضي همدغه دفتر ته سپاري.

یو شمېر سرچینې وايي، چې د هبت‌الله دفتر د ځینو کسانو عریضو ته پر وخت رسیده ګي کوي، خو د ځینو کسانو د عریضو ځواب په میاشتو میاشتو وخت نیسي.

په ورته مهال بیا یو شمېر کسان شکایت کوي، چې د طالبانو په ادارو کې د فساد او د خلکو ستونزو ته د نه رسیدو له امله، عام خلک اړ شوي چې خپله هره لویه او کوچنۍ ستونزه د هبت‌الله تر دفتره ورسوي او د شکایتونو ډیروالي له امله د ځینو کسانو د عریضو ځواب په میاشتو میاشتو ځنډیږي.

د طالب چارواکو د معلوماتو له‌مخې، هبت‌الله موبایل او عصري ټکنالوژي نه کاروي او نه هم له عامو خلکو سره ویني. هغه یوازې په ځینو لویو غونډو کې په داسې بڼه راڅرګندیږي چې د غونډې ګډون وال یې څېره نه شي لیدلی او له عامو خلکو سره یې د اړیکې یوازینۍ لاره همدا عریضې دي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

روسیه د طالبانو د پوځي تجهیزاتو د ترمیم هوکړه عملي کوي

•
•
•

نور کیسې

سږ کال له هرات نه بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچه ۱۰ سلنه ډیره شوې

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۱
سږ کال له هرات نه بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچه ۱۰ سلنه ډیره شوې
100%

د هرات زعفران، چې د افغانستان د «سرو زرو» په نوم هم یادیږي، سږ کال د تېر کال په پرتله په نړیوالو بازارونو کې لس سلنه زیات پلورل شوي دي. د زعفرانو یو شمېر سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغان زعفرانو لوړ کیفیت او نړیواله تقاضا د صادراتو د ډېرېدو لامل شوې ده.

د هرات په غوریان، پښتون‌زرغون، ګذره او انجیل ولسوالیو کې، چې دښتې د مني په رارسېدو سره د ارغواني ګلانو په رنګ پوښل کېږي، زرمینه هراتۍ د زعفرانو د حاصلاتو موسم ته په بېړه انتظار باسي. هغې د تېرو اتو کلونو په اوږدو کې د زعفرانو په سوداګرۍ کې کار کړی او وايي، د هرات اقلیم دا ځانګړتیا لري چې د نړۍ له غوره زعفرانو څخه یو تولید کړي.

د زعفرانو کښت ډېری په هغو سیمو کې ښه حاصل ورکوي چې وچ او نیمه وچ اقلیم، معتدل ژمی او محدود باران ولري.

زرمینې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «خوښه یم چې سږ کال بهرنیو بازارونو ته د زعفرانو صادرات زیات شوي دي».

د رسمي شمېرو له مخې، په هېواد کې نږدې ۱۲ زره هکټاره ځمکه د زعفرانو تر کر لاندې ده چې له دې ډلې شاوخوا ۱۰ زره او ۵۰۰ هکټاره یې یوازې په هرات کې دي.

همدې تمرکز هرات د افغانستان د زعفرانو د صنعت مرکز ګرځولی دی.

په هرات کې زعفران ډېری په تلې میاشت کې کرل کیږي او په لړم کې یې ګل اخېستل کیږي.
100%
په هرات کې زعفران ډېری په تلې میاشت کې کرل کیږي او په لړم کې یې ګل اخېستل کیږي.

د دغه محصول له نامه سره د ښځو نوم تړلی دی. د زعفرانو د کر، راټولولو او لومړنیو پروسو په چارو کې زرګونه ښځې کار کوي. اټکل کېږي چې د زعفرانو په کرکیله او راټولولو کې شاوخوا ۴۰ سلنه کارکوونکي ښځې دي. ۲۰ سلنه نور یې له لسو کلونو پورته عمر لرونکي ماشومان او نارینه دي.

د هرات په ډېرو کلیوالو سیمو کې، د زعفرانو فصل د کورنیو لپاره د موسمي عاید یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

خو د هرات زعفران، سره له دې چې په نړیوالو بازارونو کې یې نوم پیدا کړی، لا هم د بازار د هویت له ستونزې سره مخ دي. نفیسه دانش، چې د هرات د زعفرانو اتحادیې مشره او پخپله سوداګره ده، وايي ډېر وخت د ایران سوداګر له افغان تولیدوونکو زعفران اخلي او بیا یې د ایراني محصول په نوم بازار ته وړاندې کوي.

هغې وویل: « د ایران سوداګر هم له موږ نه په نړیوالو مارکیټونو، په ځانګړي ډول د دوبۍ په بازارونو کې، زعفران پېري او د ایران د زعفرانو په نامه یې پلوري.»

له ایران نه راستانه شوي یو شمېر افغان کډوال، چې د کار او عاید له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، هم د زعفرانو په کروندو کې بوختیږي.

صابر، چې څو کاله یې په ایران کې مزدوري کړې، په دې وروستیو کې خپل کلي ته ستون شوی او د زعفرانوپه موسم کې په کروندو کې کار کوي. هغه وايي چې د زعفرانو بازار نه یوازې بهر، بلکې د هېواد دننه هم ښه شوی.

هغه وايي، « سږ کال د هېواد دننه هم د زعفرانو بازار خورا تود دی».

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو نهو میاشتو کې له ۲۲ ټنو څخه ډېر زعفران نړیوالو بازارونو ته صادر شوي چې ارزښت یې له ۳۰ میلیونو ډالرو اوښتی و.

د دغو صادراتو عمده برخه اروپايي هېوادونو، متحده ایالاتو، عربي هېوادونو او د منځنۍ اسیا بازارونو ته تللې ده. هند، هسپانیا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کاناډا، بریتانیا او ترکیه هم د افغان زعفرانو له مهمو پېرودونکو شمېرل کیږي.

د افغان زعفرانو نړیوال شهرت یوازې د صادراتو په ارقامو نه کچل کېږي. دغه محصول د خپل ځانګړي رنګ، بوی او کیفیت له امله څو ځله د نړۍ د غوره زعفرانو لقب ګټلی او د بلجیم د نړیوال خوند اخیستنې انسټېټیوټ لس ځله د نړۍ تر ټولو باکیفیته زعفران بللی دی.

د زعفرانو یوه سوداګره زرمینه هراتۍ په دې باور ده، چې ددغه بوټي په کښت، راټولولو او پروسس کې ۴۰ سلنه کارکوونکې ښځې دي.
100%
د زعفرانو یوه سوداګره زرمینه هراتۍ په دې باور ده، چې ددغه بوټي په کښت، راټولولو او پروسس کې ۴۰ سلنه کارکوونکې ښځې دي.

خو د بریا تر څنګ ننګونې هم شته. د زعفرانو صادروونکي وايي چې اقلیمي بدلون، نړیوال رقابتي بازار، د معیاري بسته‌بندۍ کمښت او د بازارموندنې محدود امکانات لا هم د دغه صنعت د ودې پر وړاندې مهم خنډونه دي.

سره له دې، د زرمینې په څېر د زعفرانو د سوداګرۍ فعالان باور لري چې که د پروسس، بسته‌بندۍ او نړیوالې بازارموندنې په برخه کې لا ډېره پانګونه وشي، د هرات زعفران کولای شي د افغانستان د صادراتو او اقتصادي ودې په راتلونکي کې لا مهم رول ولوبوي.

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي
100%

په ننګرهار کې ځینو سوداګرو او صرافانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو ریاست اوپراتیفي مرستیال مولوي عبدالله حماد له سوداګرو او صرافانو نه په مختلفو نومونو نغدې پیسې او باج غواړي. پر دغه طالب چارواکي عریضې هم شوې، خو کومه پایله یې نه ده ور کړې.

افغانستان انټرنشنل د یوې عریضې کاپي ترلاسه کړې چې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي ذاهدالله سادات د نیول کېدو په اړه پکې ادعا شوې ده. د عریضې له مخې، نوموړی، چې له یوه شرکت سره کار کوي، د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو د اوپراتیفي مرستیال مولوي عبدالله حماد په امر نیول شوی دی.

په دې عریضه کې، چې د طالبانو د ننګرهار د فرامینو او احکامو د نظارت او تعقیب ریاست ته سپارل شوې، راغلي چې سادات د غبرګولي په ۱۳مه نېټه استخباراتو نیولی او د نیولو په تړاو یې کورنۍ ته هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

په عریضه کې غوښتنه شوې چې د دې قضیې په اړه دې وضاحت وړاندې شي.

افغانستان انټرنشنل له څو سوداګرو، صرافانو او د بېلابېلو موسسو له مسوولینو سره خبرې کړي، خود امنیتي ستونزو له امله د هغوی نومونه نه شي په ډاګه کولی.

یو صراف افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال خپل کسان ورلېږلي او غوښتنه یې ترې کړې چې د جومات او مدرسې لپاره نغدي مرسته وکړي. د هغه په وینا، که څوک مرسته ونه کړي نو ګواښل کېږي او پر صرافۍ یې د چاپو ویره موجوده وي، په دې تور چې ګواکې مخالفانو ته حوالې کوي.

یو بل سوداګر وویل: «د استخباراتو د دې چارواکي اړوند کسان په دوه اکوا موټرو کې ګرځي، کسان له ځان سره وړي او بیا یې خپل دفتر ته انتقالوي، هلته یې بندیانوي او داسې ښکاري چې دا کار په خپل سر او په پټه کېږي».

د یوه شرکت مسوول بیا وویل، چې دغه کسان ورپسې ورغلي او له مشخص دلیل پرته یې د درې سوه زره افغانیو غوښتنه ترې کړې ده.

په ورته وخت کې ځینو سوداګرو او صرافانو ویلي چې څو ځله یې د طالبانو د ننګرهار والي ته شکایت کړی، خو د دوی په وینا ورته ویل شوي چې پر یاد چارواکي یې زور نه رسېږي او هغه د طالبانو د استخباراتو د عمومي رییس عبدالحق وثیق له ملاتړه برخمن دی.

سوداګر او صرافان له طالب چارواکو غواړي چې په ننګرهار کې ددوی په وینا، د مولوي عبدالله حماد د «خپلسریو» د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د سیمه‌ییزو مسوولانو نظر هم ترلاسه کړي، خو بریالی نه شو.

له دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل د ځینو سرچینو له قوله د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د غصب او باج اخېستنوپه تړاو رپوټونه خپاره کړي وو. په راپورونو کې ویل شوي وو چې نوموړي په خوست ولایت کې یو سوداګریز مارکیټ غصب کړی او ځینو سوداګرو ترې د باج اخیستو شکایت کړی و. شرعي د ځینو مرستندویه ادارو جوازونه لغوه کړل خو وروسته ځینو مرستندیه ادارو ویل چې شرعي ور څخه د جومات او مدرسې يه نامه پیسې غواړي.

هبت الله: د زده‌کوونکو عقیدې او فکري روزنې پیاوړتیا ته دې لومړیتوب ورکړل شي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۱ GMT+۱
هبت الله: د زده‌کوونکو عقیدې او فکري روزنې پیاوړتیا ته دې لومړیتوب ورکړل شي
100%

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د جهادي مدرسو له مسولینو، استادانو او یو شمېر دیني عالمانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې باید له هر ډول غفلته ډډه وشي.

د طالبانو ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د دیني مدرسو د مسولینو، د دیني خپرونو د ارزونې د برخې چارواکو او د دارالایتامونو له مسولینو سره د غونډې پر مهال د دیني علومو پر اهمیت، د زده‌کوونکو پر روزنه او د شریعت پر پلي کېدو خبرې کړې دي.

د طالبانو مشر د مدرسو له استادانو غوښتي چې د زده‌کوونکو پر عقیدې، فکر او روزنې لا زیات تمرکز وکړي، د مطالعې فرهنګ پیاوړی کړي او زده‌کوونکو ته د دیني علومو تر څنګ د وینا او بیان وړتیاوې هم ور زده کړي.

نوموړي همداراز ویلي چې اوسنیو شرایطو کې د شریعت پلي کول صبر او استقامت غواړي او مسولین باید په خپلو ادارو کې له غفلته ځانونه وساتي.

د خبرپاڼې له مخې، د غونډې په پای کې ګډونوالو له هبت الله اخوندزاده سره خپل بیعت تازه کړی او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

طالبان: له ایران نه د بې‌کیفیته ودانیزو توکو د واردېدو مخه ونیول شوه

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۳۲ GMT+۱
طالبان: له ایران نه د بې‌کیفیته ودانیزو توکو د واردېدو مخه ونیول شوه
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د معیار او کیفیت ادارې ویلي چېد شېخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې له ایران نه د بې‌کیفیته ودانیزو توکو د دوو محمولو د واردېدو مخه نیولې او بېرته یې ګرځولې دي.

د یادې ادارې په وینا، د بندر فني کارکوونکو د ارزونې پر مهال ۳۶.۶ټنه کاشي معاینه کړې او موندلې یې ده چې دغه توکي له نافذه کورنیو معیارونو سره سمون نه لري او لازم کیفیت نه لري.

ادارې زیاته کړې چې د کیفیت د کنټرول او د مصرفوونکو د خوندیتوب لپاره د وارداتي توکو ارزونه په دوامداره توګه ترسره کوي او د هغو توکو د واردېدو مخه نیسي چې له ټاکل شویو معیارونو سره برابر نه وي.

د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د بې‌کیفیته توکو د مخنیوي او د بازار د کیفیت د لوړولو لپاره به خپلو څارنیزو او تخنیکي اقداماتو ته دوام ورکړي.

طالبانو په بادغیس کې د ملخانو د کنټرول او ننګرهار کې د ننداریزې کروندې د جوړېدو خبر ورکړ

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۱
طالبانو په بادغیس کې د ملخانو د کنټرول او ننګرهار کې د ننداریزې کروندې د جوړېدو خبر ورکړ
100%

د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي د کرنې په برخه کې د حاصلاتو د خوندي کولو او زیاتوالي په موخه، بادغیس او ننګرهار ولایتونو کې بېلابېل کرنیز پروګرامونه پلي شوي.

د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ شاوخوا ۵۷۰ هکټاره کرنیزه ځمکه له ملخانو پاکه شوې ده. د یاد ریاست په وینا، دغه اقدام د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې او بزګرانو ته د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره ترسره شوی دی.

بلخوا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې په ننګرهار ولایت کې د غله‌جاتو، صنعتي او تېلي نباتاتو د حاصلاتو د زیاتوالي، د عصري کرنیزو لارو چارو د رواجولو او د بزګرانو د ظرفیت لوړولو په موخه د ۲۰۰ ننداریزو کروندو د جوړولو پروګرام پلي کوي.

د مسوولانو په وینا، دغه پروګرامونه به د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي، د عصري کرنې د دودولو او د بزګرانو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.